سیمه ییز خبرونه
هوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «ټروثپاڼه» کې لیکلي، چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ هغه ورځ، چې د ده د زوکړې له ورځې سره هم برابره ده.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا او ایران چارواکو او منځګړو ویلي، چې د نښتو د پای ته رسولو لپاره دواړه هېوادونه د یوه چوکاټ په اړه هوکړې ته نږدې شوي؛ خو د هغې د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «ټروثپاڼه» کې لیکلي، چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ هغه ورځ، چې د ده د زوکړې له ورځې سره هم برابره ده.
هغه زیاته کړې، چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به هرمز تنګی «د ټولو پر مخ پرانیستل شي».
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې دواړه لوري د سولې د یوې هوکړې د چوکاټ په اړه تفاهم ته رسېدلي او اسلامآباد د هغې د برښنايي لاسلیک لپاره د یکشنبې ورځې ته چمتووالی نیسي. د هغه د څرګندونو له مخې، د دې بهیر تخنیکي خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ هم دوام ومومي.
ایران د اعلان شوې نېټې په اړه شک څرګند کړی او د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له دې مخکې ټینګار کړی و، چې د یکشنبې پر ورځ به هیڅ ډول لاسلیک ونهشي؛ خو په راتلونکو ورځو کې یې د هوکړې د وروستي کېدا شونتیا رد کړې نهده.
په ایران کې دننه هم راپورونه ښيي، چې د تهران او مشهد په ګډون په ځینو ښارونو کې د احتمالي هوکړې مخالفانو غونډې او اعتراضونه کړي دي. معترضانو د خبرو اترو پر بهیر نیوکې کړي او د خپل هېواد د ډیپلوماټیکو چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.
په همدې حال کې پوځي ترینګلتیا هم روانه ده او راپورونه ښیي، چې امریکایي ځواکونو هرمز تنګي ته نږدې د ایران ځینې بېپیلوټه الوتکې تعقیب او څارلې دي.
د راپورونو له مخې، د هوکړې په لومړنۍ طرحه کې د هرمز تنګي پرانیستل، د ایران د نفتو د صادراتو د آزادېدا په بدل کې د ځینو محدودیتونو لرې کول او د دغه هېواد د میلیارډونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو آزادول شامل دي. د ایران د اټومي پروګرام موضوع به د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې وڅېړل شي.
دغه راز اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دغه هېواد به د احتمالي هوکړې برخه نهوي او روان بدلونونه به په بېل بېل وڅارل شي.
راپورونه ښيي، چې دا ډیپلوماټیک بهیر د خپل حساس پړاو په درشل کې دی او وروستۍ پایله یې د سیمې پر امنیتي او اقتصادي معادلو پراخ اغېز لرلی شي.