تازه خبرونه
هیڅوک زمونږ ویاړونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کولی نهشي – اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ (د زمري ۲۸) په یوه اعلامیه کې له انګریزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي څرګنده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې د اسلامي شریعت پر بنسټ پر سالمو اړیکو ټینګار څرګند کړ.
په اعلاميه کې څرګنده شوې؛ د افغانستان ملت دا يو ستر وياړ ګڼي، چې په تېره يوه پېړۍ کې يې د درې امپراتوریو لښکرې له خپل هېواده شړلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: د الله تعالی پر فضل د افغانانو پر لاس د انګریزي ښکېلاک ماتې، د سرو لښکرو له ماتې او د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د امریکايي او ناتو ځواکونو ماتو وښودله، چې افغانستان یو نه ماتېدونکی هېواد دی؛ خلک یې پیاوړي، متحد، مسلمان او خپلواکۍ غوښتونکي دي.
اسلامي امارت دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو هیڅکله د نورو هېوادونو او ولسونو د زیانمنولو اراده نهده کړې؛ خو له بده مرغه نورو زبرځواکونو د دوی حقونه او خپلواکي تر پښو لاندې کړې، چې هیڅ پایله یې نهده لرلې او د الله پاک پر مرسته ظالمان پخپلو کړنو پښېمانه شوي هم دي.
دغه راز ویل کیږي، چې اسلامي امارت د یو خپلواک او مشروع نظام په توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت پر بنسټ پر غوره او سالمو اړیکو باور لري او لکه څنګه، چې یې هیڅکله پر هیچا د ظلم او ضرر اراده نهده لرلې؛ نو له نورو هم د داسې یوې پالیسۍ د غوره کولو غوښتنه کوي، چې په کې د ټولو خیر او هوساینه نغښتې وي.
تازه خبرونه
د سراج الدین حقاني پر مشرۍ په کورنیو چارو وزارت کې ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې، چې نن (یکشنبه د وري یودېرشمه) جوړه شوه؛ د وزارت مرستیالانو او عمومي رییسانو ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي( سرپرست) سراج الدین حقاني پر مشرۍ دې وزارت د یوې ناستې له جوړېدا خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې، چې نن (یکشنبه د وري یودېرشمه) جوړه شوه؛ د وزارت مرستیالانو او عمومي رییسانو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ سراج الدین حقاني په دې ناسته کې ویلي: “تاسې او زه د خلکو د خادمان یوو؛ د خپلو خلکو د خدمت لپاره ګمارل شوي یوو. د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول کارمندان باید د خلکو کراري او امنیت خپل لومړیتوب وګرځوي. دوی باید ډېره هڅه وکړي، چې له خلکو سره په مثبت ډول تعامل وکړي او خپلې دندې په غوره او ممکنه لار له هغو سره د همغږۍ له لارې ترسره کړي.”
نوموړي په کوچني اختر کې د امنیت په برابرولو کې د امنیتي ځواکونو له رول او هڅو ستاینه وکړه.
دا په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی له څو میاشتني «استراحت» وروسته خپل کاري دفتر ته تللی دی.
تازه خبرونه
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د بې اسنادو کډوالو او افغان تابعیت لرونکو د جبري ایستلو بهیر اوس هم چټک روان دی او له دوه میلیون ډېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.
د پاکستان رسنیو څرګنده کړې، چې یوازې د شنبې پر ورځ له ۵۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له سرحدي لارو جبري ایستل شوي دي.
د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ د هغو خلکو ټولټال شمېر، چې د دې پالیسۍ له مخې له پاکستان څخه وتلي ۹۷۱ زره ۹۶۹ ته رسیدلی دی.
دغه راز د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له پاکستان څخه د ایستلو وروستۍ نېټه به د اپریل له ۳۰ ونه غځول شي.
هغه زیاته کړې، چې امنیتي اندېښنې او په پاکستان کې د مخدره توکو د قاچاق زیاتوالی د اخراج د لویې څپې له لاملونو څخه دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري وایي: ” په دې برخه کې درې مسلې مهمې وې؛ له ترهګرۍ سره اړیکه، په لویو جرمي ډلو کې د یو شمېر افغان کډوالو ګډون او د مخدره توکو په قاچاق کې د ګڼ شمېر افغان وګړو د ښکېلتیا شتون.”
له پاکستان څخه د راستنېدونکي کډوال عزیزالله د څرګندونو له مخې؛ پاکستاني پولیسو هغه کسان نیولي او شړلي، چې په پاکستان کې یې په ناکراریو کې هیڅ ونډه نه درلوده او ځینو یې حتا د سبزیو په بازار کې کار کاوه.
ځینو رسنیو دا راپور هم ورکړی، چې د پاکستان حکومت غریب کډوال نیولي او شړلي دي، نه شتمن کسان.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ ۶۲۳ افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. دغو کورنیو هېواد ته د بېرته راستنېدو سره سم هم مرستې ترلاسه کړي؛ خو راستنیدونکي ځمکه، د کار فرصتونه او د ژوند کولو لپاره سرپناه غواړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې د نویو فرصتونو علمي او څېړنیزه ناسته ترسره شوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي، چې قزاقستان د سیمې یو اغېزمن هېواد دی، چې تل یې په سیمهییزو مسایلو کې سولهییز رول لوبولی او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پام وړ فرصتونو او پرمختګونو د رامنځته کولو فرصت برابر کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز د افغانستان او قزاقستان د اړیکو د راڅرګندیدونکو فرصتونو تر سرلیک لاندې علمي ناسته ترسره کړه، چې په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر وروستیو پرمختګونو او شته فرصتونو بحث وشو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي، چې قزاقستان د سیمې یو اغېزمن هېواد دی، چې تل یې په سیمهییزو مسایلو کې سولهییز رول لوبولی او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پام وړ فرصتونو او پرمختګونو د رامنځته کولو فرصت برابر کړی دی.
د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د ولسمشرۍ انسټیټیوټ رییس دوکټور یرکین توکوموف هم د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې یو نوی فصل وباله او زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به له قزاقستان څخه ډېر لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو سکټورونو کې به د پرمختګونو لیدونکي وي.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر، د قزاقستان جمهوریت د ولسمشر د سټراټیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر، شارژدافیر، په کابل کې د قزاقستان د سفارت یو شمیر ډیپلوماټانو او د بهرنیو چارو وزارت یو شمیر کارمندانو ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې ګډونوالو د سیمهییز اتصال او ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم پراخ بحثونه او اندونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
لوبی4 days ago
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان ممکن د داعش د نفوذ لپاره افغانستان ته د مهاجرو له شړلو کار واخلي – خلیلزاد