تازه خبرونه
هیڅ بهرنی بنسټ مو په قضايي سیسټم کې د لاسوهنې حق نلري – عبدالرحیم راشد
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د جزا پرېکړه د شرعي قانون، معتبرو شواهدو، د قاتلینو د اعترافاتو، او د ټولنې د اصلاح، عدالت د تامین او د جرمونو د مخنیوي پر بنسټ ترسره شوه.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د څرګندونو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه او څرګندوي، چې هیڅ بهرنۍ اداره د اسلامي امارت په شریعت، دین او قضايي نظام کې د لاسوهنې حق نلري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له دې مخکې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو پر وړاندې د قصاص د سزا اجرا کول د انساني کرامت خلاف کار ګڼلی و.
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د جزا پرېکړه د شرعي قانون، معتبرو شواهدو، د قاتلینو د اعترافاتو، او د ټولنې د اصلاح، عدالت د تامین او د جرمونو د مخنیوي پر بنسټ ترسره شوه.
تازه خبرونه
د پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو لهخوا د افغان ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه خپاره شويو راپور ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ د پاکستان خلک د واکمنو بنسټونو له هغو پالیسیو ملاتړ نهکوي، چې په کې افغان ملکي وګړي وژل کیږي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي پالیسي باید د ملکي ځاني زیانونو په اړه د خپلو خلکو اندونه په پام کې ونیسي او د ملکي افغانانو د کورونو له ویجاړولو ډډه وکړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو د پاکستان د پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.
تازه خبرونه
بیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.
بیات بنسټ په مبارکه روژه کې د خپلو مرستو لړۍ تر میدان وردګ ولایت پورې رسولې او لسګونو اړمنو کورنیو ته یې خپل اړوند خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.
دوی زیاته کړې؛ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اړمنو خلکو ته د دغو بشري مرستو وېش په پام کې نیول شوی دی.
د بیات بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: “د مبارکې روژې پر مناسبت د بیات بنسټ د مرستو پر دوام سربیره، چې پخوا په بېلابېلو ولایتونو کې وېشل شوې وې؛ نن مو له نېکهمرغه د میدان وردګ ولایت مستحقو او بې ځایه شویو خلکو ته وړاندې کړې.”
بې کاري په ټول هېواد کې د خلکو د بېوزلۍ یو علت دی او له همدې کبله ډېری کورنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له نورو خیریه موسسو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کړې او وایي، چې اړوند خیریه بنسټونه دې هم په دې سختو شرایطو کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
د مرستې ترلاسه کونکی وایي: “مونږ له بیات بنسټ څخه مننه کوو، چې تر مونږ یې خپلې اړوند مرستې راورسولې.”
بیات بنسټ د مرستو پر وېش سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، جوماتونو جوړولو او ژورو څاګانو کېندلو په برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
است.
تازه خبرونه
یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې پرلهپسې تاوتریخوالی په سیمه کې روان بشري وضعیت نور هم خرابوي.
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دا بنسټ، چې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې پېښې ثبتوي؛ د بې ځایه کېدا او په مرستو رسولو کې د خنډونو له زیاتوالي راپور ورکوي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له شپږویشتمې څخه د مارچ تر دوهیمې پورې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ دا تلفات د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د هوایي بریدونو له کبله ثبت شوي، چې پکتیکا او ننګرهار هم رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم راپور ورکړی، چې په پېنځه ولایتونو کې شاوخوا ۱۶زره ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. د جګړې له کبله رامنځته شوي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی او له پاکستان څخه راستنېدونکي افغان کډوال یې نور هم زیانمن کړي دي.
یوناما ټینګار کړی، چې د نورو ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جګړې سمدستي بندول او د مرستندویه ادارو لپاره بې خنډه لاسرسی اړین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ملي دفاع وزارت ویلي؛ “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي او له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.”
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه3 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار4 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
