سیمه ییز خبرونه
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د خپل نوي ګډ دفاعي تړون د عملي کولو پر لوري یو بل ګام پورته کړ او د دې تړون له مخې یې د جوړې شوې ګډې کمیټې لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده.
د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د دغه ائتلاف دایمي دارالانشاء به په ریاض کې جوړېږي او تمه ده، چې لومړنی سرمنشي به یې له پاکستان څخه وي.
دغه ائتلاف د اګست پر اوومه د دې درې هېوادونو له لوري د « مکې ګډ دفاعي تړون» له لاسلیک وروسته رامنځته شو. د تړون له مخې، پر یوه غړي برید به پر ټولو درې غړیو برید ګڼل کېږي.
فیدان ویلي، دغه ائتلاف د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د کورنیو چارو په اړه د نه لاسوهنې پر درناوي ولاړ دی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم د ګډون لپاره پرانیستی دی.
د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو ګډون کړی و. په خبرو کې د پوځي وړتیاوو د همغږۍ، ګډو پوځي روزنو، د دفاعي صنعت د همکارۍ، ګډ تولید او څېړنې او د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ په اړه بحث وشو؛ خو اوس هم دا پوښتنې پخپل ځای پاتې ده، چې د یوه واقعي پوځي کړکېچ پر مهال به دغه تړون څنګه عملي کېږي.
د استانبول غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او له یوې میاشتې وقفې وروسته د دوشنبې پر ورځ د امریکا او ایران ترمنځ بیا بریدونه شوي دي.
واشنګټن ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران دوه راکټ توغونکي ویشتلي دي. ایران وروسته ادعا وکړه، چې په اردن او متحده عربي اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي؛ خو دواړو هېوادونو رد کړې، چې پر پوځي اډو یې برید شوی دی.
دغه بدلونونه د پاکستان لپاره یوه حساسه ننګونه رامنځته کوي؛ ځکه دغه هېواد له سعودي عربستان سره نږدې امنیتي اړیکې لري؛ خو په ورته وخت کې هڅه کوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
فیلډ مارشال عاصم منیر د اګست پر څلیریشتمه تهران ته تللی و او له ایراني لوړپوړیو چارواکو سره یې خبرې کړې وې. پاکستان هڅه کوي، چې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د دوامدار تړل کېدا د ستونزې د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بېرته پیاوړې کړي.
شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه درې اړخیز تړون د ایران پر ضد د یوه اقدام په توګه وپېژندل شي، د پاکستان دریځ به نور هم ستونزمن شي.
دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې دا تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نهدی.
دغه تړون ښايي په پای کې له درې بنسټګرو غړیو څخه د نورو هېوادونو تر ګډون پورې پراخ شي. پاکستان او ترکیې هم ویلي، چې نور هېوادونه کولی شي له دغه تړون سره یوځای شي.
مصر د احتمالي غړیو له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. قاهرې له دې مخکې د سیمهییز ثبات په اړه له پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې سره په بحثونو کې ګډون کړی او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د مصر غړیتوب ممکن دی. ویل کېږي مصر د پرېکړې له کولو مخکې د دې غړیتوب حقوقي او اساسي قانوني پایلې ارزوي.
بنګلهدېش هم په څرګنده له دغه تړون سره له لېوالتیا خبره کړې ده.
په خلیجي سیمه کې قطر، کویټ او بحرین هم احتمالي غړي یاد شوي؛ ځکه له درې بنسټګرو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او د خپلو امنیتي همکاریو د پراخولو لېوالتیا لري.
د تړون هر ډول پراختیا به د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د نويو غړیو د منلو او هغوی ته د امنیتي ژمنو د ورکړې په اړه هوکړې ته اړتیا ولري.
د استانبول غونډه د دې لپاره یو مهم لومړی ګام بلل کېږي، چې د مکې دفاعي ائتلاف له یوه سیاسي تړون څخه یوه منظم سیمهییزې امنیتي ونډې ته واوښت.
سیمه ییز خبرونه
د یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.
د یمن دولتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر ملاتړ د بابالمندب سټراټیژیک تنګي شاوخوا ساحلي سیمې د حوثیانو له ولکې وایستلې او تر المخا ښار پورې ورسېدل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.
د یمن دفاع وزارت هم د دغه ښار له سقوط خبر ورکړی دی.
که دا تائید شي ښايي د سرې بحیرې پر مهمې لارې د حوثیانو ولکه راکمه کړي؛ هغه لار، چې د هرمز تنګي له تړل کېدا سره یوځای یې د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي، خو حوثیان اوس هم په نورو سیمو کې له خپلو مورچلو څخه پر بېړیو د بېپیلوټه الوتکو د برید امکان لري.
حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر څو هدفونو بریدونه کړي؛ په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په رابغ کې د ارامکو چاڼخونه، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط پوځي اډه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف هم په حدیده ولایت کې د سمندري عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.
دولتي ځواکونو له دې مخکې بابالمندب تنګي ته څېرمه د ذباب ولسوالۍ مهمې سیمې، چې یوهوايي ډګر هم په کې دی؛ نیولی و.
دغه راز حوثیانو د تعز ښار په شاوخوا کې د پرمختګ ادعا کړې ده.
د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، دغې ډلې د یوې غرنۍ لارې یو شمېر برخې نیولي او د تعز–عدن لاره یې تړلې ده؛ خو یوه دولتي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.
د جګړو زیاتېدا په یمن کې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې له بیا پیل راپدېخوا شاوخوا ۱۸۴ زره کسان بېځایه شوي دي.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې یوې بېړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې د «مکې دفاعي تړون» له مخې به په سعودي عربستان کې ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کوي. دمکې تړون، چې په اګست کې لاسلیک شوی؛ د هر یوه هېواد پر وړاندې وسلهوال برید د ټولو درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼي.
سیمه ییز خبرونه
د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسلهوال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.
د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسلهوال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.
د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.
حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.
د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.
حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نهده
العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمهییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.
دغه راز، رویټرز د سیمهییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.
حوثیانو تېره میاشت د بابالمندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.
د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.
پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.
د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بېځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
هند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
نوي ډیلي د اسلامآباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.
هند او پاکستان د جمعې پر ورځ له یوې سرحدي پېښې وروسته د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل.
نوي ډیلي د اسلامآباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې هندي سرحدي ځواکونو د جمعې پر ورځ د بدیان په اړوند سرحدي سیمه کې دوه بېوسلې پاکستاني ملکي وګړي« له پارونې پرته او په مرګوني ځواک» وژلي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې:« پاکستان پر کلکه هغه هر ډول هڅه ردوي، چې وژل شوي کسان “نفوذي کسانو” معرفي کړي.»
اسلامآباد د هند د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او د دغې پېښې په اړه یې د« سمدستي، رڼې او باوري څېړنې» غوښتنه کړې ده.
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ادعاوې« بېبنسټه او له موخې سره تړلې» بللې او څرګندوي، چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د هغه څه له کبله احضار کړی، چې هند یې« له پاکستان څخه د ناقانونه نفوذ د دوام آسانتیا» بولي.
هند ویلي، درې کسان د پنجاب ایالت د فیروزپور سیمې ته ننوتلي وه او د هندي سرحدي ځواکونو له پرلهپسې خبرداریو سره سره، چې پاکستان ته ستانه شي؛ د پولې د اغزن سیم پر لور روان شوي وه.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو کسانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ؛ ځکه دغو کسانو« د امنیت سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.
نوي ډیلي له پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلې خاورې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي او د پولې او دوهاړخیزو هوکړو درناوی وکړي.
د هند او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ز. کال له څلور ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته وه، اوس هم ترینګلې دي. دغه جګړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د وسلهوال برید له کبله ۲۶ کسان ووژل شول.
هند پاکستان د دغه برید په ملاتړ تورن کړ؛ خو اسلامآباد دا تور رد کړی دی.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه21 hours agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
تازه خبرونه3 days agoمونږ د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور
