Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان باید د خپلې «بې‌شرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بې‌شرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند پاکستان ته د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د پوځي ځواب خبرداری ورکړی او وایي، چې د اسلام‌آباد ځانګړې پوځي کړۍ د ملکي افغانانو کورونه بمبارډوي او هم په پاکستان کې له داعش وسلوالو ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بې‌شرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»

هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.

هغه زیاته کړې؛ په ننګرهار کې د ۲۲ کسیزې کورنۍ کور پر نښه شوی، چې ۱۷ کسانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي. په پکتیکا کې هم د ماشومانو یوه مدرسه بمبارډ شوې، چې له کبله یې یو ماشوم ټپي دی او څو ودانۍ زیانمنې شوې دي.

هغه ټینګار کړی: په بمبارډ شویو ملکي سیمو کې « هیڅ وسلوال کسان نه‌ول؛ یوازې ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې‌ ده.»

مجاهد ویلي؛ د پاکستان پوځیانو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د داعش عناصرو ته پناه ورکړې او څرګندوي، چې ځینې یې د افغانستان دننه د بریدونو لپاره هم کارول شوي دي.

هغه وایي؛ د افغانستان په قلمرو کې د اسلامي امارت له عملیاتو وروسته داعش «له منځه وړل شوې» دی.

هغه همداراز د اسلام‌‌آباد په اړه ویلي، چې په سیمه کې بې‌ثباتي او ناامني رامنځته کوي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: «مونږ باور لرو، چې د پاکستان دننه یوې ځانګړې پوځي کړۍ ته د سیمې د بې‌ثباته کولو دنده سپارل شوې ده.»

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې چټکې خړې پړې شوې دي. پاکستان پر کابل تور پورې کوي، چې د وسلوالو بریدونو په مهارولو کې پاتې راغلی؛ خو افغان چارواکو ویلي، چې د پاکستان ستونزې کورنۍ دي او له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

د سوداګرۍ لپاره مهمې دروازې هم تر ډېره له میاشتو راپدېخوا تړلې پاتې شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو وغوښتل؛ پر پاکستان دې فشار راوړي، چې خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

هغه وایي: « مونږ غواړو؛ ټول هېوادونه دې په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او ثبات ملاتړ وکړي او د پیاوړتیا لپاره یې باید مرستې ترسره کړي، چې وکولی شوو سیمه د تلپاتې ثبات پر لوري بوځو.»

هغه زیاته کړې: « مونږ غواړو سیمه‌ییز او اسلامي هېوادونه خپل مسوولیت درک کړي او پاکستان وهڅوي، چې خپله تګلاره بدله کړي. هېوادونه باید خپل نفوذ وکاروي، چې د دې ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.»

سره له دې ترینګلتیاوو ذبیح‌الله مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ډېر نږدې ګاونډیان وباله، چې ډېرې ګډې ګټې لري؛ خو څرګندوي، چې «اسلام‌آباد دې د کابل له ملامتولو پرته خپلې امنیتي ستونزې حل کړي.»

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!