تازه خبرونه
پاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بېساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (UNHCR) وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سږ کال له ۱۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال نیولي، چې دا تر ټولو لوی شمېر دی.
د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بېساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.
د یواناچسيآر د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو ۷۶ سلنه د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي یا بې اسناده کډوال ول. په داسې حال کې، چې ۲۴ سلنه یې د پياوآر کارتونو لرونکي کډوال ثبت شوي دي.
د نیولو زیاتوالی له هغې وروسته زیات شو، چې د پاکستان حکومت په دوه بېلابېلو حکمونو کې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه افغان کډوال جبري وایستل او پولیسو ته یې د پياوآر کارت لرونکو د نیولو واک ورکړ.
دې بنسټ دا هم تائید کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره نغدي مرسته د مرستندویانو لهخوا د مالي ملاتړ د کمښت له کبله کمه شوې ده. دا هغه مسله ده، چې زرګونه زیانمنې کورنۍ یې د خوړو، کرایې او ژمي د اړتیاوو په ترلاسه کولو کې له پوره ستونزو سره مخ کړې دي.
پر افغان کډوالو فشار نه یوازې په پاکستان کې زیات شوی، بلکې ایران هم د افغان کډوالو په نیولو او جبري ایستلو کې هم له پام وړ زیاتوالی خبر ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې بشري حقونه او مرستندویه بنسټونه یې په سیمه کې د ساتنې د اقداماتو د کمزوري کېدا په اړه اندېښمن کړي دي.
بشري بنسټونو د پاکستان او ایران له حکومتونو غوښتنه کړې، چې د کډوالو هر ډول راستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو قوانینو سره سمه وي. دوی ان ګواښ کړی دا پراخ جبري ایستل کولی شي ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې نوره بې ثباتي هم رامنځته کړي، چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ به د سرپناه، کار او اساسي خدماتو پرته پاتې شي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تحول5 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
