Connect with us

تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه

جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.

خپور شوی

د

د فډرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) په اسلام‌آباد کې د ویزو د جعل کارۍ یوه پېچلې ډله کشف او له منځه وړې، چې سلګونو افغانانو ته یې د جعلي پاکستاني اسنادو پر کارولو بهرنیو هېوادونو ته د کار ویزې ترلاسه کړي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د FIA د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) درې مهم کسان، محمد عالم زیب، آصف خان او هارون رشید نیولي دي، چې افغانانو ته یې سعودي عربستان شاوخوا ۱۰۰ جعلي کاري ویزې په ورکولو کې مهم رول درلود. په دې بهیر کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه، د نایجریا ماشین لوستلو وړ پاسپورټونه او جعلي ملي هویت کارتونه (CNICs) کارول شوي وه.

یوازې عالم زیب ۳۱ ویزې، آصف خان څلور ویزې او هارون رشید ۵۸ جعلي ویزې ورکړې دي.

دوه نور کسان محمد اسحاق خان او سید احسان شاه هم د همغږۍ په عملیاتو کې نیول شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۹۳ افغانانو ته د اسنادو په ورکولو کې پر مرسته کولو تورن دي. ویل کیږي، چې احسان شاه ۵۸۰ افغانانو ته او اسحاق خان ۲۲ نورو ته اسناد چمتو کړي دي.

د درغلۍ کچه

د لومړنیو موندنو له مخې؛ شاوخوا ۷۰۰ افغانانو د دې شبکې پر کارولو جعلي ویزې او د هویت اسناد ترلاسه کړي دي. FIA د پاسپورټ او د وګړو د ثبت ملي ادارې (نادرا) په څانګو کې د دولتي کارمندانو د احتمالي ښکېلتیا په اړه هم پلټنه کوي.

جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.

دا عملیات د FIA د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې د انساني قاچاق، ویزې او اسنادو له جعل پورې اړوند جرمونو سره مبارزه کوي. د بېلګې په توګه، په تېر ډسمبر کې د FIA د کډوالۍ افسرانو څو کسان د افغانانو په ګډون پولنډ ته د الوتنې پر مهال له جعلي ویزو سره ونیول.

د سږ کال د پخوانیو ورته عملیاتو پر مهال په پېښور کې هم دوه قاچاق وړونکي د جعلي پاکستانيو پاسپورټونو پر کارولو ایټالیا ته د افغانانو د لېږدولو پر تور او ۱۵ پاسپورټونه او ګرځنده تلیفونونه ورسره ونیول شول.

په لاهور کې ورته تحقیقاتو د FIA د لس کارکوونکو او د سفر د ادارې د شپږ استازو د محاکمې لامل شول، چې د جعلي اسنادو پر کارولو یې سعودي عربستان ته د ۴۱ افغانانو د سفر په کولو کې مرسته کړې وه.

FIA خبرداری ورکړی، چې دا ډول شبکې یوازې یوه ساده درغلي نده، بلکې د ملي امنیت او د پاکستان د کډوالۍ سیسټم اعتبار ته ګواښ هم دی.

دې ادارې ژمنه کړې، چې د پاسپورټ او وګړو د ثبت کارکوونکو پلټنه به چټکه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې یوازې د رسمي سرچینو له لارې د ویزو او اسنادو اعتبار وارزوي.

تازه خبرونه

ملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي

د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلام‌جار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.

Published

on

د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د خوراکي او اړینو توکو په پېرلو کې د افغانستان کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلام‌جار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.

د هرات والي کډوالو د راستنېدا په لومړۍ څپه کې د ملګرو ملتونو د ادارو له همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کډوالو د نوي څپې په صورت کې سیمه‌ییزه اداره د دوی اړتیاوو ته د رسېدا لپاره چمتو ده.

اسلام‌جار د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنعتي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندلو لپاره له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د بانکي محدودیتونو لرې کولو د ویزې د صادرولو آسانتیا او د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د انلاین خدماتو غوښتنه وکړه.

ویل کیږي، چې انډریکا راتواټه د هرات والي د نظرونو او وړاندیزونو د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ؛ ملګري ملتونه به په راتلونکي کې هڅه وکړي، چې له افغان تولیداتو څخه اړین توکي واخلي او په بېلابېلو سکټورونو کې به له سیمه‌ییزې ادارې سره خپله همکاري روانه وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.

Published

on

د تېرې شپې په وروستیو کې د خوست ولايت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په اړوند سيمه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه ترسره شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.

دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ د کـونړ ولايت د منورې ولسوالي پر بېلابېلو سيمو۳۲ مرمۍ لګېدلي، چې زیانونه نلري.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرکاڼو ولسوالي پر بېلابېلو کلیو او بانډو؛ ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوې سیمو۱۱۰ مرمۍ لګېدلي، چې ځاني زیان نلري؛ خو د جعفر نومي کس کور ویجاړ شوی دي.

ویل کیږي، چې د دې ولایت د ناړۍ ولسوالي پر دوکلام، بریکوټ او څونګلي سيمو هم ۶۵ مرمۍ لګېدلي، چې ولسي خلکو ته يې درانده مالي زيانونه اړولي او د خاص کونړ ولسوالۍ پر لکې تیګي، لړم کڅ او شالۍ سیمو۱۴ توپونه لګېدلي، چې مالي او ځاني زيان نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ وانګ یی د ایران پر وضعیت د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره باید امریکا او اسرائیلو پوځي عملیاتو ودروي.

Published

on

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ وانګ یی د ایران پر وضعیت د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره باید امریکا او اسرائیلو پوځي عملیاتو ودروي.

هغه دا هم ویلي، چې چین پر خلیج هېوادونو له بریدونو ملاتړ نه‌کوي او پر ملکي وګړو او ملکي ودانیزو بنسټونو د بریدونو غندنه کوي.

دغه راز په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو هم بحث شوې.

وانګ یی ویلي، چې د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ سفر پیل کړی، چې د خبرو او پخلاینې زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې لومړی باید د کړکېچونو د زیاتېدا مخه ونیول شي او ژر تر ژره دواړه خواوې د خبرو اترو میز ته راستانه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!