تازه خبرونه
په افغانستان کې د ټاپي پروژې نللیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی
د ټاپي پروژې مشر عبداللهیوف له هرات والي سره د پروژې د پرمختګ په اړه لنډ راپور شریک کړی او وایي، چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نللیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی دی.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ټاپي پروژې مشر له هرات والي اسلامجار سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د نللیکې د غځولو له چټک پرمختګه خبر ورکړی دی.
د ټاپي پروژې مشر عبداللهیوف له هرات والي سره د پروژې د پرمختګ په اړه لنډ راپور شریک کړی او وایي، چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نللیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی دی.
د هرات والي د ټاپي پروژې د پرمختګ د چټکولو لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
اسلامي امارت چارواکو څه وخت مخکې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نللیکې له درې کیلومټره غځولو خبر ورکړی و.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دې پروژې کار پراخه شوی دی.
ټاپي د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د لېږدولو پروژه ده.
د یادونې ده، چې ټاپي پروژه یوه اړینه اقتصادي او سیمهییزه پروژه ده، چې څه موده مخکې د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت او ترکمنستان د چارواکو لخوا په رسمي ډول پیل شوه او اقتصادي کارپوهان دا پروژه د افغانستان د اقتصادي هوساینې لپاره حیاتي ګڼي.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د خوراکي او اړینو توکو په پېرلو کې د افغانستان کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي کډوالو د راستنېدا په لومړۍ څپه کې د ملګرو ملتونو د ادارو له همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کډوالو د نوي څپې په صورت کې سیمهییزه اداره د دوی اړتیاوو ته د رسېدا لپاره چمتو ده.
اسلامجار د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنعتي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندلو لپاره له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د بانکي محدودیتونو لرې کولو د ویزې د صادرولو آسانتیا او د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د انلاین خدماتو غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې انډریکا راتواټه د هرات والي د نظرونو او وړاندیزونو د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ؛ ملګري ملتونه به په راتلونکي کې هڅه وکړي، چې له افغان تولیداتو څخه اړین توکي واخلي او په بېلابېلو سکټورونو کې به له سیمهییزې ادارې سره خپله همکاري روانه وساتي.
تازه خبرونه
په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.
د تېرې شپې په وروستیو کې د خوست ولايت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په اړوند سيمه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ د کـونړ ولايت د منورې ولسوالي پر بېلابېلو سيمو۳۲ مرمۍ لګېدلي، چې زیانونه نلري.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرکاڼو ولسوالي پر بېلابېلو کلیو او بانډو؛ ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوې سیمو۱۱۰ مرمۍ لګېدلي، چې ځاني زیان نلري؛ خو د جعفر نومي کس کور ویجاړ شوی دي.
ویل کیږي، چې د دې ولایت د ناړۍ ولسوالي پر دوکلام، بریکوټ او څونګلي سيمو هم ۶۵ مرمۍ لګېدلي، چې ولسي خلکو ته يې درانده مالي زيانونه اړولي او د خاص کونړ ولسوالۍ پر لکې تیګي، لړم کڅ او شالۍ سیمو۱۴ توپونه لګېدلي، چې مالي او ځاني زيان نلري.
تازه خبرونه
چین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ وانګ یی د ایران پر وضعیت د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره باید امریکا او اسرائیلو پوځي عملیاتو ودروي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمهییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ وانګ یی د ایران پر وضعیت د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره باید امریکا او اسرائیلو پوځي عملیاتو ودروي.
هغه دا هم ویلي، چې چین پر خلیج هېوادونو له بریدونو ملاتړ نهکوي او پر ملکي وګړو او ملکي ودانیزو بنسټونو د بریدونو غندنه کوي.
دغه راز په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو هم بحث شوې.
وانګ یی ویلي، چې د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ سفر پیل کړی، چې د خبرو او پخلاینې زمینه برابره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې لومړی باید د کړکېچونو د زیاتېدا مخه ونیول شي او ژر تر ژره دواړه خواوې د خبرو اترو میز ته راستانه شي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
