Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو له پامه غورزولو د نړیوال تعامل مخه نیولې

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د سې شنبې پر ورځ امنیت شورا ته څرګنده کړه؛ نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومتولۍ په اړه د هغوی له تګلارو سره د ژور اختلاف باوجود هم د خپلو خبرو بهیر روان وساتي.

روزا اوتنبایوا، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري هم کوي؛ په اوسنیو هڅو کې یې د مثبت لوري د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ښکېلتیا د یوې نوې تګلارې غوښتونکې شوه.

هغې ويلي: د ټولو خواوو د باور نه‌شتوالى د باور د رامنځته کولو پر وړاندې يو لوی خنډ دى، خو د خبرو اترو دروازې اوس هم پرانستې دي.

هغه څرګندوي: دا شېبه، له ستونزو سره – سره؛ یو فرصت دی. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د خبرو دروازې نه‌تړل کیږي.

اوتونبایوا ویلي، چې ښکېلتیا او اړیکې د طالبانو له ۵۰ څخه د زیاتو فرمانونو له کبله کمزوره شوي، چې موخه یې له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د میرمنو لرې کول دي.

هغې زیاته کړې: هغه سياستونه، چې د ښځو د بې برخې کېدو لامل ګرځي؛ نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نه‌دي.

هغې همداراز د ملګرو ملتونو د نوي راپور د څرګندونو له مخې، چې له ۵۰۰ څخه د ډېرو افغان ښځو سره مرکو پر بنسټ جوړ شوي؛ په سلو کې ۴۶ ښځو ویلي، چې اسلامي امارت باید په هیڅ صورت پر رسمیت ونه‌پېژندل شي.

هغې وویل: په هرصورت پوښتنه دا ده، چې ایا سره له دې پالیسیو له چارواکو سره ښکېلتیا وساتل شي او  یا یې له کبله ودرول شي.

د یوناما نظر دا دی، چې مونږ باید ښکېلتیا او خبرې اترې روانې وساتو.

هغه وایي: مذاکرات پر رسمیت پېژندنه نه‌ده. ښکېلتیا د دې پالیسیو د منلو معنا هم نه‌لري. برعکس: خبرې اترې او ښکېلتیا هغه څه دي، چې مونږ د دې پالیسیو د بدلولو هڅه کوو.

اوتونبایوا شورا ته څرګنده کړې، چې دا ښکېلتیا کولی شي جوړوونکې او هدف لرونکې وي او سره له دې اصولي پاتې شي.

هغې ټینګار وکړ: د ښکېلتیا یوه نوې جوړه شوې ستراتیژي باید لومړی دا ومني، چې واکمن بالفعل د افغانانو د هوساینې لپاره په ټولو اړخونو کې په ځانګړي توګه د ښځو په اړه مسوولیت لري.

په نورو برخو کې به د رښتینو چارواکو اوږدمهاله اندېښنو ته د رسیدو لپاره میکانیزمونه شامل وي؛ دغه راز د افغانانو ترمنځ صادقانه خبرې اترې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د طالبانو ( اسلامي امارت ) له بیا واکمنېدو سره پرې شوې دي.

هغې دا هم ویلي؛ سربېره پردې د نړیوالې ټولنې یو  همغږۍ ته هم اړتیا شته.

د ملګرو ملتونو د جندر د برابرۍ د ادارې مشرې سیما باهوس هم د ملګرو ملتونو د ښځو شورا ته معلومات ورکړل.

هغې اړوند استازیو ته وویل، چې د طالبانو فرمانونه افغانستان ته په کال کې شاوخوا یو میلیارد دالر لګښت لري، چې یوازې به زیات شي.

دغه فرمانونه د هغه هېواد ناوړه بشري وضعیت نور هم خرابوي، چې د نفوسو دوه پر درېیمه برخه یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۲۰ میلیون په ځانګړي توګه میرمنې او نجونې د سختې لوږې سره مخ دي.

هغې ټینګار وکړ، چې د پرمختګ لاره باید د ښځو له غږونو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سمه هدایت شي.

باهوس وړاندیز وکړ، چې د امنیت شورا هغه کمیته، چې د افغانستان پر ضد د بندیزونو څارنه کوي؛ یوه غونډه راوبولي، چې په دې هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو مخنیوی وڅېړي.

هغې زیاته کړه: مونږ باید هغه پیغامونه په پام کې ونیسو، چې د افغانستان وضعیت په بشپړ ډول یا په ځانګړي ډول د بشري بحران په توګه ښیي.

هغې څرګنده کړې؛ دا یو اقتصادي بحران دی، د رواني روغتیا بحران، د پراختیا بحران او نور ډېر څه. هغه اړیکه، چې دا بېلابېل اړخونه سره نښلوي د ښځو د حقونو بحران دی. دا باید لومړنۍ کرښه وي؛ له دې لارې باید مونږ وپوهیږو، چې څه رامنځته کیږي او څه باید وکړو.

هغې همداراز له استازو وغوښتل، چې په نړیوال قانون کې د جنسي اپارتاید لپاره د ځای ورکولو له هڅو بشپړ ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

  چین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي

ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي، چې چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې ۹ سرحدي ودانیز بنستونه جوړ کړي.

د راپورونو له مخې؛ دا تړون د تاجکستان د استازو جرګې د هېواد د پارلمان په غونډه کې تصویب کړی دی. د دې پروژې له پلي‌کېدا موخه د تاجک سرحدي ځواکونو تخنیکي او تجهیزاتي وړتیاوو پیاوړې کول دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا ودانیز بنسټونه به د څارنې پرمختللي سیسټمونه، مخابراتي تجهیزات او پر انجینرۍ سمبال ودانیز بنسټونه ولري.

ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.

د تاجکستان د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې څو نور سرحدي ودانیز بنسټونه جوړ شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

Published

on

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې له‌خوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.

چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.

په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.

ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

نورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو پر پراختیا بحث اوخبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره په ځانګړي توګه د پنبې، انارو، جلغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو افغان صادراتي توکو په برخو کې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کېدا او برابرولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګمرکي، ټرانزیټي او ټرانسپورتي آسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د چینایي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا د ډاډ وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د چین په سټراټیژۍ کې افغانستان د پانګونې لپاره طبیعي او نه هېریدونکي فرصتونو لري.

هغه د دواړو هېوادونو د مسوولو ادارو او خصوصي سکټورونو د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وګڼله.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاوو او د پانګونې د پراخولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!