تازه خبرونه
په افغانستان کې ميليونونه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نلري
د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې اوسمهال په دې هېواد کې ميليونونه خلک روغتيايي خدمتونو ته له لاسرسي نلري.
دغې کمېټې د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۸ ) ټویټ کړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو له کبله زرګونه روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړل شوي او یا هم بندیږي.
د يادې کمېټې په وينا، په ټول افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو د تړلو او بندېدو له کبله ډېري ناروغان روغتونونو او کلينيکونو ته د رسېدو لپاره اوږده سفرونه کوي.
د سره صليب کمېټه ټينګار کوي، چې اوسمهال ډېر خلک په شخصي کلينيکونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نلري.
په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي وه، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د وروستۍ څپې او د شري ناروغۍ د زیاتېدو له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی.
د کمیشنر د څرګندونو له مخې، په زرګونه افغان روغتیایي کارمندانو او ښوونکیو ته له څه مودې راپدیخوا معاش ندی ورکړ شوی.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې د روان کال له پیل راپدیخوا په افغانستان کې د شري ناروغۍ څه باندې ۱۸ زره پېښې ثبت شوي، چې ۱۴۲ ماشومانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تازه خبرونه
شاهین: پاکستان با روابط عادی افغانستان و هند مخالف است
تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې د روږدو پر روغتون د خونړي برید د غندنې تر څنګ د مشروع دفاع اعلان هم وکړ
امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستانیو پوځیانو هوايي بریدونه نه یوازې وغندل، بلکې د افغانستان د مشروع دفاع اعلان یې هم وکړ او زیاتوي، چې په دې برید کې له ۴۰۸ څخه ډېر ناروغان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.
هغه دا برید له بشري او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ګڼلې او د پاکستان پوځي رژیم یې په قصدي ډول د ملکي ودانیزو بنسټونو پر نښه کولو تورن کړ.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ دا برید د چین په ګډون د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو سره – سره او د افغانستان لهخوا د نیکنیتۍ وروسته تر سره شوی. لکه د روژې په مبارکه میاشت کې د پاکستانيو بندیانو خوشې کول.
دغه راز متقي ویلي، چې له فبرورۍ راپدېخوا د بېلابېلو ولایتونو په ملکي سیمو کې تکراري بریدونو پر ډیپلوماټیکو حل لارو باور له منځه وړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه روان وساتل شي؛ نو افغان ځواکونه به “متناسب او مشروع” دفاعي اقداماتو ته هم دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ؛ افغانستان جګړه نه غواړي، خو له خپل ملي حاکمیت او خاورې څخه به دفاع کوي.
هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې؛ په ځانګړي توګه د سیمې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل، چې دا برید وغندي او خبرداری یې ورکړ: د پاکستان لهخوا د تاوتریخوالي دوام سیمه بېثباته کوي او لویې اقتصادي او پرمختیایي پروژې له خطر سره مخ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د پاکستان په روانه شخړه کې ملکي وګړي وژل کیږي- یوناما
د یوناما په نننۍ (سېشنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ويلي، چې له کابل سره د اسلامآباد په روانه شخړه کې د افغانستان ملکي وګړي مرګ او ژوبله ویني.
د یوناما په نننۍ (سېشنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.
یوناما زیاته کړې؛ دا قوانین په روغتونونو او امبولانسونو هر ډول بریدونه منع کوي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د کب له پېنځمې څخه تر پېنځهویشتمې / د فبرورۍ له څلیریشتمې څخه د مارچ تر شپاړلسمې پورې د دښمنیو په پایله کې لږ تر لږه ۷۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.
ویل کیږي، چې یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي کمولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې او له افغانستان او پاکستان څخه یې وغوښتل؛ د نړیوال قانون له مخې مسوولانه عمل غوره او د ملکي وګړو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، چې د دوشنبې پر شپه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د ترسره شوي له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول.
-
تازه خبرونه3 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري3 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
