Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په تهران کې لسګونه زره کسانو د علي خامنه‌يي په جنازه کې ګډون وکړ

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

خپور شوی

د

 

لسګونه زره کسانو د شنبې پر ورځ د تهران په مصلای بزرګ کې د ایران د رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې و چې د امریکا او اسرائیل له‌خوا د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې وژل شوی و؛ ګډون وکړ.

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم د هغه د مړینې په تړاو د یوې اوونۍ د ماتم د پروګرام برخه ده، چې ایراني چارواکو ترتیب کړی دی. د هغه تابوت، چې یوه ورځ د ایراني لوړپوړیو چارواکو او بهرنیو پلاویو د درناوي لپاره په ځانګړي ځای کې اېښودل شوی و؛ د شنبې پر ورځ په یوه ښیښه‌ییز پوښ آزاد نندارې ته وړاندې شو. د هغه د لور، زوم، ناوې او ۱۴ میاشتني لمسي تابوتونه هم ورسره اېښودل شوي وه.

تر اوسه د مجتبی خامنه‌يي، چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ایران رهبري پر غاړه اخیستې او ویل کېږي په همدې برید کې ټپي شوی هم دی؛ هیڅ تازه انځور یا عامه حضور نه‌دی ثبت شوی.

د مراسمو پر مهال ماتم کوونکو سینه‌وهله او د «مرګ پر امریکا» په ګډون یې شعارونه ورکول.

د مراسمو یوه ګډونوال آرش رحیمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« ټول هغه کسان، چې دلته راغلي، د خپل رهبر د وینې د غچ اخیستو لپاره راغلي دي. لکه څنګه، چې زمونږ رهبر ویلي وه؛ مونږ له امریکا سره د وینې حساب لرو او زمونږ اړیکې به هېڅکله هم ورسره ښې نه‌شي.»

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته درېدلې ده. ایراني چارواکي دغه هوکړه د اقتصادي لاسته‌راوړنو لپاره زمینه او د خپلې بریا نښه بولي.

دغه راز د اکسیوس خبري اوب‌پاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سولې خبرې د جنازې د مراسمو له کبله د یوې اوونۍ لپاره ځنډېدلې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: امریکا کولی شول د جنازې په مراسمو کې د ایران ټول مشران «په یوه برید کې» پر نښه کړي؛ خو دا کار یې ونه کړ، ځکه په هغه صورت کې «د خبرو لپاره به څوک نه‌پاتې کېدل.»

ټرمپ د ماتم د مراسمو د انځورونو په اړه هم ویلي، چې د ځینو ایرانیانو ژړا ته حیران شوی؛ ځکه ده ګومان کاوه خلک له خامنه‌يي کرکه لري او زیاتوي:« ښايي دا اوښکې رښتینې نه‌وي.»

په ارمنستان کې د ایران سفارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس لیکلي:« تاسې دا موضوعات نه‌‌شئ درک کولی؛ ځکه نه تمدن لرئ، نه تاریخ او نه هم شرافت.»

د جګړې پر مهال له درې زره ډېر کسان، چې یو شمېر لوړپوړي سیاسي چارواکي او پوځي قومندانان هم په کې ول؛ ووژل شول او د ایران بنسټیزو او پوځي تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل. په مقابل کې ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې یې د نړۍ د تېلو د بیو په لوړېدا کې رول ولوباوه.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لنډمهالې هوکړې له مخې، د ایران میلیارډونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې او د مالي بندیزونو یوه برخه هم ځنډول شوې ده.

ایراني چارواکو ویلي، چې له تهران وروسته به د علي خامنه‌يي جسد قم، بیا د عراق نجف او کربلا او وروسته مشهد ته ولېږدول شي او په پای کې به د شیعه‌ګانو د یوه امام د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به میلیونونه کسان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC)  پر تاسیساتو برید کړی دی.

Published

on

 

امریکايي جنګي الوتکو د نومبر پر اووه‌لسمه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د ایران پر پوځي تاسیساتو برید کړی؛ بحرین او کویټ له نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او په خلیجي سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC)  پر تاسیساتو برید کړی دی.

د دې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه برید پر امریکايي پرسونل او پوځي شتمنیو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي پر قشم ټاپو د بریدونو پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې استوګنیزې سیمې، سوداګریز مرکزونه او مهمې بېخبناوې زیانمنې شوې نه‌دي. هغه د مرګ او ‌ژوبلې او پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې وه، چې د بحرین د شیخ عیسی په هوايي اډه کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو پر مرسته د امریکا پر یوه پوځي رادار برید کړی دی.

دې ځواک زیاته کړې، دا برید د امریکايي پوځي بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د ایران له هوايي حریم څخه د پرله‌پسې سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې امریکايي تجهیزاتو ته زیان نه‌دی اړول شوی او نه هم کوم امریکايي سرتېری ټپي شوی دی.

بحرین، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، د نومبر پر اته‌لسمه سهار وختي د نویو هوايي بریدونو له شنډولو خبر ورکړ او ایران یې پر دغه هېواد د بریدونو پر دوام تورن کړ.

د دې هېواد کورنیو چارو وزارت دوه بېړني خبرداري خپاره کړل او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي؛ خو وروسته یې اعلان وکړ، چې ګواښ پای ته رسېدلی دی.

د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د دښمنو بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې اقدام کړی؛ خو د دغو الوتکو سرچینه یې نه‌ده پر ګوته کړې او د مرګ او ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه یې هم معلومات نه‌دي ورکړي.

په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې کړکېچ زیات شوی

د پوځي نښتو له تازه پېښو سره هم‌مهاله، د هرمز تنګي په اوږدو کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو نور راپورونه هم خپاره شوي دي. هرمز تنګی د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د عمان د غنم ټاپو ته څېرمه یوې تېل‌وړونکې بېړۍ هغه مهال اور واخیست، چې له یوه ماین سره ولګېده.

د ایران پاسداران ځواکونو د څرګندونو له مخې، دغه بېړۍ په داسې سمندري مسیر کې روانه وه، چې تهران یې اجازه نه‌وه ورکړې.

په خبرپاڼه کې د بېړۍ نوم او د عملې د غړیو په اړه معلومات  ورکړ شوي نه‌دي.

ایراني ځواکونو په تنګي کې د نورو بېړیو له اور اخیستو هم خبر ورکړی؛ خو رویټرز ویلي، چې دغه ادعاوې یې په خپلواکه توګه  تائید کړي نه‌دي.

دغه راز د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د عمان د خصب بندر شمالي لوري ته د تر برید لاندې د نیول شوې تېل‌وړونکې بېړۍ عمله نه موندل کیږي.

د راپورونو له مخې، پر دې بېړۍ د نومبر پر شپاړلسمه لومړی برید شوی و، چې له هغې وروسته پرې دوه‌یم برید هم شوی او بیا یې اور اخیستی دی.

د ډیپلوماټیکو هڅو دوام

د پوځي فعالیتونو له بیا زیاتېدا سره- سره د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي او قطر او عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره خپلې اړیکې روانې ساتي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د نومبر پر اووه‌لسمه ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د راکمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د کړکېچ زیاتېدا به سمندري تګ راتګ، نړیوال اقتصاد او د هوکړې د ترلاسه کولو فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي او له ټولو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم عمان ته تللی او هلته یې له سلطان هیثم بن طارق او د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي دي.

د عمان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو خبرو کې د کړکېچ د کمولو او د بحران د سوله‌ییز حل لپاره د زمینې برابرولو پر هڅو بحث شوی دی.

په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدا او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ژر او مثبتې پای ته رسېدا غوښتنه کړې ده.

فیدان له تهران څخه غوښتي، چې د اختلاف د حل لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړي او ټینګار یې کړی، چې د سمندري تګ راتګ خونديتوب بېرته ټینګول او د ګاونډ هېوادونو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه مهمه ده.

دغه جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له‌خوا پر ایران د بریدونو له پیل سره رامنځته شوې ده. واشنګټن د ایران پر بندرونو بندیز لګولی دی. په داسې حال کې، چې تهران اوس هم د هرمز تنګي له لارې بحري تګ راتګ محدودوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بحري تګ راتګ د لاسرسي او د امریکا د بندیزونو پر سر اختلافونه اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي ائتلاف د توغول شويو بالسټیک توغنديو او بې‌پیلوټه الوتکو مخه ونیوله

حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.

Published

on

 

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې د ایران پلوه حوثيانو پر وړاندې جګړه کوي؛ وايي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور د توغول شويو دوه بالسټیک توغنديو او د دې هېواد په ختیځه نفت‌لرونکې سیمه کې د درې بې‌پیلوټه الوتکو مخنیوی کړی دی.

حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تېره اوونۍ پر ریاض د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي د تېلو دولتي شرکت آرامکو یوه اداري ودانۍ زیانمنه شوې وه.

د سعودي عربستان ختیځه سیمه، چې د دغه هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده؛ په تېرو څو اوونیو کې د حوثیانو د څو بریدونو موخه ګرځېدلې ده.

په دې سیمه کې د سعودي عربستان د تېلو او ګازو ډېری زېرمې پرتې دي او د آرامکو شرکت مرکزي دفتر هم په کې دی.

دغه دفتر هم د اوکټوبر د میاشتې په یوه برید کې سخت زیانمن شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې حوثیانو پر سعودي هوايي ډګرونو، بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي او سعودي عربستان هم په ځواب کې د یمن د حوثیانو پر مورچلو هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي

د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.

Published

on

 

د سعودي عربستان چارواکو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د مکې په اړوند سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټمونو له‌خوا د شنډ شويودوه بالسټیک توغندیو پاتې شونيراغورځېدلي دي.

د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، توغندي د دې سیمې پر لوري توغول شوي وه؛ خو د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو شنډ او له منځه وړي دي.

حوثیانو څو ځله د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د مسلمانانو دوه سپېڅلي ښارونه مکه او مدینه یې پر نښه کړي دي. هغوی وايي، پوځي عملیات یې د سعودي عربستان په نورو سیمو کې پر پوځي تاسیساتو او سټراټیژیکو موخو متمرکز دي.

د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې څرګنده کړې:« پر ملکي سیمو دښمنانه بریدونه له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د حوثي ملېشو هغه خطرناکه دښمنانه تګلاره څرګندوي، چې دوی یې تعقیبوي.»

حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، چې له کبله یې سعودي عربستان په راتلونکي کال کې د یمن د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ملاتړ پوځي مداخله وکړه.

په ۲۰۲۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو پر منځګړیتوب د اوربند هوکړې تر ډېره جګړې ودرولې؛ خو د روان میلادي کال په لومړیو کې کړکېچونه بېرته پیل شول. حوثیانو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پر خاوره بریدونه وکړل او ریاض هم په یمن کې هوايي بریدونه پیل کړل.

د جګړو زیاتېدا د باب‌المندب سټراټیژیکه اوبلاره هم له ګواښ سره مخ کړې ده. دا اوبلاره د بېړیو د تګ راتګ یوه مهمه لاره ده، چې سره بحیره د عدن له خلیج سره نښلوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!