تازه خبرونه

په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د دوغارون له لارې ۴۹۰ زره افغانان ستانه شول

امیرالله شمقدري د شنبې پر ورځ (د چنګاښ څوارلسمه) د دوغارون پولې ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: “د روان کال له پیل راپدېخوا ۴۹۰ غیرقانوني افغان کډوال د دوغارون ځمکنۍ پولې له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.”

Published

on

د ایران د خراسان رضوي ولایت مرستیال والي ویلي؛ په تېرو ۱۰۰ ورځو کې شاوخوا ۴۹۰ زره بې اسناده افغانان په خپله خوښه د دوغارون سرحدي لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

امیرالله شمقدري د شنبې پر ورځ (د چنګاښ څوارلسمه) د دوغارون پولې ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: “د روان کال له پیل راپدېخوا ۴۹۰ غیرقانوني افغان کډوال د دوغارون ځمکنۍ پولې له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.”

هغه زیاته کړې: “د ستنېدونکو ۶۷ سلنه د دوغارون له بندري لارې ایستل شوي دي.”

شمقدري زیاته کړې: “په دې سرحدي کرښه کې ځای پر ځای شوې ادارې د افغان کډوالو د درناوي او ساتنې لپاره ځای پر ځای شوې دي او د تیاباد ښاروالۍ هم د خدماتو چمتو کولو لپاره مرستې ته راغلې ده.”

شمقدري ویلي: “د سیوري لګول، د خوړو، څښاک او خوراکي کڅوړې وېشل او د روغتیا خدماتو چمتو کول د دوغارون پولې په اوږدو کې د مهاجرینو د باعزته وتلو د آسانتیا لپاره اخیستل شوي ګامونه دي.”

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت چارواکو هم د بېرته راستنېدونکو لپاره ترتیبات نیولي او مناسبې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د رضوي خراسان مرستیال والي د دښمنانو تفرقې اچولو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي: “ایران او افغانستان یو ګډ دښمن لري او د دښمن رسنۍ په دې ورځو کې د دوه مسلمانو او ګاونډ ملتونو د یووالي د ګډوډولو لپاره کار کوي.

شمقدري زیاته کړې: “مونږ باید هڅه وکړو، چې پر تاریخي او کلتوري مشترکاتو او پر پوهاوي او پوهې تکیه کولو او ټینګار د دښمن رواني او رسنیز عملیات شنډ کړو.”

Trending

Exit mobile version