Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په جمو کې ۴۲ هندو زیارت کوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – هندي پولیس

خپور شوی

د

هندي پولیسو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) د شکمنو تند‌لارو په برید کې ۹ هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د جمو د سیمه‌ییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي: وسله‌والو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د هند پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.

دا پېښه نن په داسې ورځ رامنځته شوې، چې نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د هندي زیارت کوونکیو وژنې ته په نغوته کې د نریندرا مودي د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر ایکس پاڼه لیکلي: دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمیر کې د خطرناک امنیتي وضعیت رښتینی انځور دی.

جمو او کشمیر، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا لري؛ له لسیزو راپدیخوا د سخت دریځو اسلامپالو د تاوتریخوالي مرکز دی او لسګونه زره خلک پرې وژل شوي دي.

پر ۲۰۱۷ کال هم شکمنو وسله‌والو په جمو او کشمیر کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه بس برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي دي.

تېره ورځ د جمو د پولیسو مشر ویلي، چې په دې سیمه کې د ځايي تند‌لارو شمېر کم شوی، چې پر ​​وینا یې یوازې په جمو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بهرني تند‌لاري فعال دي.

له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر مشرۍ حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیسته؛ د هند پر وړاندې د کشمیري بېلتون غوښتوونکیو او تند‌لارو کرکه او غصه مخ پر زیاتېدو ده.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته، کشمیر، چې ډېري یې مسلمانان دي؛ پر دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه د هند تر ادارې لاندې او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.

هند او پاکستان – دوه اټومي وسله لرونکي سیال ګاونډیانو – د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه هر یو د کشمیر یوه برخه تر خپلې ادارې لاندې لري؛ خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا لري.

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌یي طرحې پلي کول وي.

د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو له‌خوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.

جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بې‌باورۍ وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.

کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.

منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.

دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.

شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.

کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمه‌ییزو پایلو خبر وي.

د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلام‌آباد کولی شي د سوله‌ساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”

په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!