Connect with us

تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان د ۵‌زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

خپور شوی

د

د قطر د دوحې اسلامي هنرونو په موزیم کې د «رڼا امپراتوري: د افغانستان لیدلوري او غږونه» تر سرلیک لاندې ستر نندارتون د دې هېواد د ۵‌زره کلن تاریخ، کلتور او هنري میراث د پېژندلو لپاره پرانیستل شو.  

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې افغانستان د تمدنونو، کلتورونو او افکارو د یوه مهم څلورلاري په توګه له لرغوني پېر څخه تر اوسني(معاصر) پړاو پورې انځور شوی دی.

په نندارتون کې نږدې ۱۵۰ تاریخي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې لرغونپوهنیز توکي، فلزي صنایع، ښیښه‌ییز آثار، خطي نسخې، ټوکران او د معمارۍ بېلابېل توکي او عناصر رانغاړي او د افغانستان د فرهنګي میراث پراخې بېلابېلې شتمني نندارې ته وړاندې کوي. د تاریخ مهم پړاوونه؛ لکه له اسلام وړاندې پېر، د اسلام خپرېدا او ورپسې فرهنګي او هنري بدلونونه، د نندارتون بنسټیزې برخې جوړوي.

د دې نندارتون له مهمو محورونو څخه یو هم د فرهنګي میراث ساتنه ده. د افغانستان د تاریخي آثارو او ودانیو د لرګيو لوی ماډلونه، د بیارغونې او ساتنې روانې هڅې ښيي او لیدونکي د افغان هنرمندانو له دودیزې معمارۍ او استادانه مهارتونو سره بلدوي.

د «رڼا امپراتورۍ» نندارتون د موضوعي او زماني جوړښت له لارې هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه محدود او ناسم برداشتونه بدل او په نړیوال کلتور کې د دې هېواد تاریخي او هنري ونډه روښانه کړي. همدارنګه له لسیزو جګړو او کړکېچونو سره – سره د افغانستان د فرهنګي میراث زغم او پاتې‌کېدا، د دې نندارتون اړین پیغامونه دي.

ویل کیږي، چې لیدونکي به د دغو هنري آثارو او تعاملي نندارو له لارې د افغانستان له تاریخي ژورتیا، فرهنګي ارزښت او تلپاتې هویت سره نور هم ښه بلد شي.

تازه خبرونه

امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي سره پر سیمه‌ییز وضعیت خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د پوځي تېري پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.

نوموړي همداراز ورسره د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د وروستیو بریدونو په اړه نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت دریځ شریک کړ، بلکې ټینګار یې کړی، چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي، چې د کړکېچ سطحه لوړه نشي؛ خو د هېواد او خلکو دفاع هم خپل حق بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له کبله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د حکومت د خواشینۍ اوخواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، چې ورسره د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نشي.

هغه ټینګار کړی؛ چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي، چي د دواړو ګاونډ هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او رغنده اړیکې رامنځته شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف

یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووه‌لسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

Published

on

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو لپاره یې د ښځو د ستونزو اړوند زرګونه شکایتونه ارزولي او څارلي دي.

یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووه‌لسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

 د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې شکایتونو څخه ۳۴۸۱ قضیې ارزول شوې دي او یوازې په تېره اوونۍ کې د کورني تاوتریخوالي ۷۳ قضیې او د جبري واده د ۹ قضیو مخنیوی او د ۱۵ ښځو د میراث حق خوندي شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې؛ د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو او د هغوی پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

دې وزارت له هېوادوالو غوښتي؛ که د ښځو د حقونو له سرغړونو یا کورنیو ستونزو سره مخ شوئ؛ نو خپل شکایتونه اړوند چارواکو ته وړاندې کړئ، چې ورته رسېدنه وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ

فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”

Published

on

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې پر ورځ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا له نارسمي غونډې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.

فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”

هغه یادونه کړې؛ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې څو غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې هېوادونو کې ثبات د دوی لپاره اړین دی.

فیدان زیاته کړې، چې د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه هم بحث کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!