Connect with us

لوبی

په فوټسال غوره لیک کې اتحاد زیتون او صداقت جوانان میهن ته ماتې ورکړه

د فوټسال مینه‌وال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

خپور شوی

د

په افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو کې د پنجشنبې پر ورځ دوه پر زړه پورې سیالۍ ترسره شوط دي.

د دې سیالیو په څلورشپېتمه لوبه کې اتحاد اف‌سي د زیتون اف‌سي پر وړاندې ۴ پر صفر بریالۍ لوبه ترسره کړه.

په پېنځه‌شپېتمه لوبه کې صداقت لوبډلې د جوانان میهن پر وړاندې ۱۰ پر ۱ ۱ بریا ترلاسه کړه.

د جمعې د ورځې مهالوېش:

– امید اف‌سي د آریا فورج پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ او پیروزي پنجشېر د نورزاد لوبډلې پر وړاندې مازیګر ۵:۴۵ .

د فوټسال مینه‌وال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

لوبی

هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

Published

on

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ  ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.

دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړه‌راکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!