سیمه ییز خبرونه
په منځني ختیځ کې د بي -۲ الوتکو ځای پرځای کول به د ایران لپاره پیغام وي که نه – پنټاګون
هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سولهییزې حل شي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي پرېکړه اوس د ایران پورې اړه لري، چې آیا په منځني ختیځ کې د بي -۲ بم غورځونکو الوتکو ځای پرځای کول به تهران ته یو پیغام وي که نه.
هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سولهییزې حل شي.
امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي؛ پر یمن د امریکا د بمبارډ او له ایران سره د تاوتریخوالی له زیاتېدا سره همماله دې هېواد په مارچ میاشت کې شپږ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې د هند اوقیانوس د ډیګو ګارسیا د ټاپو امریکایي- بریټانوي پوځي اډې ته لېږدولې دي.
د امریکا هوايي ځواک یوازې ۲۰ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې لري؛ ځکه، نو لږ کارول کېږي.
کارپوهانو ويلي، چې بي-۲ الوتکې پټه ټکنالوژي لري او د امریکا د درندو بمونو او اټومي وسلو د لېږدولو لپاره سمبال شوې دي.
کله، چې له هګسټ څخه وپوښتل شول؛ آیا بي – ۲ ایران ته پیغام لیږدوي، هغه وویل: “مونږ به دوی ته اجازه ورکړو، چې پرېکړه وکړي.”
هغه د پاناما په سفر کې خبریالانو ته ویلي: “دا یوه لویه شتمني ده … ټولو ته پیغام لېږدوي.”
هغه څرګنده کړې: “ولسمشر ټرمپ دا ښکاره کړې ده … ایران باید اټومي بم ونلري. مونږ ډېر هیله من یوو – ولسمشر پر سولهییزه حل راڅرخي.”
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکا او ایران د شنبې پر ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه مستقیمې خبرې پیلوي او دا خبرداری یې هم ورکړ، چې که خبرې اترې ناکامې شي؛ نو ایران به له لوی خطر سره مخ شي.
ایران، چې په دې وروستیو اوونیو کې یې د ټرمپ غوښتنې رد کړې وې؛ وویل، چې غیر مستقیمې خبرې به په عمان کې ترسره شي او د دواړو هېوادونو پر اختلافاتو یې ټینګار وکړ.
د چاارشنبې پر ورځ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام پای ته رسولو سره هوکړه ونکړي؛ نو له پوځي ځواک څخه به کار واخلي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي: “زه ډېر څه نه غواړم… خو دوی باید اټومي وسلې ونلري. که اردو ته اړتیا وي، مونږ اردو لرو. اړینه ده، چې اسرائیل به یې مشري کوي. هیڅوک مو نهرهبري کوي. مونږ هر هغه څه، چې غواړو ترسره کوو یې.”
هغه له د پوځي عملیات د پیل له وخت ښودلو ډډه وکړه.
لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې د یورانیمو غني کولو له لارې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره پټ پروګرام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تهران وايي؛ اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ملکي انرژۍ لپاره دی.
سیمه ییز خبرونه
د اسلامآباد په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شول
د راپور له مخې؛ د اورلګېدنې پر مهال د روغتون د ښځینه ناروغیو په څانګه کې ۱۶ نوي زېږېدلي ماشومان ول، چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی دی.
د پاکستان د پلازمېنې اسلامآباد په یوه دولتي روغتون کې د هوا سړولو سیسټم د تخنیکي ستونزې له کبله د اورلګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د جیو ټلویزیون د راپور له مخې؛ اور د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ«پمز» په روغتون کې لګېدلی او د اور وژنې چارې اوس هم روانې دي.
د راپور له مخې؛ د اورلګېدنې پر مهال د روغتون د ښځینه ناروغیو په څانګه کې ۱۶ نوي زېږېدلي ماشومان ول، چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
ایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بېوسه» شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو ګواښ د واشنګټن د «بېوسۍ» نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه کړنې به هم کومه پایله ونهلري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بېوسه» شوي دي.
دا څرګندونې داسې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ګواښ کړی، چې واشنګټن ښايي پر ایران« تر ټولو سخت تاریخي بندیزونه» ولګوي.
عراقچي ویلي:« دا، چې هغوی له پوځي عملیاتو څخه بېرته د تېر په څېر تکراري طرحو ته مخه کړې؛ ښيي، چې بېوسه شوي دي.»
هغه زیاته کړې، امریکا باید د «عادلانه او له عزته ډکې» حللارې د موندلو لپاره له ایران سره له درناوي ډکې خبرې وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې تهران له فشارونو او پوځي اقداماتو نه وېرېږي او پر وینا یې امریکا پر بندیزونو، کلابندیو او نورو کړنو تر اوسه نهده توانېدلې، چې ایران تسلیمېدا ته اړ کړي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې په داسې حال کې روانې ساتل شوي، چې د دواړو لوریو له جګړو نږدې شپږ میاشتې تېرې شوي او نښتو د ایران اقتصاد او بنسټیزو جوړښتونو ته درانده زیانونه اړولي دي.
ایران اوس هم له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی او په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو دوام د تېلو د لېږد د امنیت او په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو د لوړېدا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دغه راز ایران ویلي، چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سفر په سیمه کې د سولې او امنیت د بېرته ټینګښت لپاره د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ترینګلتیاوو د کمولو او منځګړیتوب لپاره هڅې کړې دي او تمه ده، چې وروستي بدلونونه پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا ګواښ به تهران ته د عاصم منیر په خبرو کې مطرح شي.
سره له دې، چې ایراني چارواکو سخت دریځ څرګند کړی؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ډیپلوماټیکې حللارې موندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د پوځ مشر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي – ایران
د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي یکشنبه اعلان وکړ، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي.
د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د منځګړي رول لوبولی دی.
د پاکستان حکومت دوه سرچینو رویټرز ته د منیر د سفر پخلی کړی دی. لومړۍ سرچینې ویلي، چې ایران او پاکستان له یو بل سره په مستقیمه اړیکه کې دي. دوهیمې سرچینې ویلي، چې په خبرو کې به د جګړې وروستي بدلونونه هم وڅېړل شي، چې په دې لړ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ هم شامل دی.
سرچینې ویلي:« هغه(منیر) به له ایراني مشرانو سره د اسلامآباد د هوکړهلیک له مخې د سولې، د ټرمپ د خبرداري، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ له هوکړې وروسته د وضعیت او د حوثیانو د موضوع په اړه خبرې وکړي.»
د منیر دغه سفر داسې مهال کېږي، چې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي؛ ایران ګواښ کړی، چې د امریکا د هغو بندیزونو د پلان په غبرګون کې به پوځي اقدام وکړي، چې ښايي د اسلامي جمهوریت پر له مخکې کمزوري اقتصاد ډېر فشار راوړي.
دغه سفر به د دوشنبې له هغې اعلان سره هممهاله وي، چې د پلان شویو بندیزونو په اړه به نور جزئیات خپاره شي. امریکايي چارواکو ویلي، دغه بندیزونه به پر ایران«په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» وي.
ټرمپ ګواښ کړی، چې د هر هغه هېواد پر وړاندې به اقتصادي اقدامات وکړي، چې ایران ته«هر ډول د ژغورنې لاره» برابره کړي؛ ځکه هغه هڅه کوي اسلامي جمهوریت نور هم منزوي کړي.
د هرمز په تنګي کې د تېلو لېږد نږدې بشپړ درېدلی دی. تهران ګواښ کړی، چې هر هغه بېاجازې د تېلو لېږدوونکی ټانکر به پر نښه کړي، چې هڅه وکړي له دې مهمې اوبلارې تېر شي. ایران له وړاندې د بندیزونو له کبله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.
ایراني چارواکو تر اوسه د عاصم منیر د سفر د پروګرام او په تهران کې د نوموړي د لیدنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
نړۍ2 days agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه2 days agoپه نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
-
تازه خبرونه4 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
