تازه خبرونه
په نايجریا کې وسلوالو بريدکوونکیو لسګونه کسان وژلي

د نایجریا پر دوه کلیو د وسلوالو په برید کې لږ تر لږه ۷۹ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه پرون له مالي سره د نایجریا په سرحدي سیمو کې رامنځته شوې ده.
رویټرز د نایجریا د یوې امنیتي سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، چې د دغه هېواد د چومبنګو په اړوند کلي کې شاوخوا ۴۹ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. په داسې حال کې، چې د دوه یم کلي زارومدري د اړوند سیمې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د نایجریا حکومت ویلي، چې پوځ په دواړو سیمو کې ځای په ځای شوی دی.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
دغه راز د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ تېره اوونۍ په مالي کې د القاعدې جنګیالیو پر فرانسوي سرتېرو برید کړی و.
په کابل کې د فرانسې سفارت ویلي، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د آفریقا د ساحلي سیمې لږ تر لږه پېنځه فرانسوي سرتېري وژل شوي دي.
فرانسه اوسمهال د ساحل په شاوخوا سیمو کې د افراطي ډلو پر وړاندې د لویدیځې آفریقا او آروپایي هېوادونو د ائتلاف مشري پر غاړه لري.
تازه خبرونه
اقتصاد وزارت له راستنېدونکو سره د نادولتي ادارو د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه
د اقتصاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دین محمد حنیف د نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو له تېرو همکاریو د ستاینې ترڅنګ له راستنېدونکو سره د همکاریو او مرستې د دوام غوښتنه وکړه.

د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې رییس او غړو له نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو چارواکو سره په ناسته کې د راستنېدونکو د ستونزو پر حل او آسانتیاوو برابرولو بحث او خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دین محمد حنیف د نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو له تېرو همکاریو د ستاینې ترڅنګ له راستنېدونکو سره د همکاریو او مرستې د دوام غوښتنه وکړه.
نوموړي له ټولو نادولتي بنسټونو وغوښتل، چې د راستنېدونکو د بېړنیو ستونزو پر حل سربېره د استوګنې په میشت ځایونو کې د سرپناوو او د اوبو رسولو سیسټمونو، عامه تاسیساتو لکه ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او روغتیایي کلینیکونو په جوړولو او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندلو کې فعاله برخه واخلي.
د نادولتي بنسټونو چارواکو هم د هغو پروګرامونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل، چې دوی یې د مهاجرینو او راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره پلي کوي او د اقتصاد وزارت د بیا میشتېدنې او د مرستو د جذب او جلب له کمیټو سره د همکارۍ لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي په چین کې د اوسپنېپټلۍ په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ
په ټولګټو چارو وزارت کې د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، د لوړې کچې لهپاره د افغان پلاوي مشري وکړه، چې لوړ پوړي دولتي چارواکي، د اوسپنېپټلۍ څانګوال، د صنعت مشران او څیړونکي یې د اوسپنېپټلۍ د عصري ټکنالوژۍ او بېخبنایي پراختیا ارزونې ته راټول کړل.

د افغانستان اسلامي امارت (IEA) یوه پلاوي د چین پر کوربتوب د اوسپنېپټلۍ د نړیوالې ټولنې (UIC) په دولسمه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې له ۶۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازو د اوسپنېپټلۍ په سکټور کې پر نوښتونو او ننګونو د بحث لپاره غونډه وکړه.
په ټولګټو چارو وزارت کې د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، د لوړې کچې لهپاره د افغان پلاوي مشري وکړه، چې لوړ پوړي دولتي چارواکي، د اوسپنېپټلۍ څانګوال، د صنعت مشران او څیړونکي یې د اوسپنېپټلۍ د عصري ټکنالوژۍ او بېخبنایي پراختیا ارزونې ته راټول کړل.
د وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ غونډې پر مهمو موضوعاتو تمرکز وکړ، چې په کې د اوسپنېپټلۍ سیسټمونو پرمختګونه، د پولې هاخوا اتصال، د ظرفیت لوړولو سټراټیژیو او د عصري ټکنالوژیو ادغام شامل دي، چې هدف یې په نړیواله کچه د ریلي ټرانسپورټ بدلول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په داسې نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا او د هېواد د اوسپنېپټلۍ بېخبنا لوړولو ته د IEA ژمنتیا پر ګوته کوي.
د اوسپنېپټلیو نړيواله ټولنه (UIC) چې مرکزي دفتر يې په پاريس کې دی؛ د نړۍ د ریلي همکاریو مخکښه اداره ده.
افغانستان له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا د UIC غړی دی، چې غړیتوب يې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د پراختيایي اهدافو له نړيوالو معيارونو او کړنو سره په سمون کې مهم رول لوبوي.
لکه څنګه، چې افغانستان غواړي د اوسپنېپټلۍ پراخه او له مرکزي او جنوبي آسيا سره نښلونکي سوداګريز دهليزونه پياوړي کړي؛ په څو اړخيزو پلټفرمونو لکه په UIC کې ګډون د تخنیکي همکارۍ، پانګونې او د پالیسۍ د سمون لپاره فرصتونه وړاندې کوي.
تازه خبرونه
چین د بګرام پر هوایي اډه کنترول نلري – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد د شنبې پر ورځ(د چنګاښ یوویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي: “زه باور لرم هغه راپور، چې کمونیست چین اوس د بګرام سټراټیژیکه هوايي اډه کنټرولوي؛ رښتیا ندی.”

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هغه راپورونه او څرګندونې رد کړي، چې چین د بګرام هوايي اډه کنټرولوي.
نوموړي پرته له دې، چې د چا نوم واخلي د یوه راپور په اړه ویلي؛ د بګرام کنټرول د چین په لاس کې ندی.
خلیلزاد د شنبې پر ورځ(د چنګاښ یوویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي: “زه باور لرم هغه راپور، چې کمونیست چین اوس د بګرام سټراټیژیکه هوايي اډه کنټرولوي؛ رښتیا ندی.”
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوـ څو ځله ویلي، چې چین د بګرام هوايي اډه کنټرولوي.
په وروستۍ قضیه کې، ټرمپ تیره اونۍ له اډې څخه د امریکا د وتلو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې چین اوس یې کنټرولوي.
دوه ورځې مخکې زلمي خلیلزاد د ایکس په اړه د هغه راپور لینک خپور کړ، چې په کې د چین لخوا د بګرام هوايي اډې پر کنټول ټینګار شوی و.
خلیلزاد د همدې راپور په غبرګون کې ولیکل؛ هغه باور نلري، چې چین د اډې کنټرول ولري.
ولسمشر ټرمپ واک ته له بیا رسېدو وروسته برلهپسې له افغانستان څخه د ګړندي وتلو په اړه پر جوبایډن نیوکه کړې او څرګندوي، چې که هغه ولسمشر وای؛ د بګرام هوايي اډې کنټرول یې ساته.
ټرمپ ټینګار کړی و، چې بګرام د امریکا یوه لویه پوځي اډه وه، چې د چین له اټومي تاسیساتو یې یوازې یو ساعت واټن درلود.
دغه راز د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ تېره ورځ په فلوریډا کې د خپلې وینا پر مهال د پخواني ولسمشر جو بایډن اداره تر نیوکې لاندې ونیوله او وایي؛ له افغانستان څخه د وتلو علت د ځواکونو کمزورتیا نه، بلکې د بایډن د ادارې سیاسي صعف و.
د بګرام هوايي اډه، چې د کابل په شمال کې موقعیت لري؛ د دوه لسیزو لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اصلي اډه وه.
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
-
نړۍ4 days ago
د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو تر سیوري لاندې مارکو روبیو خپل آسیایي سفر پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
جنوبي کوریا په افغانستان کې د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت یوه پروژه پلي کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
په هېواد کې د اداینې د برښنایي کولو لپاره هڅې روانې دي – د افغانستان بانک
-
تازه خبرونه4 days ago
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغان راستنېدونکو ترمنځ د ساري ناروغیو له خپرېدو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه1 day ago
د خیبر پښتونخوا حکومت په کابل کې د سرطان روغتون د جوړولو لهپاره د مرستې وړاندیز وکړ
-
روغتيا4 days ago
یو بنګلهدیشي شرکت افغانستان ته د درمل صادرولو اعلان وکړ
-
لوبی4 days ago
په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت او ظاهراسد لوبدلو د پنجشنبې لوبې وګټلې