Connect with us

تازه خبرونه

په هند کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړه شوه

خپور شوی

د

د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه سره نښلول د هند لومړیتوب؛ امنیت او سوکالي مو د سیمې لپاره ګډ هدف دی.

د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو لخوا ګډې هڅې پیل شوي، چې د سیمې د امنیت او د افغانستان د پرمختګ لپاره د همغږۍ یوه ګډه تګلاره رامنځته کړي.

دا غونډه د هند او د منځنۍ آسیا د هېوادونو لخوا د ترهګریزو فعالیتونو د څارنې او په افغانستان او سیمه کې د نور ښه امنیت او ثبات لپاره د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د هند د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې؛ په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې لپاره د یوه ګډ ارتباطي چینل د جوړولو هڅې وشي.

هند هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کوربتوب په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د ناامنیو د خپرېدو مخه ونیسي.

په ښکاره دغو هېوادونو هوکړه کړې، چې د خپلو هېوادونو ترمنځ به د افغانستان په اړه یو پراخ ارتباطي چینل پرانیزي او د افغانستان په اړه به استخباراتي معلومات تبادله کوي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول څرګنده کړې؛ نننۍ غونډه زمونږ ترمنځ د پوره همکارۍ او همغږۍ له کبله ډېره مهمه ده. د افغانستان په ګډون په سيمه کې د تروريستي شبکو د فعاليتونو دوام د اندېښنې وړ دى. د تروريزم د تمويل مخه نيول اړين دي.  زمونږ د ټولو لپاره د تروریزم د تمویل مخنیوی مهم دی.

د ترکمنستان د ملي امنیت سلاکار ویلي: ترکمنستان دغه غونډه په افغانستان او سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت لپاره یوه مناسبه تګلاره ګڼي.

په غونډه  کې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار د منځنۍ آسیا د هېوادونو او هند ترمنځ د ګډې تګلارې د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. او څرګندوي، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا د امنیت او دوامدار پرمختګ یو مهم عامل دی. مهمه خبره دا ده، چې افغانستان باید منزوي کېدو ته پرې نږدو.

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمود وایي: افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره یو مهم عامل دی. باید اجازه ورنکړو، چې افغانستان یوازې پاتې شي. که داسې وکړو؛ نو مونږ باید نا امینو او بد بشري وضعیت ته ځان چمتو کړو.  په افغانستان کې سوله نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د ودې، پراختیا، د ترانسپورتي دهلیزونو او بازارونو جوړولو لپاره هم خورا مهمه ده. زه ډاډه یم، چې نن ورځ مونږ کولی شو د افغانستان د سیمه ییز امنیت او پرمختګ د تضمین لپاره یوه همغږې او ګډه تګلاره جوړه کړو.

د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار نصرالله محمودزاده وایي: په افغانستان کې وضعیت اوس هم پېچلی دی. تاجکستان تل د سیمې او افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره له ټولو هېوادونو سره نږدې همکارۍ ته ژمن دی. مونږ کولی شو د خپلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ګډ میکانیزم په توګه تګلاره جوړه کړو، چې پایداره پراختیا ته د افغانستان د رسیدو او د سیمې د امنیت او سوکالۍ د تلپاتې پرمختګ د تضمین لپاره ژر تر ژره لار ومومو.

اسلامي امارت په وار وار  ګاونډ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به د دغو هېوادونو امنیت ته کوم ګواښ نه پېښيږي او د نورو هېوادونو پر ضد هیچا ته د افغانستان د خاوره کارولو اجازه نه ورکوي.

تازه خبرونه

افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

Published

on

دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!