تازه خبرونه
په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو درې ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ) کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.
سربېره پردې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومټره سړکونه او څو دوکانونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۱۲۰۰ څاروي هم له منځه تلي دي.
ویل کیږي، چې د بېړنیو مرستو د تر سره کولو لپاره کاري ډلې سیمو ته رسېدلي دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت په اړوند تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې رامنځته شوې دي:
۱. د جوزجان ولایت مخکنی والي قاري ګل حیدر شفق؛ د بامیان ولایت د والي په توګه.
۲. د بامیان ولایت مخکنی والي ملا عبدﷲ سرحدي؛ د جوزجان ولایت د والي په توګه.
۳. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی قومندان ملا احمد شاه دیندوست؛ د سرپل ولایت د والي په توګه.
۴. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکنی رییس ارکان حافظ انځر ګل عبدﷲ؛ د لغمان ولایت د مرستیال په توګه.
۵. د چارو ادارې لوی ریاست له اداري فساد سره د مبارزې مخکنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري؛ د ننګرهار ولایت د مرستیال په توګه.
۶. د سرپل ولایت د لواء د ټولې قرارګاه مخکنی قومندان مخدوم عبدالخبیر؛ د سمنګان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۷. د کندوز ولایت د استخباراتو مخکنی رییس حاجي محمد اسماعیل فائز؛ د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۸. د کندهار ولایت لوړ میوند ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدﷲ؛ د سپین بولډک د کمیسیار په توګه. ۵/۴
۹. د کندهار زون حمایوي کنډک مخکنی قومندان حافظ سید محمد وارث؛ د کندهار ولایت لوړ میوند د ولسوال په توګه.
۱۰. د کندهار مرکز اتمي امنیتي حوزې مخکنی آمر ملا احمد ﷲ سالم؛ د کندهار زون حمایوي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
تازه خبرونه
له هغو کړنو څخه دې ډډه وشي، چې د یمن او سیمې ثبات ګواښي
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
په یمن کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي له څارلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړی؛ د دې هېواد د ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره د اړوند لوریو هڅې ستایي.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
دې وزارت هیله څرګنده کړې، چې ټول ښکېل لوري؛ په ځانګړي توګه یمن دې د ستونزو د حل لپاره همغږۍ او خبرو ته لومړیتوب ورکړي، چې په دې هېواد کې د بېثباتۍ د رامنځته کېدا مخه ونیول شي.
په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر برید وکړ. ریاض ادعا وکړه؛ په دې برید کې د وسلو یوه ټولګه، چې له متحده عربي اماراتو سره تړاو لري او بېلتونپالو ته لېږل کېده؛ پر نښه شوې ده.
له دې برید وروسته متحده عربي اماراتو اعلان وکړ، چې خپل ځواکونه به له یمنه وباسي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان ترمنځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند پر همکاریو ټینګار وشو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهملیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.
د اسلامي امارت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله آخوندزاده عمان ته د خپل کاري سفر پر مهال په بېلابېلو لیدنو کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د عمان د ملکي هوايي چلند ادارې له مشر نایف بن علي العمري سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهملیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.
دغه راز د عمان ملکي هوايي چلند ادارې له مشر سره په لیدنه کې د هوايي ټرافیک پر خدمتونو، کارګو لېږد، هوايي دهلېزونو جوړولو او پراختیا او مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، ګډو همکاریو اړوند موضوعات خبرې وشوې او وڅېړل شول.
ویل کیږي، چې دا لیدنې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټ د آسانتیا او د افغانستان د هوايي چلند د سکټور د پیاوړتیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان څخه د ډېرو کارګرانو منلو ته چمتو نهیوو – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoپه سعودي عربستان، قطر او ترکیه کې خبرو منطقي پایله نلرله
-
تازه خبرونه4 days agoزلمي خلیلزاد په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل
-
تازه خبرونه5 days agoکابل د اسرائیلو لهخوا د سومالیالینډ پر رسمیت پېژندل وغندل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان خلک باید د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري – عراقچي
-
سوداگري4 days agoایراني شرکتونو د افغانستان د اوسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه پراختیايي لویو پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونهغورځول شي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د پاکستان پر پرتله امن او د انصاف لرونکی دی – محمود خان اڅکزی
