نړۍ
په پاکستان کې د تېرې شپې له سېلابونو د ځاني زیانونو شمېر نور هم ډېر شو
په پاکستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د سختو موسمي بارانونو له سېلابونو لږ تر لږه ۱۱۹ کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (NDMA) د څرګندونو له مخې؛ له جون میاشتې راپدیخوا د موسمي سېلابونو له کبله د مړیو شمېر ۱۰۳۳ کسانو ته رسیدلی دی.
سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دوه میلیون جریبه څخه ډېر کرل شوي فصلونه له منځه وړل شوي، ۳۴۵۱ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي او ۱۵۹ پلونه له منځه تلي دي.
دغه راز په زرګونه څاروي او ۱.۷ میلیون میوه لرونکې ونې له منځه تللي دي.
د خیبرپښتونخوا په شمالي صوبه کې زورور سیلابونه د کابل سیند ډک کړ او د شپې په اوږدو کې یې یو لوی پل ونړاوه او د ځینو ولسوالیو سړکونه یې پرې کړل.
له پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، د سیند د غاړې شاوخوا د سیلابونو وېره د چارسدې په ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، چې ځینو یې له خپلو څارویو سره په لویو لارو کې شپه تېرې کړې.
په پاکستان کې موسمي تاریخي بارانونو او سېلابونو په تېرو څو اوونیو کې د 33 میلیون څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي.
د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیر ویلي، دا بشري ناورین د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی.
د پاکستان پوځ د سیلابونو په ځواب کې له مرکزي او صوبایي چارواکو سره یوځای شوی او د پاکستان د پوځ مشر د سې شنبې پر ورځ د بلوچستان له جنوبي صوبې څخه لیدنه وکړه، چې د بارانونو له کبله سخت ځپل شوی دی.
د پوځ سرلښکري جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي؛ د پاکستان خلک زمونږ لومړیتوب دی او مونږ به پدې سخت وخت کې د دوی د مرستې لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموو.
پاکستانيو مشرانو له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ترکیې د ژغورنې په چارو کې د مرستې لپاره یوه ډله استولې ده.
د سېلاب ځپلیو سيمو له ليدنې وروسته لومړي وزير شهباز شريف تویت کړی، چې د ناورين شدت له اټکل څخه ډېر دى.
نړۍ
د هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې چارواکو د شنبې پر ورځ د هائیټي په شمالي کلیوالي سیمه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او دا هم شونې ده، شمېر یې نور هم زیات شي.
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د شنبې پر ورځ د هائیټې په شمال کې رامنځته شوې ده
هائیتي یو سیاحتي ځای دی، د یونیسکو په نړیوال میراث کې ثبت دی.
ویل کیږي، چې د شنبې پر ورځ زدهکوونکو او لیدونکو د دې کلا کلني جشن ته راغلي وه، چې دا پېښه رامنځته شوه.
نړۍ
د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.
دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.
نړۍ
ټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوهیم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.
ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.
ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
نړۍ16 hours agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه1 day agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
روغتيا11 hours agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه15 hours agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
-
تحول1 day agoتحول: په پاکستان کې د ایران او امریکا تاریخي خبرې
-
تازه خبرونه7 hours agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
څار1 day agoڅار: د پاکستان پر کوربتوب د ایران او امریکا خبرې
