Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ماین چاودنې یو حکومتي ویاند وژلی

خپور شوی

د

پولیسو منلې، چې په کابل ښار کې له سهارنۍ بمي چاودنې د عامه ساتنې ځواکونو ریاست د یو ویاند په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛  نن سهار د اتمې امنیتي حوزې د نوې کارتې په اړوند سیمه کې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې د عامه ساتنې عمومي ریاست مطبوعاتي سکرتر ضیا ودان، یو ساتونکی او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې، چې یو بل تن هم ټپي شوی دی. مخکې یوې امنیتي سرچینې تائید کړې وه، چې د چاودنې موخه ضیا ودان و.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې د بریدونو د مخنیوي لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

حکومت اوږ اړوند مسوولین د دغو چاودنو پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي؛ خو طالبانو په موخه ییزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د شنبې پر ورځ پر حکومت د خلکو د امنیت په تامینولو کې د پاتې راتلو پړه واچوله او پر حکومت یې د ګټور امنیتي پلان د نه جوړولو تور پورې کړ.

تازه خبرونه

افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

Published

on

دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!