تازه خبرونه
په کونړ کې د زلزلې له کبله تر دې دمه ۴۵۳۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ اوس هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپهدره، پیچدره، وټپور او اسعدآباد ولسوالیو کې تر دې مهاله د شهيدانو ټول شمېر ۱۴۱۱، د زخميانو ۳۱۲۴ تنه او د تخريب شويو کورونو شمېر ۵۴۱۲ ته لوړ شوی دی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ اوس هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د نوموړي په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي: په خاص کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته کمپ جوړ شوی، چې اړوند توکي او عاجلي مرستې تنظيموي.
دغه راز هغه ویلي؛ د پېښې ځاي ته نږدې دوه نور مرکزونه هم جوړ شوي، چي د زخميانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او د پاتي کسانو د ژغورلو چارې له نږدې څاري.
هغه ویلي، چې بېلابېلو هېوادونو د خواخوږۍ د پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړي او يو شمېر يې د بېړنیو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي.
ویل کیږي، چې د مرستې ډلو، دولتي ادارو او افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو په نورګل ولسوالۍ کې له یو شمېر کورنیو سره مرسته کړې ده. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، د مرستو له همغږۍ کمیټې سره یوځای اغېزمنو سیمو ته لېږل شوي او هرې کورنۍ ته یې نغدي او غیر نغدي مرستې چمتو کړې دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
سوداگري4 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
نړۍ1 day agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري3 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تحول4 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
