تازه خبرونه
په کوټه کې ترهګري نیابتي جګړه ده – خواجه محمد اصف
دا په پاکستان کې د چین د پرمختګ د هڅو د شنډولو لپاره یوه دسیسه ده.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې په کوټه کې ترهګري یوه نیابتي جګړه ده، چې هند د TTP او BLA په څېر ډلو له لارې زمونږ پر وړاندې روانه کړې ده.
دا په پاکستان کې د چین د پرمختګ د هڅو د شنډولو لپاره یوه دسیسه ده.
خواجه اصف له جیو نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې بلوڅ بیلتون پالي او ټي تي پي دواړه ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي.
نوموړي پر هندوستان د تور پورې کولو پر مهال ویلي، چې د دغو دواړو وسلوالو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د ناامنه کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.
اسلامي امارت او هندي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګونونه ندي ښودلي؛ خو له دې مخکې د پاکستان دا ډول ادعاوې بې بنسټه یادې شوې دي.
بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د تیرې ورځې د ځانمرګې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې له کبله یې د ۱۹ پاکستانيو پوځيان په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
د روزګان په د هراود کې ٣ کسان د دوه ماشومانو د قتل پر تور ونیول شول
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سېشنبه د وري پېنځهویشتمه) د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.
د روزګان ولایت پولیسو د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ د کلاچې د اړوند سیمې په یوه کور کې له دوه ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو پر تور د درې کسانو له نیولو خبر ورکړی دی.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سېشنبه د وري پېنځهویشتمه) د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.
ویل کیږي، چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
د زرګونو کسانو پر پراخ ګډون؛ د هرات د خونړي برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسلهوالو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانیانو خاورې ته د سپارلو مراسم د سیمې د زرګونو اوسېدونکو پر پراخ ګډون ترسره شول.
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسلهوالو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
نن د دې پېښې د ۱۱ قربانیانو جنازې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خلکو پر پراخ ګډون خاورو ته وسپارل شول.
ګډونوالو د مراسمو پر مهال د شعارونو پر ورکولو دا برید وغانده او د امنیت د ټینګښت او د عاملانو د نیولو غوښتنې یې وکړې.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.
ویل کیږي، چې ځايي چارواکو د دې پېښې په تړاو د یوه شکمن کس له نیولو خبر ورکړی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بېاغېزې» وباله
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بېاغېزې» وباله.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.
هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نهدی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه ارزول شوې نهدي.
د ذبیحالله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړهکوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.
هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازهکېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.
د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.
دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازهوالی اعلان کړ.
د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایتالله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.
په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایتالله بدري لپاره «ګلآغا اسحاقزی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازهوالی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.
ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.
-
نړۍ3 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه3 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
روغتيا3 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
نړۍ1 day agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
تازه خبرونه3 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
