تازه خبرونه
چین او پاکستان د اورومچي بهیر او سیمهییز امنیت په اړه سلا مشورې وکړې
محمد صادق دا لیدنه رغنده وبلله او وایي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره کتلي او دواړو لوریو د اورومچي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي. د خبرو اترو دغه سیمهییز میکانیزم، چې افغانستان هم په کې ګډون لري؛ د روان کال په اپریل کې پیل شوی دی.
افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ په اسلامآباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره له لیدنې خبر ورکړی دی.
یو شیاویونګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې یې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پېنځهاویاایمې کلیزې د نمانځنې یادونه کړې، بلکې د چین پر کوربتوب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورمچي د مذاکراتو په اړه هم رغنده خبرې کړې دي.
دغه راز محمد صادق هم دا لیدنه رغنده بللې او لیکي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به د ترهګرۍ ضد هڅې همغږې او همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
دغه راز محمد صادق د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د چوپړتیاوو د آسیا ـ آرام سمندر څانګې له رییس اریک کورزویل او د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برترانډ سره هم لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.
صادق ویلي: «مونږ د ترهګرۍ او ورسره تړلو ګواښونو په اړه خبرې وکړې؛ د هغو ګواښونو په ګډون، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ په څېر ډلې یې رامنځته کوي … او مونږ د همغږي تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ.»
پاکستانيو مسوولانو څو ځله ادعا کړې، چې په پاکستان کې ځینې بریدونه له افغانستان څخه سرچینه اخلي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت ردکړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان په ناامنیو کې هیڅ راز لاس نهلري.
تازه خبرونه
د افغانستان د پولو امنیت تر کنټرول لاندې دی؛ د هېواد خاوره به د بل هېواد پر وړاندې ونهکارول شي
ذبیحالله مجاهد د سېشنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، د افغانستان پر پولو امنیتي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ د قاچاقبرانو او «شرورو کسانو» د امنیتي ګډوډۍ هڅې په لومړیو شېبو کې شنډېږي.
ذبیحالله مجاهد د سېشنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
هغه زیاته کړې، قاچاقبران او «شرور کسان» کله نا کله هڅه کوي په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه یې هڅې چټکې مهار او شنډوي.
مجاهد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د فعالیتونو یادونه کړې او څرګندوي، چې دې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۳۲ شخړې اوارې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ولسي پیوستون د ټینګښت لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ سترې ولسي او قومي غونډې هم کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت تګلاره پر اقتصاد او نښلېدا ولاړه ده. افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وغځوي.
هغه څرګنده کړې، د همدې تګلارې له مخې به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونهکارول شي.
تازه خبرونه
په تېرو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي – یوناما
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله په افغانستان کې ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځې او ۳۱ ماشومان دي.
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
یوناما زیاته کړې؛ له یاد وخت راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسلهوال تاوتریخوالو له کبله د ملکي تلفاتو ۳۹۹ پېښې ثبت شوي، چې ۵۷ وژل شوي او ۳۴۲ ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د ټولو قربانیانو له ډلې ۴۰ ښځې او ۱۱۲ ماشومان هم دي او د دغو تلفاتو اصلي لاملونه هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې بلل شوې دي.
دغه راز د «روادارۍ » بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځي واکمنۍ په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله له ۲۹زره څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او سلګونه عامه بنسټیز جوړښتونه، د درملنې مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او د استوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
«روادارۍ» بنسټ زیاته کړې، دغه زیانونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لږ تر لږه ۵۰ بریدونو له کبله ثبت شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په کابل کې د روږدو پر «امید» نومي روغتون برید د دې مودې تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپیان دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ځینو بشري حقونو بنسټونو پخوا هم دا بریدونه جنګي جنایتونه بللي او د عاملانو د حسابورکولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي واکمنۍ بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او د اسلامآباد هغه ادعاوې یې بېبنسټه ګڼلې، چې ګواکې وسلهوال کسان یې پر نښه کړي دي. دې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د پاکستان هغه څه وغندي، چې دوی یې« تیري کوونکي اقدامات» بولي.
په کابل کې د پاکستان سفارت یوناما ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت یې ردوي او بېبنسټه یې بولي.
تازه خبرونه
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسلهوال برید کې ساه ورکړه
د احسانالله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیحالله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري نن سهار د فیضآباد ـ بهارک پر لاره د موټرسایکل سپرو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
د احسانالله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیحالله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د امیري د ساتونکو له لوري یو بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونه د دې پېښې د نورو عاملینو د موندلو هڅې کوي.
دغه راز په یوه بله جلا پېښه کې تېره ورځ(دوشنبه د زمري پېنځمه) په نیمروز ولایت کې د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې یو قومي مشر وژل شوی دی.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګلمحمد قدرت ویلي، چې ناپېژاندو وسلهوالو د زرنج ښار د شپېته مټره سړک په سیمه کې پر حاجي عبدالخالق نورزي، چې یو قومي مشر و؛ برید کړی دی.
د ګلمحمد قدرت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې حاجي عبدالخالق نورزي او د هغه وراره وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د دې برید لامل او انګېزه نهده روښانه شوې. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې یې پیل کړي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کړی، چې د څېړنو له بشپړېدا وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک شي.
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول3 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سوداگري1 day agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
څار3 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد کمرنګه اړيکې
