لوبی
کرکټ کولی شي د هند او افغانستان اړیکې ټینګې او پیاوړې کړي _ انس حقاني

د افغانستان د اسلامي امارت یوه لوړپوړي غړي انس حقاني ویلي، کرکټ کولی شي د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ټینګې او پیاوړې کړي.
انس حقاني له هندي ټلویزیوني چینل سي ان ان نیوز– ۱۸ سره په مرکه کې ویلي، چې هند کولی شي د سولې او پرمختګ په اړه خپله پالیسي د پخواني حکومت په څېري.
حقاني زیاته کړې: مونږ هیله لرو، چې هند په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي او له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې ټینګې کړي. د اسلامي امارت دروازې د هرچا پر وړاندې پرانیستې دي او زمونږ تر څنګ دې خپلې پخوانۍ اړیکې روانې وساتي.
د نوموړي د څرګندونې له مخې، پرته له شکه کرکټ هند او افغانستان نښلوي او د دواړو ولسونو د خلکو د خوښۍ سبب ګرځي.
حقاني دا هم ویلي: مونږ هیله من یوو، چې د هند کرکټ به د افغانستان له اړوند ستونزو سره مرسته وکړي او دا بهیر د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو سبب شي.
لوبی
د افغانستان او پاکستان د یو ورځنیو لوبو سږنۍ لړۍ وځنډېده

پاکستانيو رسنیو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یو ځل بیا تر راتلونکي کاله وځنډول شوه.
ټاکل شوې وه، چې دواړه هېوادونه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د سپټمبر په لومړیو کې د سریلانکا پر کوربتوب درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي؛ خو د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وه، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دې لړۍ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ څرګنده کړې؛ دواړه بورډونه به هڅه وکړي، چې دغه سیریز په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې تر غور لاندې ونیسي.
د پاکستان جیو نیوز د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا ځل د پاکستان د لوبډلې د بوختیا له کبله دا لوبې وځنډول شوې.
د راپورونو له مخې، یاده لړۍ به اوس د راتلونکي کال تر اپریل پورې ځنډېدلې وي.
لوبی
د افغانستان د کرکټ د اتم لیګ سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي دېرشمه) د کرکټ د اتم لیګ سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
ټاکل شوې دغه لیګ په کابل کې د چنګاښ پر ۲۷ پیل او د زمري تر ۱۴ روان وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په دې لښتیلیک یا جدول کې ټول مهم ټکي په پام کې نیول شوي او ټولې لوبډلې به د لښتیلیک له مخې ډګر ته وردانګي.
ټاکل شوې د دغه لیګ په لومړۍ لوبه کې د کابل عقابان لوبډله د مس عینک له لوبډلې سره مخامخ شي.
د یادونې ده، چې سږ کال به په دغه لیګ کې د پامیر زلمي او د هندوکش ستوري نومې دوه نوې لوبډلې له نورو لوبډلو سره یوځای لوبې وکړي.
لوبی
قطر د فیفا نړیوال جام له رسمي پوسټره مخکتنه وکړه

د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام ترسره کوونکې کمېټې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځه ویشتمه د خپلو اړوند سیالیو له رسمي پوسټره مخکتنه وکړه.
د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالۍ د روان کال په مني کې د قطر پر کوربتوب ترسره کیږي.
دا پوسټر قطریانو څلورڅنډیز ډیزاین کړی؛ توپ او هیا ۲۰۲۲ پرې انځوریز شوی، چې نړیوال جام ته د بلنې پوره معنا وړاندې کوي.
د نړیوال جام دغه پوسټر د لومړي ځل لپاره یوې ښځینه هنرمندې ډیزاین کړی دی.
د قطر ښځینه هنرمندې بوثینه المفتاح د ۲۰۲۲ نړیوال جام د پوستر مخکتنه وکړه، چې په قطر او عربي نړۍ کې د فوټبال له نندارې د ملاتړ سمبول دی.
المفتاح څرګندوي: زما الهام د ټولنیزې حافظې ساتنه ده. زما ټول کار پر تېرو تجربو او یادونو راڅرخي، چې له اوسنيو غوښتنو او پوښتنو سره یې نښلوي او په نوې بڼه یې خوندي کوي. ومې غوښتل، چې پوستر جوړوونکي همدا ارزښت خوندي کړي او د قطري فوټبال هڅوب او فرهنګ وړاندې کړي. هو! ما غوښتل، چې دا پوستر په قطر کې د فوټبال ننداره او مینه والو دواړه وښیي. یعنې دا پوستر د ګوترا او ایګل (سنتي سرپوښ) انځوریز کوي، چې په هوا کې څپه ییزه ننداره جوړوي. دا هغه څه دي، چې مینه وال یې د ګول کولو په وخت کې ترسره کوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون نلرو
-
سوداگري4 days ago
افغان لارۍ چلوونکیو ته شپږ میاشتنۍ ویزې ورکوو – پاکستان
-
تازه خبرونه5 days ago
ټاکل شوې په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو لویه غونډه جوړه شي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان یو پلاوي له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ
-
تازه خبرونه4 days ago
سبا پنجشنبه په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو لویه غونډه جوړېدونکې ده
-
نړۍ5 days ago
د امریکا په تکزاس ایالت کې ۴۶ ناقانونه کډوال مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا د افغانستان له زلزله ځپلیو سره ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته کوي – بلینکن
-
تازه خبرونه5 days ago
د چين د بهرنيو چارو وزير له زلزله ځپلیو سره د مرستې ژمنه وکړه