International Sports
۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د سرو کارتونو شمېر بېساری زیات شو؛ ځکه د دې پړاو لوبڅاران قوانین کلک پلي کوي.
د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیه ۲۰۱۸ د نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې ټولټال اته سره کارتونه ورکړ شوي وه.
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
د فیفا پخواني لوبڅار او د «فاکس سپورټ» د قوانینو شنونکي مارک کلاټنبرګ ویلي؛ د سرو کارتونو د زیاتوالي لامل د لوبغاړو هغه ناسمې پرېکړې دي، چې د جزا ساحې دننه او شاوخوا یې د فشار پر مهال ترسره کوي.
هغه زیاته کړې:« د لوبغاړو چلند کومه ځانګړې ستونزه نهلري؛ خو تر فشار لاندې ناسمې پرېکړې کوي. له بلېخوا، د لوبډلو په نوملړ کې د ۲۶ لوبغاړو له شاملېدا سره ځینې مدافعان آسانه تاکتیکي خطاوې کوي؛ ځکه پوهېږي، چې پر څوکیو ناست نور بدیلونه هم لري.»
په دې نړیوال جام کې یو شمېر سرو کارتونو د لوبو پر پایلو هم مستقیم اغېز کړی دی. د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر فولارین بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې هم ګول وواهه او هم له لوبې وشړل شو. دا پېښه د ۲۰۰۶ نړیوال جام تر پایلوبې، چې زینالدین زیدان په کې شړل شوی و؛ د لومړي ځل لپاره په حذفي پړاو کې تکرار شوې ده.
د پاراګوای میګل آلمیرون، د اکواډور پیرو اینکاپیه او د یوروګوای اګوسټین کانوبیو هم هغه لوبغاړي وه، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) له ارزونې وروسته یا د ناسپورټي چلند له کبله سره کارتونه ورکړ شول.
د سویلي افریقا او مکسیکو د پرانیستونکې لوبې پر مهال هم درې لوبغاړي وشړل شول. د سویلي افریقا هافبک تمبا زوانه، چې فیفا یې حرکت تاوتریخجن وباله؛ د سور کارت ترڅنګ د درېیو لوبو بندیز هم ترلاسه کړ.
د عراق مدافع ربین سولاکا هم د سینیګال پر وړاندې د ګول د یوه څرګند فرصت د مخنیوي له کبله د نړیوال جام د تاریخ له چټکو سره کارتونو څخه یو ترلاسه کړ. همدارنګه د بلجیم مدافع ناټان انګوي د ایران پر بریدګر مهدي طارمي د خطرناک ټکر له کبله له لوبې وشړل شو.
د سرو کارتونو زیاتوالي د سیالیو پر بهیر څرګند اغېز کړی او ګڼې لوبډلې یې اړ کړي، چې د لوبې یوه برخه پر یوه لوبغاړي ترسره کړي؛ داسې څه، چې د څو لوبو پر پایلو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.
په وروستیو نړیوالو جامونو کې د سرو کارتونو شمېر:
۲۰۲۶: ۱۲ سره کارتونه (ټول مستقیم)
۲۰۲۲: ۴ سره کارتونه (یو مستقیم)
۲۰۱۸: ۴ سره کارتونه (دوه مستقیم)
۲۰۱۴: ۱۰ سره کارتونه (اووه مستقیم)
۲۰۱۰: ۱۷ سره کارتونه (۹ مستقیم)
۲۰۰۶: ۲۸ سره کارتونه (۹ مستقیم)