لوبی
آریانا نیوز په افغانستان کې IPL ته د داوطلبۍ مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي
د سږ کال په میګا داوطلبۍ کې ۱۵۷۴ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې ۵۷۴ نومونه به ذلړطلبۍ ته وړاندې شي.
د هند د ټاټا غوره لیګ (IPL) د لوبغاړو داوطلبي د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ څلورمه / د نومبر څلیریشتمه او د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځمه / د نومبر پېنځهویشتمه ) د سعودي عربستان په جده کې ترسره او په افغانستان کې به د کرکټ د دې تاریخي پېښې د داوطلبۍ بهیر له آریانا راډیو ټلویزیون ATN څخه پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپور شي.
د داوطلبۍ دغه دوه ورځني مراسم پر ژوندۍ بڼه له آریانا نیوز څخه هم خپریږي.
د هند ۲۰۲۵غوره لیګ (IPL 2025 ) میګا داوطلبي به سږکال د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شي.
دا به دوهیم ځل وي، چې د آی پي ایل میګا داوطلبي له هند څخه بهر ترسره کیږي.
د سږ کال په میګا داوطلبۍ کې ۱۵۷۴ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې ۵۷۴ نومونه به ذلړطلبۍ ته وړاندې شي.
په دغو ۵۷۴ لوبغاړو کې به ټولټال ۳۶۶ هندي او ۲۰۸ بهرني لوبغاړي وي.
یو شمېر ستر نومونه به په سیالۍ کې وي؛ ۸۱ لوبغاړي به د ۲ کروړه روپیو ($ 237,000 ډالرو) ترټولو لوړې بیې لپارهغوره شي.
افغان لوبغاړي:
د IPL میګا داوطلبۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي نوماند شوي دي.
دوه سوه څلور (۲۰۴) سلاټونه به له ۷۰ سلاتیټونو سره د بهرنیو لوبغاړو لپاره چمتو شی.
د داوطلبۍ لپاره د افغان لوبغاړو بشپړ نوملړ:
رحمان الله ګربز
نوراحمد
وقار سلامخېل
الله محمد غضنفر
مجیب الرحمن
عظمت الله عمرزی
نوین الحق
ظاهر خان پکتین
صدیق الله اتل
محمد نبي
ګلبدین نایب
فضل الحق فاروقي
نجیب الله ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ
قیس احمد
کریم جنت
فریدون داوودزی
ننګیال خروټی
د ټول هېواد د کرکټ مینهوالو لپاره به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ د IPL میګا داوطلبۍ بهیر له آریانا نیوز څخه خپور شي.
د نورو معلوماتو او تازه راپورونو د لیدلو او لوستلو لپاره مونږ، زمونږ په ټولنیزو رسنیو کې وڅارئ.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه13 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
نړۍ19 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
