Connect with us

لوبی

آریانا ټلویزیون د هند کرکټ غوره لیګ د خپراوي حق خپل کړ

خپور شوی

د

آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې په ډاګه کړې، ​​چې په ټلویزیون او اوبپاڼې کې یې د هند کرکټ غوره لیګ (IPL) د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړي دي.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ به سبا جمعه (د وري درېیمه / د مارچ دوه‌ویشتمه ) د ماښام پر ۶:۳۰ بجو پیل شي او دوه میاشتې به روانې او میلیونونو افغان مینه‌والو ته به د لاسرسي وړ وي.

په هند کې د کرکټ د څارنې بورډ (بي بي سي آی) په روانه اوونۍ کې د لیګ د نوي پړاو د ۲۱ لوبو مهالوېش خپور کړ، چې د مارچ له ۲۲ څخه د اپریل ۷ پورې به روانې وي.

د دې سياليو پايلوبه به د مې پر شپږویشتمه ترسره شي.

د هند غوره لیګ وخت به د بي بي سي آی د پلاوي له‌خوا اعلان شي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به سبا (جمعه) د هند په چینای ښار کې چینا سوپر کینګز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره مخ کیږي.

د تېر کال په څېر په دې ټورنمنټ کې به ۷۰ لوبې وي او هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کوي.

غوره څلور ټیمونه به پلی آف ته ولاړ شي، چې د کوالیفای یو پړاو وي، د یو وتلو له پړاو وروسته د کوالیفای پړاو دوه او بیا پایلوبه ده.

په هغو ورځو کې، چې دوه لوبې وي؛ لومړۍ لوبه به د ماسپښین پر ۲:۳۰ او دوه‌یمه د ماښام پر ۶:۳۰ وي.

هغه لس لوبډلې، چې تېر کال یې په ټورنمنټ کې برخه اخیستې وه، ټول به سږ کال د هند غوره لیګ په دې پړاو کې د ګډون لپاره راستانه شي.

لوبډلې په لاندې ډول دي:

چینای سوپر کینګز (اوسنی اتلان)

ډیلي کپیتنز

ګجرات ټایټنز

کلکته نایټ رایډرز

لکنو سوپر جاینټز

ممبي انډینز

پنجاب کینګز

راجستان رایالز

رویال چلنجرز بنګلور

سنرایزرز حیدرآباد

د هند پریمیر لیګ سیالۍ د هند په لس ښارونو کې ترسره کیږي، چې هره لوبډله یې د کور او بهر د سیالیو کوربه‌توب کوي، مخکې له دې، چې په نرندرا مودي لوبغالي کې ترسره کیږي.

د لومړنیو وړاندوینو له مخې؛ چینای سوپر کینګز کولی شي د خپلې اتلولې نوم وساتي؛ ځکه، چې دې لوبډلې تر دې دمه پېنځه ځله اتلولي خپله کړې ده.

دا سیالۍ به څنګه وګورو؟

دا سیالۍ به پر ژوندۍ، ځانګړې او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون   www.arianatelevision.com  او اوبپاڼې څخه خپرې شي.

کله، چې بي بي سي آی بورډ د دغو سیالیو بشپړ مهالوېش خپور کړ؛ نو د کرکټ مینه‌وال به بیا خبر شي.

سبا (جمعه د وري درېیمه / د مارچ دوه‌ویشتمه) اریانا ټلویزیون به د ماښام پر ۶:۳۰ بجو د هند غوره لیګ سیالي پیل کړي. ورپسې به لومړۍ لوبه د چینای سوپر کینګز او رویال چلینجر بنګلور ترمنځ د ماښام پر ۷:۰۰ بجو پیل شي.

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!