Connect with us

لوبی

ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل

خپور شوی

د

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اووه‌دېرشمه لوبه د چارشنبې پر ورځ ( د غویی نولسمه ) د ابو مسلم فراه او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې یوه لوبډله پر ګول وهنه بریالۍ نشوه.

له بلې خوا د نن ورځې په دوه‌یمه یا اته‌دېرشمه لوبه کې میوند فوټبال لوبډلې د جوانان واحدي ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د دغو لوبو په لړ کې به د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شلمه) موج ساحل او خدیم سرپل به د کابل پر وخت یوه بجه او اټک انرژي به له استقلال کابل له لوبډلې سره ۳:۳۰ بجې ولبیږي.

دا سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

لوبی

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي

دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړه‌راکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۴

د  ۲۰۲۶ میلانوکورټینا ژمنی المپیک، چې له ډېرې مودې راپدېخوا یې پرتمه وو؛ دا دی پیل شوې او د ژمنیو سپورټونو نړیواله لېوالتیا نندارچیانو ته وړاندې کوي. آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې ټولې دغه سیالۍ پر ځانګړې بڼه خپروي.

دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړه‌راکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.

دا رسنیز پوښښ د سپورټ مینه‌والو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي؛ ځکه، چې د نړۍ له سترو سپورتي پېښو څخه یوې ته نږدې او بېپرې لاسرسی ډاډمنوي.

له چټکو سنوبورډینګ سیالیو نیولې تر لېوالتیا، هڅو او کلک هوډ پورې، چې غوره لوبغاړي یې په ګنګل او واورو کې نندارې ته وړاندې او په څو اوونیو کې د شور او الهام له لارې د نړیوال یووالي ژمنه کوي.

آریانا ټلویزیون ویلي؛ د دې سیالیو د انحصاري خپرونې موخه دا ده، چې نړیوال سپورټ افغان لیدونکو ته نور هم نږدې کړي او د لوبو له لومړیو شېبو څخه د سپورټي برترۍ او د المپیک روحیه ونمانځي.

په افغانستان کې د ژمنیو سپورټونو له مینه‌وال غوښتنه کیږي، چې د پنجشنبې پر شپه ټلویزیون ته کښېني؛ نه یوازې د ژمنیوالمپیک د لوبو د پیل لیدونکي شي، بلکې د سیالیو د لومړنیو مډالونو د ګټلو شاهدان هم وي.

Continue Reading

لوبی

په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.

دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي ​​لوبډلې لومړۍ لوبه وه.

په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.

په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران له‌خوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.

د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

Published

on

د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام د سیالیو د ګروپي پړاو لوبې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدې او له دې سره د حذفي پړاو څلور زړه‌راکښونکو لوبو ته زمینه برابره شوه، چې د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې څوارلسمه / د فبرورۍ پر درېیمه ) به پیل شي.

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

کوربه هېواد انډونیزیا، چې د جمعې پر ورځ یې له عراق سره له سختې سیالۍ وروسته مساوي پایله ترلاسه کړه او د «A» ګروپ سر ته وخته؛ له ویټنام سره به مخ شي.

انډونیزیا هڅه کوي، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي؛ خو ویټنام غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته یو ځل بیا وروستیو څلورو غوره لوبډلو ته ورسېږي.

عراق به له تایلینډ سره مخ شي، چې د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې یې دوه‌یم مقام خپل کړی و. دا به یوه سخته سیالي وي؛ ځکه دواړو لوبډلو په ګروپي پړاو کې پیاوړې کړنې لرلې.

څلور ځله اتل پاتې شوی جاپان د یکشنبې پر ورځ له ازبکستان څخه پر مخکې کېدا بریا خپله کړه او د «C» ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ. جاپان به د څلور غوره لوبډلو په سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي، چې د «D» ګروپ د دوه‌یم مقام لوبډله ده.

سره له دې، چې افغانستان له ایران څخه ۵ پر ۲ ماتې وخوړه؛ خو د مدافع اتل پر وړاندې یې ښه مقاومت وښود او د ستاینې وړ لوبه یې ترسره کړه.

مدافع اتل؛ ایران، چې د خپلې څوارلسمې آسیا اتلولۍ په لټه کې دی؛ له ازبکستان سره به ولوبېږي. ایران د ګروپي پړاو ټولې درې لوبې ګټلې او له پوره باور سره حذفي پړاو ته داخلېږي.

د څلور غوره لوبډلو ټولې لوبې به د سې‌شنبې پر ورځ په جاکارټا ښار کې ترسره شي او د سیمې مینه‌وال به وکولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپرولو رسمي حق لري او د حذفي پړاو پراخ پوښښ به د افغانستان لیدونکو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د خپرونو د تازه معلوماتو لپاره د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو پاڼې وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!