تازه خبرونه
اسرائیل به د برید په صورت کې له سخت غبرګون سره مخ شي – حزب الله
د ایران په ملاتړ د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د شنبې پر ورځ ویلي، چې که د اسرائیلو لخوا پرې هوایي برید وشي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د اسرائیلو پوځ د لبنان له سویله د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې پر لبنان هوایي او ځمکني بریدونه کړي؛ خو د حزب الله مشر اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد لخوا د هوایي بریدونو د دوام په صورت کې به دوي له سخت ځوابي برید سره مخ شي.
حسن نصرالله دا راز وایي، چې د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره په جګړه کې ندی؛ خو د دې هېواد نامناسب اقدامات کړکېچ نور هم ډېر کړي.
مخکې له دې امریکا د لبنان له حکومت غوښتي وو چې د حزب الله د بریدونو مخه ونیسئ.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله ویلي؛ زه هغوی ته خبرداری ورکوم، چې که له دې وروسته په هرهوایي برید کې لبنان په نښه کړي؛ باید ټول ملکي وګړي او کروندګرد فلسطین د شمال نیول شوې سیمې پرېږدي.
حسن نصرالله ټینګار کړی، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیلو هوايي برید به خطرناک تحول وي او حزب الله نه غواړي له اسرائیلو سره جګړه وکړي؛ خو هغه د اسرائیلو له بریدونو سره د مقابلې چمتووالی وښود.
حسن نصر الله وایي: مونږ تېره ورځ پرانستې کرنیزې ځمکې په شیبا کې ویشتې وې او خپل پیغام مو ولېږه، چې د موخې پر لوري مو یو پورته شوی ګام شي او پر یوه بل ګام پورته کولو کولی شو هغه له چټکتیا برخمن کړو.
دا له تېرو پېنځلس کلونو او له حزب الله سره د اسرائیلو د پوځ د څلور دېرش ورځو جګړو وروسته لومړی ځل دی، چې د اسرائیل جنګي الوتکې پر لبنان برید کوي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه16 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی16 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
