Connect with us

نړۍ

  اسرائیل غزې ته د هوايي مرستې رسولو لړۍ بیا پیل کړه – پوځیان

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړي؛ په داسې حال کې، چې نړیوال فشارونه او د مرستندویه ادارو ګواښونه د لوږې د خپرېدا په اړه پراخ شوي؛ اسرائیلو د شنبې پر ورځ غزې ته د هوايي مرستو د رسولو لړۍ له بیا پیلولو خبر ور، چې د فلسطین په سیمه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره به نور ګامونه هم پورته کړي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.

دا اعلان د اسرائیلو او فلسطینۍ وسلوالې ډلې حماس ترمنځ د دوحې د نامستقیم اوربند له خبرو اترو وروسته وشو، چې په کې هیڅ ډول تړون ندی شوی؛ ودرېدې.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوايي مرستو رسولو لړۍ به د نړیوالو مرستندویه ټولنو سره په همغږۍ ترسره شي او د مرستې اووه باره به چې اوړه، بوره او کنسر شوي خواړه په کې دي؛ورسول شي.

فلسطیني سرچینو تائید کړه، چې د غزې په شمالي برخه کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پوځ به د یکشنبې پر سهار “په ملکي مرکزونو او بشري دهلیزونو کې ‘بشري وقفه’ پلي کړي” چې په دې اړه نور جزئیات ورکړ شوي ن دي.

نړیوالو مرستندویه بنسټونو ويلي، چې د غزې په ۲.۲ میلیون خلکو کې لوږه پراخه، کله، چې اسرائیلو په مارچ کې سیمې ته ټول اکمالات بند کړل او  بیا یې په می کې بېرته پرانیستل؛ خو د مرستو زیرمې له نویو بندیزونو سره پای ته رسېدلي دي.

اسراییل وايي چې دوی غزې ته کافي خواړه ورکړي او ملګري ملتونه یې په دې تورنوي، چې د اسرائیلو تر بندیزونو لاندې اغېزمنه چارې تر سره کوي.

اسرائیلي پوځ د شنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې ویلي: “اسراېیلي دفاعي ځواک ټینګار کوي، چې په غزه کې لوږه نشته؛ دا د حماس لخوا هڅول شوی له روغو ډک کمپاین دی. په غزه کې خلکو ته د خوړو د وېش مسوولیت د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ټولنو پر غاوه دی. له همدې کبله، تمه ده، چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه د مرستو د وېش اغېزمنتوب ښه کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې حماس ته نه‌رسیږي.”

اسرائیلي پوځ ټینګار کړی، چې له بشري کړنو سره – سره، په غزه کې “جنګي عملیات ندي درېدلي”.

دغه راز د مرستې په یوه کښتۍ کې سپاره نړیوال فعالان، چې له ایټالیا څخه غزې ته روان ول؛ ایکس په کې لیکلي، چې کښتۍ درول شوې ده.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې زیاته کړې؛ سمندري ځواکونو “د غزې د ساحل سمندري زون ته د ناقانونه ننوتلو پر دلیل کښتۍ ودروله” چې دا د اسرائیلو ساحلونو ته لېږدول کیږي او ټول مسافر خوندي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په څرګندونه کې راغلي: په تېرو څو اوونیو کې د غزې لسګونه خلک د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوه کلنې جګړې له پیل راپدېخوا؛ د ۸۵ ماشومانو په ګډون ۱۲۷ کسان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.

رویټرز راپور ورکړ چې د چارشنبې پر ورځ له ۱۰۰ زیاتو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ، چې په ټوله سیمه کې ډلهېییزه لوږه خپره شوې ده.

پوځ د شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د اوبو د پاکولو له کارخونې سره د برښنا مزی نښلولی، چې تمه ده شاوخوا ۹۰۰ زره د غزې اوسیدونکو ته د ورځنيو اوبو اړتیاوې پوره کړي.

اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه هفه مهال پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ جنګیالیو د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پر اوومه  د اسرائیلو پولې ته نږدې پر ښارونو برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.

د روغتیا چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې نږدې ۶۰ زره کسان وژلي او د دې سیمې پراخه برخه یې کنډواله کړې؛ روغتونونه یې ویجاړ کړي او سیمه یې له پراخې لوږي او بېوسۍ سره مخ کړې ده.

  دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې چین د غزې وږو خلکو ته خپلې اړوند خوراکي مرستې د هوا له لارې رسولې دي. 

نړۍ

ټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې

سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.

Published

on

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د متحدانو هغه هڅې رد کړې، چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند خبرې پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.

بل لور ته ایران هم ویلي؛ تر هغې به د اوربند خبرې ونه مني، چې د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونه پای ته ونه‌رسېږي او د ایران غوښتنې ونه منل شي.

دا جګړه، چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا او اسرائیلو له پراخو بریدونو پیل شوې؛ تر اوسه په کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او د نړۍ د تېلو بازار یې سخت اغېزمن کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ایران د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی. دا هغه سمندري لار ده، چې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.

منځګړي هېوادونه( عمان او مصر ) هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بیا پیل کړي؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی او دواړه لوري د اوږدې جګړې لپاره چمتو ښکاري.

اوربند ته د واشنګټن او تهران د لېوالتیا نشتوالی ښیي، چې دواړه خواوې د اوږدې شخړې لپاره چمتووالی ښیي. حتا په داسې حال کې، چې پراخه جګړه ملکي تلفات اړوي او د ایران له‌خوا د هرمز تنګي تړل د تېلو بیې لوړوي.

د امریکا ځینې چارواکي او د ټرمپ سلاکاران د جګړې د ژر پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر نور بیا پر ټرمپ فشار راوړي، چې د ایران پر وړاندې برید ته روان وساتي، چې د توغندیو پروګرام له منځه یوسي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

د ټرمپ له‌خوا د ډیپلوماټیکو هڅو ردول ښیې، چې د اوس لپاره د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره هیڅ پلان نلري.

دا سې ښکاري، چې امریکا او ایران دواړه د جګړې د لومړیو ورځو پر پرتله د ښکېلتیا لپاره ډېره لېوالتیا نلري.

یوې سرچینې ویلي، چې د ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکو علي لاریجاني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم هڅه کړې وه، چې عمان د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د یوې لارې په توګه وکاروي؛ خو دا خبرې اترې عملي نه‌شوې؛ ځکه، چې سپاه پاسداران د هرمز تنګی ساتي او په دې اړه به هیڅ ډول اوربند، د اوربند خبرې اترې، یا ډیپلوماټیکې هڅې او د ایران سیاست ونه مني …”

Continue Reading

نړۍ

د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور

د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نه‌و.

Published

on

رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.

د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نه‌و.

د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.

د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.

د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرله‌پسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”

هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.

پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.

رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.

ایران د فبروري پر اته‌ویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.

پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.

Continue Reading

نړۍ

ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

Published

on

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر ​​هېواد له برید سره خیانت کړی دی.

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونه‌مني.

د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.

دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!