Connect with us

نړۍ

  اسرائیل غزې ته د هوايي مرستې رسولو لړۍ بیا پیل کړه – پوځیان

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړي؛ په داسې حال کې، چې نړیوال فشارونه او د مرستندویه ادارو ګواښونه د لوږې د خپرېدا په اړه پراخ شوي؛ اسرائیلو د شنبې پر ورځ غزې ته د هوايي مرستو د رسولو لړۍ له بیا پیلولو خبر ور، چې د فلسطین په سیمه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره به نور ګامونه هم پورته کړي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې “بشري دهلیزونه” به د ملګرو ملتونو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره رامنځته او غزې ته د مرستې رسولو”بشري وقفې” به په ګڼ میشتو سیمو کې پلي شي.

دا اعلان د اسرائیلو او فلسطینۍ وسلوالې ډلې حماس ترمنځ د دوحې د نامستقیم اوربند له خبرو اترو وروسته وشو، چې په کې هیڅ ډول تړون ندی شوی؛ ودرېدې.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوايي مرستو رسولو لړۍ به د نړیوالو مرستندویه ټولنو سره په همغږۍ ترسره شي او د مرستې اووه باره به چې اوړه، بوره او کنسر شوي خواړه په کې دي؛ورسول شي.

فلسطیني سرچینو تائید کړه، چې د غزې په شمالي برخه کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پوځ به د یکشنبې پر سهار “په ملکي مرکزونو او بشري دهلیزونو کې ‘بشري وقفه’ پلي کړي” چې په دې اړه نور جزئیات ورکړ شوي ن دي.

نړیوالو مرستندویه بنسټونو ويلي، چې د غزې په ۲.۲ میلیون خلکو کې لوږه پراخه، کله، چې اسرائیلو په مارچ کې سیمې ته ټول اکمالات بند کړل او  بیا یې په می کې بېرته پرانیستل؛ خو د مرستو زیرمې له نویو بندیزونو سره پای ته رسېدلي دي.

اسراییل وايي چې دوی غزې ته کافي خواړه ورکړي او ملګري ملتونه یې په دې تورنوي، چې د اسرائیلو تر بندیزونو لاندې اغېزمنه چارې تر سره کوي.

اسرائیلي پوځ د شنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې ویلي: “اسراېیلي دفاعي ځواک ټینګار کوي، چې په غزه کې لوږه نشته؛ دا د حماس لخوا هڅول شوی له روغو ډک کمپاین دی. په غزه کې خلکو ته د خوړو د وېش مسوولیت د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ټولنو پر غاوه دی. له همدې کبله، تمه ده، چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه د مرستو د وېش اغېزمنتوب ښه کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې حماس ته نه‌رسیږي.”

اسرائیلي پوځ ټینګار کړی، چې له بشري کړنو سره – سره، په غزه کې “جنګي عملیات ندي درېدلي”.

دغه راز د مرستې په یوه کښتۍ کې سپاره نړیوال فعالان، چې له ایټالیا څخه غزې ته روان ول؛ ایکس په کې لیکلي، چې کښتۍ درول شوې ده.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې زیاته کړې؛ سمندري ځواکونو “د غزې د ساحل سمندري زون ته د ناقانونه ننوتلو پر دلیل کښتۍ ودروله” چې دا د اسرائیلو ساحلونو ته لېږدول کیږي او ټول مسافر خوندي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په څرګندونه کې راغلي: په تېرو څو اوونیو کې د غزې لسګونه خلک د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوه کلنې جګړې له پیل راپدېخوا؛ د ۸۵ ماشومانو په ګډون ۱۲۷ کسان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.

رویټرز راپور ورکړ چې د چارشنبې پر ورځ له ۱۰۰ زیاتو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ، چې په ټوله سیمه کې ډلهېییزه لوږه خپره شوې ده.

پوځ د شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د اوبو د پاکولو له کارخونې سره د برښنا مزی نښلولی، چې تمه ده شاوخوا ۹۰۰ زره د غزې اوسیدونکو ته د ورځنيو اوبو اړتیاوې پوره کړي.

اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه هفه مهال پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ جنګیالیو د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پر اوومه  د اسرائیلو پولې ته نږدې پر ښارونو برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.

د روغتیا چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې نږدې ۶۰ زره کسان وژلي او د دې سیمې پراخه برخه یې کنډواله کړې؛ روغتونونه یې ویجاړ کړي او سیمه یې له پراخې لوږي او بېوسۍ سره مخ کړې ده.

  دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې چین د غزې وږو خلکو ته خپلې اړوند خوراکي مرستې د هوا له لارې رسولې دي. 

نړۍ

د جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه لاریونونه روان کال په اروپا کې د ځوان نسل پر مشرۍ د پراخو اعتراضونو په لړ ترسره شوي دي. په صربیا کې د زده‌کړیالانو پر مشرۍ اعتراضونو د دغه هېواد د پخواني مشر په ټاکنیزه ماتې کې ونډه لرلې. په داسې حال کې، چې په فرانسه کې لاریونونه پر تاوتریخوالي او لوټمارۍ اوښتي دي.

Published

on

 

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د شنبې پر ورځ ناوخته یو شمېر ناڅرګندو لاریونوالو هټۍ لوټ کړې؛ په سترو ښارونو کې لسګونه زره کسانو د زده‌کړو د ښه‌کېدا او د ژوند د لګښتونو د کمېدا لپاره لاریونونه وکړل.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه لاریونونه روان کال په اروپا کې د ځوان نسل پر مشرۍ د پراخو اعتراضونو په لړ ترسره شوي دي. په صربیا کې د زده‌کړیالانو پر مشرۍ اعتراضونو د دغه هېواد د پخواني مشر په ټاکنیزه ماتې کې ونډه لرلې. په داسې حال کې، چې په فرانسه کې لاریونونه پر تاوتریخوالي او لوټمارۍ اوښتي دي.

د جرمني دغه لاریونونه د ځوان نسل نوښت نومي غورځنګ له‌خوا په برلین، فرانکفورت او مونیخ پر ګډون په ۳۴ ښارونو کې تنظیم شوي وه. دغه غورځنګ د اجباري پوځي خدمت مخالف دی او د زده‌کړو په برخه کې د زیاتو پانګونو غوښتنه کوي؛ ځکه ډېر جرمني ځوانان د ژوند د مخ پر زیاتېدونکو لګښتونو له ستونزو سره مخ دي.

د رویټرز د یوه خبریال د لیدنو له مخې؛ د جرمني په مالي مرکز فرانکفورت کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه دوه هټۍ لوټ او نورې زیانمنې شوې او پولیسو د وضعیت د کنټرول هڅه کوله.

د فرانکفورت پولیسو پر ایکس پاڼه لیکلي: « تاوتریخجنې پېښې اوس هم روانې دي. د ښار په منځ کې د څو هټیو ښیښې ماتې شوې دي. دغه راز پر بېړنیو مرستندویانو د اورلرونکو بوتلونو بریدونه کېږي. له ټولو خلکو غوښتنه کوو، چې د ښار له مرکزي برخې ډډه وکړي یا له دې سیمې ووځي.»

د شنبې ورځې د ماسپښین رسمي څرګندونې ښيي، چې د لاریونوالو شمېر د تنظیموونکو له لومړنۍ اټکل شوي معلومات، چې ۱۸۲ زره کسان ول، کم ول.

په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې پولیسو د لاریونوالو شمېر تر ۱۸ زره پورې ښودلی. په داسې حال کې، چې د تنظیموونکو پر اوبپاڼه دغه شمېر شاوخوا ۳۶ زره ښودل شوی و.

د جرمني چارواکو ویلي: د شنبې ورځې لاریونونه، چې د هالووین له مراسمو سره هم‌مهاله ول؛ تر ډېره سوله‌ییز ول، خو خبرداری یې ورکړی: ځینې افراطي ډلې هڅه کوي له دغه غورځنګ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.

د ځوان نسل نوښت غورځنګ ویاندې لینا فریډریش د شنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: « مونږ نن د سولې او آزادۍ لپاره مبارزه کوو، نه د جګړې او زورزیاتي لپاره».

هغې زیاته کړې: « زمونږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع د روغتیا او ښوونې او روزنې د سیسټمونو پیاوړی ملاتړ دی. مونږ د اجباري پوځي خدمت مخالف یوو او د مسوولیتونو د عادلانه وېش ملاتړ کوو.»

لوکس پلورنځیو خپلې ښیښې په تختو پټې کړې

د جرمني د کورنیو چارو فډرالي وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد د کیڼ اړخو افراطي ډلو ځینې برخې او له بهرنیو افراطي غورځنګونو سره تړلې ډلې د ملاتړ راجلبولو لپاره پر ګډو هڅو بوختې شوې دي.

د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوسیک ویلي: « مونږ ټول د فرانسې هغه انځورونه په ذهن کې لرو، چې هټۍ لوټ کېږي، کورونو او د پولیسو موټرو ته اور اچول کېږي او پر پولیسو بریدونه کېږي».

نوموړي زیاته کړې: « فرانسه باید په دې برخه کې د بېلګې په توګه وړاندې نه‌شي.»

په جرمني کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د احتمالي ناکراریو د اندېښنې له کبله د لاریونونو له پیل مخکې خپلې ښیښې پر تختو پټې کړې او د وختي تړلو پلانونه یې جوړ کړي وه. په دې ځایونو کې د برلین د کورفورسټنډام نومي لوکسو پلورنځیو مشهوره سیمه هم شامله وه.

د لاریونونو تنظیموونکو د اروپا په تر ټولو لوی اقتصاد کې پر ځوان نسل د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي فشار په اړه خپل اعتراضونه راټول کړي دي.

د مونیخ په یوه لاریون کې د وینا لپاره چمتو شوي ۱۸ کلن سټیو د جرمني لومړي وزیر فریډریش مرټس ته په خطاب کې ویلي: « حکومت زمونږ اندېښنو ته له دې پرته بل ځواب نه‌دی ویلی، چې د لګښتونو کمولو ته دوام ورکړي او نور بارونه هم پر مونږ واچوي.»

نوموړي زیاته کړې: « تر هغې به د راټولېدو له خپل بنسټیز حق څخه ګټه اخلو، چې تاسې زمونږ د غوښتنو له پامه غورځولو څخه لاس وانخلئ.»

جرمني د اقتصادي ودې د بېرته پیاوړتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. دغه هېواد د وګړو د زړېدو او د کاري عمر لرونکو وګړو د شمېر د کمېدا له کبله، د تقاعد او عامه چوپړتیاوو په برخه کې هم له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.

د دغه غورځنګ د مشرتابه په اړه هم پوښتنې راپورته شوې دي، چې آیا په رښتیا د ځوانانو له‌خوا رهبري کېږي او که نه؛ ځکه په دې نوښت کې بېلابېلې سیاسي او مدني ډلې ښکېلې دي.

د جرمني د ښوونځیو د زده‌کوونکو ملي چتر بنسټ(BSK)  له دغه نوښت څخه ځان بېل کړی او پلان لري، چې د نومبر پر شلمه بل لاریون ترسره کړي.

د برلین د تخنیکي پوهنتون زده‌کړیال شان بیکر ویلي، چې د شنبې په لاریونونو کې د پوهنتون د ودانیو د خراب وضعیت په اړه د خلکو د پام رااړولو لپاره ګډون کوي.

نوموړي رویټرز ته ویلي: « کله، چې ودانۍ ته ننوځئ او ټولګي وګورئ؛ داسې ښکاري لکه پرېښودل شوې ودانۍ، چې وي. له مونږ تمه کېږي، چې په همدې ځایونو کې خپلې زده‌کړې وکړو.»

Continue Reading

نړۍ

د اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نه‌دی ترلاسه کړی

نتانیاهو د« ښي اړخو د یوه پیاوړي ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې؛ خو آیزنکوټ ویلي، چې رای‌ورکوونکي د نټانیاهو د پېر د پای ته رسېدا غوښتونکي دي او له هغه یې غوښتي، چې له سیاست څخه لاس واخلي. له دې سره- سره هیڅ یوه لوري د ټاکنو د بریا ادعا نه‌ده کړې.

Published

on

 

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نټانیاهو او سیال یې ګادي آیزنکوټ د سې‌شنبې د ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته د راتلونکي حکومت د مشرۍ په اړه څرګندونې کړې دي؛ نټانیاهو د ښي اړخو د حکومت جوړولو غوښتنه کړې، خو آیزنکوټ ویلي: خلکو د نټانیاهو د لومړي وزارت د روان ساتلو مخالفت کړی دی. د رایو پایلې ښيي، چې هیڅ سیاسي ډلې د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت نه‌دی ترلاسه کړی.

نتانیاهو د« ښي اړخو د یوه پیاوړي ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې؛ خو آیزنکوټ ویلي، چې رای‌ورکوونکي د نټانیاهو د پېر د پای ته رسېدا غوښتونکي دي او له هغه یې غوښتي، چې له سیاست څخه لاس واخلي. له دې سره- سره هیڅ یوه لوري د ټاکنو د بریا ادعا نه‌ده کړې.

د رایو د شمېرنې لومړنۍ پایلې هم د حکومت د جوړولو لپاره روښانه انځور نه وړاندې کوي؛ د کان ۱۱ او چینل ۱۳ ټلویزیونونو د رایو د نظرپوښتنو له مخې؛ د دواړو ائتلافونو شمېر ۵۱ ـ ۵۱ څوکۍ اټکل شوی؛ خو د چینل ۱۲ د نظرپوښتنې له مخې، د نتانیاهو پر مشرۍ د لیکوډ ائتلاف ۵۲ او سیال لوری ۴۹ څوکۍ ګټلې دي. په هیڅ یوه اټکل کې دواړه لوري د پارلمان په ۱۲۰ کسیزه جرګه کې د اکثریت لپاره اړینو ۶۱ څوکیو ته نه‌دي رسېدلي.

دا سیاسي بندښت ښايي د نټانیاهو پر ګټه تمام شي؛ ځکه هغه کولی شي د ائتلافي خبرو د اوږدېدا پر مهال د چارسمبالي لومړي وزیر دنده روانه وساتي او ان تر نویو ټاکنو پورې په واک کې پاتې شي.

اټکل کیږي، چې د ایټامار بن‌ګویر او بزالل سموټریچ پر مشرۍ ښي‌اړخي مذهبي ګوندونه به د نټانیاهو په ائتلاف کې ټولې ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو د دوی په څوکیو کې د پام وړ زیاتوالی نه‌دی اټکل شوی.

له دوه اصلي ائتلافونو بهر عربي ګوندونه هم ښايي د حکومت په جوړولو کې پرېکنده رول ولوبوي؛ خو د یاشار ګوند مشر او پخواني پوځي قومندان آیزنکوټ له دغو ګوندونو سره د حکومت جوړولو امکان نږدې رد کړی، چې دې چارې واک ته د هغه د رسېدا لاره پېچلې کړې ده.

د امنیت پر سر سیاسي ناندرۍ

نټانیاهو د لیکوډ ګوند په مرکزي دفتر کې خپلو پلویانو ته د چارشنبې پر لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو پوځي بریاوې وستایلې او له امریکا سره یې د ایران پر وړاندې د ګډو پوځي اقداماتو د بیا پیل شونتیا وړاندې کړه.

هغه ویلي:« اسرائیل له خپل شریک ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوځای تاریخي فرصت لري، چې د ایران موجودیت ته متوجه ګواښ د تل لپاره له منځه یوسي؛ خو نورې موخې باید مونږ له دې سپېڅلي ماموریت څخه بل لوري ته وانه‌ړوي.»

آیزنکوټ له دې مخکې نټانیاهو ته خبرداری ورکړی و، چې د اسرائیلو امنیتي موضوعات دې د سیاسي موخو لپاره نه‌کاروي.

هغه ویلي:« نټانیاهو یو چارسمبالی لومړی وزیر دی، چې نه د واک روښانه واک‌لیک لري او نه د خلکو باور.» نوموړي د اسرائیلو له امنیتي ادارو غوښتي، چې د هېواد د امنیت پر وړاندې سیاسي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو د هرې هڅې پر وړاندې ټینګ ودرېږي.

د اسرائیلو د ټاکنو مرکزي کمیسیون ویلي، چې د رای‌ورکوونکو ګډون ۷۷.۷ سلنې ته رسېدلی؛ دا په تېرو دوه لسیزو کې د ګډون تر ټولو لوړه کچه ده او د ۲۰۲۲ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه لوړه ده.

تمه ده، چې وروستۍ پایلې د پنجشنبې یا جمعې پر ورځ اعلان شي.

د اسرائیلو په سیاسي نظام کې د کوچنیو ګوندونو رول هم مهم دی؛ ځکه په تېرو ټاکنو کې د ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې څو اوونۍ او ان څو میاشتې اوږدې شوې دي. که هیڅ یو ائتلاف د حکومت پر جوړولو بریالی نه‌شي، ښايي بیا ټاکنې ترسره شي؛ خو آیزنکوټ د رای‌ورکوونکو د لوړې ونډې له په پام کې نیولو سره له دې لارې سره مخالفت کړی دی.

د اسرائیلو د ډیموکراسۍ انسټیټیوټ مشر یوهانان پلیسنر د نظرپوښتنو پایلې د نټانیاهو د ائتلاف لپاره ستره ماتې بللې؛ خو ټینګار یې کړی، چې آیزنکوټ هم روښانه بریا نه‌ده ترلاسه کړې او د رایو د شمېرنې په بهیر کې ډېر څه بدلېدی شي.

نتانیاهو ته سیاسي ضربه؛ خو روښانه ګټونکی نشته

که د رایو اټکلونه سم ثابت شي؛ د نټانیاهو ملتپال ـ مذهبي ائتلاف، چې په یوه پړاو کې یې ۶۸ څوکۍ لرلې، د حکومت جوړولو لپاره به د اړینو ۶۱ څوکیو له ترلاسه کولو ډېر لرې پاتې شي. پدې توګه به د حکومت جوړولو لپاره د هغه لاره روښانه نه‌وي.

۶۶ کلن آیزنکوټ، چې د غزې په جګړه کې یې یو زوی او دوه ورېرونه وژل شوي؛ د ۷۷ کلن نټانیاهو تر ټولو پیاوړی سیال بلل کېږي. هغه به د خپلې پوځي سابقې پر یادولو ځان د امنیت په برخه کې تجربه‌کار معرفي کړی او په کورنیو چارو کې یې منځلاری دریځ خپل کړی دی.

آیزنکوټ یوازې څلور کاله مخکې سیاست ته داخل شوی و او د ۲۰۲۳ز.کال د حماس له برید وروسته د نټانیاهو د جګړې د کابینې غړی شو؛ خو اته میاشتې وروسته یې پر لومړي وزیر یې له نیوکې وروسته استعفا ورکړه.

هغه د نټانیاهو له رهبرۍ او ښي‌اړخو متحدانو سره د بدلون ژمنه کوي؛ خو د امنیت په برخه کې د سخت دریځۍ ملاتړ کوي، چې د ۲۰۲۳ز.کال د حماس له برید وروسته په اسرائیلو کې  پیاوړې شوې ده. آیزنکوټ د فلسطیني دولت له جوړېدا سره مخالفت کوي او وايي، د حماس پوځي څانګه باید له منځه یووړل شي یا بې‌وسلې شي.

نوموړي د اسرائیلو غبرګون، چې د غزې د روغتیايي چارواکو پر وینا، په پایله کې یې له ۷۴ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، ناکام بللی؛ ځکه حماس اوس هم پر غزې واکمن دی.

د عربي ګوندونو ائتلاف د رایو د پایلو له اعلان سره سم د پلویانو پر  چیغو او چکچکو بدرګه شو. دا شپه په اسرائیلو کې د فلسطیني وګړو د رای‌ورکولو د ګډون له پلوه تاریخي بلل شوې ده.

د دې ائتلاف نوماندې فاټن غطاس د دغه ائتلاف د ناصرې په مرکزي دفتر کې وویل:« مونږ اشغال او توکمپالنه نه‌منو او دلته به پاتې کېږو.»

د عربي ګوندونو نوماندان هیله‌من ول، چې د خپلو رای‌ورکوونکو پراخ ګډون به دوی ته دا فرصت ورکړي، چې واک ته د نټانیاهو د ائتلاف د بېرته رسېدا مخه ونیسي.

د جګړې په سیوري کې ټاکنې

رای‌ورکوونکو په دغو ټاکنو کې د اسرائیلو د تاریخ تر ټولو خونړۍ ورځې، د غزې جګړې او له لبنان د حزب‌الله او ایران سره د جګړو اغېزې په پام کې لرلي؛ د ۲۰۲۳ز.کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

که څه هم نټانیاهو د اسرائیلو د امنیت په برخه کې د سترې ناکامۍ له کبله له نیوکو سره مخ شوی؛ خو هغه ادعا کړې، چې د حماس، حزب‌الله او ایران د مهمو مشرانو پر وژلو یې اسرائیل او نړۍ خوندي کړي دي.

د نټانیاهو د ښي‌اړخي ائتلاف سیاستونه په کور دننه د اختلافونو لامل شوي او په نړیواله کچه یې د اسرائیلو انزوا زیاته کړې ده؛ خو نوموړي ځان د اسرائیلو د دښمنانو پر وړاندې د درېدا وړ مشر بللی دی.

۷۷ کلن نټانیاهو په تېرو ۳۰ کلونو کې نږدې ۱۹ کاله لومړی وزیر پاتی شوی او څو ځله یې له سیاسي کړکېچونو ځان ژغورلی دی.

نټانیاهو دغو ټاکنو ته په داسې حال کې دانګلي، چې له اوږدې مودې راپدېخوا د فساد له تورونو سره مخ دی؛ هغه دغه تورونه ردوي. پر نوموړي د استخباراتي ناکامیو له کبله هم نیوکې کېږي، چې د ۲۰۲۳ز.کال د اوکتوبر پر اوومه یې د حماس پر مشرۍ وسله‌والو ته د برید زمینه برابره کړې وه.

Continue Reading

نړۍ

حوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې  تائید کړې نه‌دي.

Published

on

 

د یمن حوثیانو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د نل‌لیکې د پمپ کولو تاسیسات او د ریاض هوايي ډګر یې پر نښه کړي دي. که دا ادعاوې تائید شي په سیمه کې به د انرژۍ د تاسیساتو او د تېلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې  تائید کړې نه‌دي.

دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالسټیک توغندیو دوه توغوونکي له منځه وړي دي.

د دې ائتلاف د څرګندونو له مخې، له دغو توغوونکو څخه یو د ریاض پر لور د توغندي توغولو لپاره کارول شوی و، چې توغندی یې په هوا کې شنډ شوی دی.

حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر نښه کړی دی.

دغه هوايي ډګر له دې مخکې د یوه برید له کبله د دوه ترمینلونو فعالیت درولی و؛ هغه برید، چې حوثیانو یې مسوولیت منلی؛ خو وروسته یې د دغو ترمینلونو فعالیت بېرته پیل شو.

دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مورچو له پوځي عملیاتو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د بالسټیک توغندیو د ساتلو لپاره یې پېنځه تونلونه، د توغندیو څلور توغوونکي او د توغندیو د زېرمه کولو یو مرکز پر نښه کړي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو نل‌لیکه، چې سرې بحیرې ته د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ده؛ ډېره مهمه شوې ده؛ ځکه سیمه‌ییزې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد محدود کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري او د سیمه‌ییزو همغږیو په اړه خبرې کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!