Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د تورو ښیښو لرونکیو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګنده کړې؛  د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د تورو ښیښو او ستیکر لرونکیو موټرو تګ راتګ منع دی.

دغه وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د وري پر دیارلسمه ) په ډاګه کړه، چې پر تورو ښیښو او ستیکر لرونکیو موټرو د بندیز پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د دغه وزارت په نننۍ غونډه کې رامنځته شوې او ټولو امنیه قومندانیو ته سپارښتنه شوې، چې په دې برخه کې بنسټیزې هڅې ترسره کړي.

د اعلامیې پر بنسټ تورې ښیښې او ستیکر لرونکي موټر د خلکو امنیت ګډوډوي؛ خلکو او پولیسو ته د هویت په پېژندلو کې ستونزې جوړوي.

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

د اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

Published

on

Last Updated on: تله ۱۹, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده نن(شنبه د تلې اته‌لسمه) د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره ولاړ.

ټاکل شوې، چې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو پر کچه استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو، فرصتونو او تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون له نړۍوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د تجربو تبادلې او د انرژۍ په برخه کې د نړۍوالو همکاریو د جلبولو لپاره ښه فرصت برابروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!