Connect with us

سوداگري

اسلامي امارت صنعتکارانو او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي ـ ملا برادر

په افغانستان کې د پانګونې د جذبولو په نوم جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سکټوري وزارتونو لخوا میلیارډونه ډالرو پر ارزښت د پانګونې هغه فرصتونه خصوصي سکټور ته معرفي شول، چې د پانګونې وړتیا په کې شته.

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۴, ۱۴۰۳

د ریاست الوزاراء اقتصادي مرستیال وايي؛ ټولو کورنيو او بهرني پانګوالو ته، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي ځمکې، امتیازات او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

په افغانستان کې د پانګونې د جذبولو په نوم جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سکټوري وزارتونو لخوا میلیارډونه ډالرو پر ارزښت د پانګونې هغه فرصتونه خصوصي سکټور ته معرفي شول، چې د پانګونې وړتیا په کې شته.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی قانون جوړ او په هېواد کې صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش هم پیل شوی دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پانګي د جذب په اړه جوړې شوې غونډه ته ویلي؛ ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه شوی، چې له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه ملاتړ وکړي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ د هغه کورني او بهرني پانګوال، چې په هېواد کې پانګونه کوې او یايي خپله پانګه له نورو هېوادونو راوړې ځانکړې ملا تړ کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وایي: ((د دې قانون اصلي موخه په هېواد کې پانګوالو ته اسانتیاوې برابرول او د پانګونې جذب دی. له دې څخه و هدف دادی، چي په کور دننه او بهر افغان پانګوال په هېواد کې د پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او له خصوصي سکټور سره به د اړتیا پرمهال همکارۍ کوي.))

ملا عبدالغني برادر ویلي؛ پانګوال د ماشينونو او وسايلو پر واردولو د ماليې له معافيت برخمن دی، د پانګوال شرکت کارکوونکو ته د پېنځه کلنې ماليې معافيت او بهرني فني کار کوونکو ته د دوه کلنۍ ویزې ورکړه په پام کې نیول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ په هېواد کې به صنعتکارانو ته د ۱۶۰ زره جریبه ځمکې وېش پیل شي، چې ۱۲۰۰ پانګوال به په بېلابېلو سکټورونو کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونه تر سره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي وایي:(( په هېواد کې د راستېدونکو پانګوالو د پانګي انتقال، طرز العمل، د صنعتي ځمکو د وېش له قانون سره به ۱۲۰۰ صنعتکارانو ته د ځمکو وېش پیل شي او نږ دې ۶۰ زره هئوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.))

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي ويلي، که افغانستان له خپلو سرچینو کار واخلي؛ نو کولی شي ۳۰ زره میګاواټه برښنا تولید کړي، چې ۱۰ زره میګاواټه به یې په کور دننه مصرف شي او ۲۰ زره میګاواټه به یې ګاونډ هېوادونو ته صادره شي. عبداللطیف منصور نن (پنجشنبه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په افغانستان کې د پانګونې د غوښتنې په مراسمو کې زیاته کړې، چې افغانستان اوسمهال ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا لري.

د اقتصادي وزارت ويلي؛ که له هېواد څخه وتلي پانګوال خپله پانګه بېرته  راوړي افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته رسدیلي شي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالی دین محمد حنیف ویلي: “سره له دې، چې مونږ هر څه لرو، لاس مو بهرنۍ نړۍ ته غځول شوی دی. راځئ، چې هڅه وکړو او له هغو فرصتونو، چې الله پاک مونږ ته راکړي؛ ډېره ګټه پورته کړو. افغانستان به د خپلو خلکو پر واک او ځواک سرلوړی او پرمختللی شي.”

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې له اسلامي امارت سره ولاړ دي او د خپل هېواد په اقتصادي پراختیا کې به د خپل توان پر کچه پانګونه کوي؛ خو له حکومته غواړي، چې د برښنا د کمي او د ځمکې ستونزې حل کړي.

د یادونې ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې د اوبو اونرژي، صنعت اوسوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند، د افغانستان برښنا شرکت، د کانونو او پټرو لیم وزارتونو لخوا پر منظم ډول د پانګونې هغه فرصتونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته معرفي شول، چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود. 

سوداگري

افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د سړکونو له لارې د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره د سړکونو د ټرانسپورټ ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر آسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي لارې فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول د دغو خبرو اړینې برخې وې.

دواړو لوریو د اوسپنې‌پټلۍ په لارو جوړولو کې د همکاریو د پراختیا، دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او د ټرانزیټ د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې، چې د خصوصي سکټور استازي هم د دغو همکاریو اړوند په ځینو ناستو کې ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې استازو ګډون کړی و او د افغانستان پلاوي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر مشرۍ په خبرو کې برخه اخیستې.

د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان او ترکیې له لارې له سیمه‌ییزو او اروپايي بازارونو سره نښلوي. د دې لارې پراختیا کولی شي د افغانستان ټرانزیټي لارې پراخې او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د توکو د لېږد زمینه زیاته کړي.

ترکمنستان هم په وروستیو کلونو کې د سړکونو، اواوسپنې‌پټلې لارو او بندري شبکو پراختیا ته پاملرنه کړې ده. د ترکمن‌باشي نړیوال بندر، د دې هېواد له ځمکنیو او اوسپنیزو لارو سره یوځای، د منځنۍ آسیا او کسپین بحیرې د پراخې ټرانزیټي شبکې یوه برخه بلل کېږي.

Continue Reading

سوداگري

په ۲۰۲۷ز.کال کې به د ټاپي له لارې پاکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي – ترکمنستان

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلام‌‌آباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

Published

on

په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت ويلي، د ټاپي ګاز نل‌لیکې د پروژې د یوې مهمې برخې له بشپړېدا سره به په ۲۰۲۷ز.کال کې افغانستان او له هغه وروسته پکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي.

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلام‌‌آباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي پروژې او د سیمې د انرژۍ د نورو پروژو پلي کېدا کولی شي پاکستان ته د انرژۍ د باثباته برابرولو او د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د ټاپي ګاز نل‌لیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او داسې طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان د ګلکینیش ګاز له ډګر څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تر ۳۳ میلیارډ مټره مکعبه ګاز ولېږدوي.

ترکمنستان دغه پروژه د ګاز د صادراتو د پراختیا او په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره له مهمو لارو څخه بولي.

Continue Reading

سوداگري

اروپايي ټولنې او اف‌ای‌او د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

Published

on

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې(اف‌ای‌او) د افغانستان د کرنې او خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

دې ادارې زیاته کړې، دغه پروګرام به له زیان‌منو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو کورنیو او په هغو سیمو کې له میشتو ټولنو سره مرسته وکړي، چې د خوړو له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې به خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، چې بزګران او په کلیوالو سیمو کې کرنیز کاروبارونه به له کرنیزو مشورو، مسلکي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.

دغه‌راز ټاکل شوې، چې شاوخوا دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو له جوړولو ملاتړ وشي.

اف‌ای‌او به پر دې سربېره د کرنې او چاپېریال په برخو کې پراختیايي وړتیا لرونکو شرکتونو ته مالي مرستې او تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکړي. تمه ده، چې دغه ملاتړ به د تولید د زیاتوالي، د خدمتونو د پراختیا، په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او له بازارونو سره د بزګرانو د ډېرې نښلېدنې زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې استازولۍ چارسمبالي نیکولا بلومو ویلي، چې د افغانستان د کرنې وړتیا اوس هم تر خپل واقعي کچې کمه کارول شوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد سخت زیان‌منېدنه د دې برخې د ودې مخه نیسي.

په افغانستان کې د دې ادارې استازي ریچارډ ټرینچارډ هم ویلي، چې د افغانستان کرنیزو کاروبارونو، له سختو شرایطو سره – سره د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.

اروپايي ټولنه او دا اداره وايي، چې دغه پروګرام به د ډېرو بشري مرستو پر ځای د پرله‌پسې اقتصادي ودې، خوړو خوندیتوب او د افغانستان د کلیوالو ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره د دوامدارو حللارو پر لوري د تګ پر موخه پلي شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!