تازه خبرونه
اسلامي امارت پر الاقصی جومات د برید غندنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت په ختیځ بیت المقدس کې پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو برید غندلی دی.
د چارشنبې پر ورځ په بیت المقدس کې پر دوهیمه شپه هم تاوتریخوالی روان و. دغه تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو، چې فلسطیني عبادت کوونکیو ځانونه په الاقصی جومات کې دننه محاصره کړل او اسرائیلي پولیسو د لسګونه عبادت کوونکیو د ایستلو لپاره له زوره کار واخیست.
د فلسطین سرې میاشتې ادارې په تازه تاوتریخوالو کې لږ تر لږه د شپږ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړی دي.
د اسلامي وقف چارواکو، چې ودانۍ اداره کوي؛ څرګنده کړې، چې پولیسو د خلکو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکي لاسي بمونه او ربړي ګولۍ کارولي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید له نړیوالو، اسلامي او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې دا ډول کړنې د نړۍ پر کچه د مسلمانانو احساسات راپاروي او د اسلامي ارزښتونو بې احترامي ښيي.
د چار شنبې پر سهار اسرائیلي پولیسو پر الاقصی جومات برید وکړ او پر فلسطینیانو یې اړوند لاسي بمونه وکارول، چې د منخیوي لپاره یې فلسطینیانو د ډبرو ګوزارونه وکړل او اورنۍ مرمۍ یې وکارولې. دغه راز په غزه کې فلسطیني وسلهوالو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو ځوابي راکټي بریدونو وکړل، چې بیا په ځواب کې اسرائیلو پرې هوايي بریدونو ته زور ورکړ.
د راپورونو له مخې؛ فلسطیني وسلهوالو ډلو خبرداری ورکړی، چې نورې نښتې به هم وکړي؛ خو یوه فلسطیني چارواکي ویلي، چې د فلسطین اداره د مصر، اردن، امریکا او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په اړیکه کې ده، چې وضعیت تر څارنې لاندې ونیسي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي، چې هېواد یې په لټه کې دی، چې په دې سپیڅلي ځای کې تاوتریخوالی راکم کړي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه23 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
