تازه خبرونه

اسلامي امارت پر الاقصی جومات د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت په ختیځ بیت المقدس کې پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو برید غندلی دی.

د چارشنبې پر ورځ په بیت المقدس کې پر دوه‌یمه شپه هم تاوتریخوالی روان و. دغه تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو، چې فلسطیني عبادت کوونکیو ځانونه په الاقصی جومات کې دننه محاصره کړل او اسرائیلي پولیسو د لسګونه عبادت کوونکیو د ایستلو لپاره له زوره کار واخیست.

د فلسطین سرې میاشتې ادارې په تازه تاوتریخوالو کې لږ تر لږه د شپږ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړی دي.

د اسلامي وقف چارواکو، چې ودانۍ اداره کوي؛ څرګنده کړې، چې پولیسو د خلکو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکي لاسي بمونه او ربړي ګولۍ کارولي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید له نړیوالو، اسلامي او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې دا ډول کړنې د نړۍ پر کچه د مسلمانانو احساسات راپاروي او د اسلامي ارزښتونو بې احترامي ښيي.

د چار شنبې پر سهار اسرائیلي پولیسو پر الاقصی جومات برید وکړ او پر فلسطینیانو یې اړوند لاسي بمونه وکارول، چې د منخیوي لپاره یې فلسطینیانو د ډبرو ګوزارونه وکړل او اورنۍ مرمۍ یې وکارولې. دغه راز په غزه کې فلسطیني وسله‌والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو ځوابي راکټي بریدونو وکړل، چې بیا په ځواب کې اسرائیلو پرې هوايي بریدونو ته زور ورکړ.

د راپورونو له مخې؛ فلسطیني وسله‌والو ډلو خبرداری ورکړی، چې نورې نښتې به هم وکړي؛ خو یوه فلسطیني چارواکي ویلي، چې د فلسطین اداره د مصر، اردن، امریکا او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په اړیکه کې ده، چې وضعیت تر څارنې لاندې ونیسي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي، چې هېواد یې په لټه کې دی، چې په دې سپیڅلي ځای کې تاوتریخوالی راکم کړي.

Trending

Exit mobile version