Connect with us

تازه خبرونه

اصف علي دراني په افغانستان کې د ټي ټي پي د ۶ زره فعالو وسلوالو د حضور ادعا وکړه

خپور شوی

د

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړي، چې  د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د سولې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د “افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان ګټې او انتخابونه ” تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي؛ اسلام‌آباد داسې شواهد لري، چې ښيي ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

 پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د خپل هېواد د سولې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د “افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان ګټې او  انتخابونه ” تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې له پېنځه څخه تر شپږ زره د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې فعال حضور لري او د دې ډلې د غړیو شمېر له خپلو کورنیو سره ښايي اویا زره کسانو ته ورسېږي.

دې ورځپاڼې د اصف علي دراني د څرګندونو له مخې زیاته کړې: اسلام‌آباد داسې شواهد لري، چې ښيي؛ د پاکستان تحریک طالبان د افغانستان د استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي او اټکل کېږي، چې د تحریک طالبان پاکستان له ۵ څخه تر ۶ زره پورې وسله‌والو افغانستان ته پناه وړې ده. که د دوی کورنۍ هم په پام کې ونیسئ، شمېر یې ۷۰ زره کسانو ته رسیږي.

د اسلامي امارت ویاند د دراني د دې ادعا په اړه وايي، چې دا څرګندونې د پاکستان رسمي چارواکو تائید کړې ندي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تل په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو وسله‌والو ډلو شتوالی رد کړی او ټینګار یې کړی، چې افغانستان هیڅ هېواد په ځانګړې توګه ګاونډ هېوادونو ته ګواښ ندی.

د سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري او له دې هېواده پر پاکستان بریدونونه پلانوي.  داسې ادعا چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې اغېز کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د نوي حکومت له جوړیدو سره اسلامي امارت هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به ښې شي او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ شته ستونزې به د خبرو له لارې اوارې شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!