تازه خبرونه
افراطي ملایان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته لمن وهي
افراطي ملایان د جوماتونو او مدرسو له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ترویج ته لمن وهې.
د بشرِي حقونو او د افغانستان د دمکراسۍ سازمان د خپل تازه څیرنیز راپور په خپرولو سره وایي چې دیني علما د جوماتونو او مدرسو له لارې خلکو ته په تبلیغ کولو کې مهمه ونډه لري او خلکو ته هم یوه مهمه مرجع بلل کیږي؛ خو یو شمیر افراطي ملایان د دین پر خلاف د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته ترویج ورکوي.
د دغه سازمان د موندونو پر بنسټ دا ډول ملایان د بهرنیو هیوادونو لخوا ملاتړ تر لاسه کوي.
له بل لوري دغه راپور د یو شمیر دیني مدرسو او جوماتونو د نه ثبت په اړه اندیښنه ښيي او زیاتوي چې دا ډول جوماتونه د حکومت له سیورې لیري دي.
په دغه راپور کې ملایان په دوه برخو ویشل شوي دي؛ یو هغه ملایان چې معتدل دي او خلکو ته دیني زده کړي ورکوي او دوهم، افراطي ملایان چې له منبر څخه په ګټې اخستو د افراطیت ایدولوژۍ تبلغ کوي.
خداداد بشارت – د بشري حقونو او د افغنستان د دمکراسۍ سازمان اجرایه ریس:
“افراطی ملایان وایي چې میرمني نه باید په عامو ځایونو کې وګرځې، د دي لپاره چې نارینه تحریک کیږي. د ملایانو هغه نفوس چې د خلکړو په منځ کې یي لري، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تبلیغ کوي.”
د دغې څیړنې مهمې برخي ښیې چې یو شمیر ملایان د بهرنیو هیوادونو په لار ښونو د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي تبلیغ تر سره کوي.
د دغه راپوره د خپولو وروسته هغه وړاندیز چې مطرح کیږي، د ملایانو د کړنو تر شا د حکومت څارنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان په یو شمیر دیني مدرسو کې د مشکوکو فعالیتونو د تر سره کولو راپورونه خپاره شوې وو چې بیا چارواکو د دا ډول مدرسو د مخنیوې ژمنه ور کړي وه.
تازه خبرونه
د نظام په ساتنه او تینګښت کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده – رییس الوزراء
وموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپل اختر پیغام کې د هېواد له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي؛ ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ملاتړ اړین دی.
ملا محمد حسن اخوند ویلي: خلکو ته زما پیغام دا دی، چې له خپل اسلامي نظام څخه ټینګ ملاتړ وکړي، په ښو کارونو کې له مسوولینو سره همکاري وکړي، ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده.
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې له خلکو دې خپله مرسته نه سپموي.
هغه له مسلمانانو په تېره بیا له حاجیانو وغوښتل، چې د فلسطین خلکو ته دعا وکړي او له فلسطینیانو سره پر پیوستون او مرستې یې هم ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملا محمد حسن اخوند خبرې راخیستي، چې ویلي یې دي: هغه پر امنیتي ځواکونو او د امارت پر ټولو ادارو غږ کړی، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
دغه راز په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او کلتوري تنوع ته دې درناوي او پاملرنه وکړي، چې د سولې او سولهییز ژوندانه زمینه برابره شي.
عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستانآابادي او پرمختګ په یووالي، همکارۍ او د ټولو هېوادوالو لپاره د تعلیم او کار د مشروع حقونو په برابرولو کې نغښتی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې د افغانستان له خلکو سره د نړيوالو ټولنو د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دې ته ورته نور خبرونه:
شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بېوزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء
اسلامي امارت امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې – ملا محمد حسن آخوند
تازه خبرونه
په غور ولایت کې سېلاب ځپلیو ته د ښارګوټي جوړولو کار پیل شو
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د خبر له مخې؛ ملا برادر په دې غونډه کې ویلي، چې په غور کې د وروستیو سیلابونو له کبله د دغه ولایت ګڼو خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
دغور ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر لهخوا د دې ولایت سېلاب ځپلیو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غور ولایت امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ښارګوټي د استوګنې ۱۰۰۰ نمرې لري، چې ۲۰۰ کوره یې د اسلامي امارت لهخوا د وروستیو سیلابونو قربانیانو ته جوړیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ښارګوټي کې د سوداګرو او صرافانو پر همکارۍ د نورو کورونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.
ملا برادر غور ولایت ته پخپل سفر کې له یو شمېر عالمانو او د دیني مدارسو له استادانو سره هم وکتل.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د خبر له مخې؛ ملا برادر په دې غونډه کې ویلي، چې په غور کې د وروستیو سیلابونو له کبله د دغه ولایت ګڼو خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخیستی او اړوند وزارتونه او ادارې هم د مرستې لپاره هڅې کوي.
په غور کې سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او زرګونه کورنۍ زیانمن شوي دي.
ورته خبرونه:
تازه خبرونه
د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ګډون کوي
ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان استازي به د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د افغانستان اسلامي امارت استازي به دوحې په راتلونکې ناسته کې که جوړ شي؛ هلته به د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب وکړي.
دبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ دې ناستې ته تلونکی پلاوی به وروسته په ډاګه شي.
ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د دوحې کنفرانس په دوهیمه ناسته کې له ګډون هغه وخت ډډه وکړه، چې ملګرو ملتونو یې د افغانستان د یوازني رسمي استازي په توګه د ګډون غوښتنه رد کړه.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې د اجنډا له کتنې وروسته په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
دې ته ورته نور خبرونه:
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره مو باید دریځ ومنل شي – مولوي عبدالکبیر
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
کابل زلمی د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
له شپږم پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانۍ ارزښت او په بانکونو کې د پیسو کچه مخ پر ښه کېدو ده – د افغانستان بانک
-
لوبی3 days ago
حضرت الله ځاځي د مجیب الرحمن پر ځای په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان د اختر او محرم په ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په سویل کې ۸ اسرائيلي پوځیان ووژل شول
-
روغتيا5 days ago
تېر کال څه باندې ۱۶۰ زره واحده وینه راټوله شوې – روغتیا وزارت