تازه خبرونه
افغانستان اقتصادي او بشري ملاتړ ته اړتیا لري
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران د اواري لپاره اقتصادي مرستې وکړي.
مارتین ګریفیتس څرګندوي: یوازې بشري مرستې د افغانستان کړکېچ نشي اوارولی او په دې هېواد کې د اقتصاد، بانکي سیستم او بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا ته اړتیا ده.
مارتین ګریفیتس وايي؛ په افغانستان کې ۲۵ میلیون وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي، چې ۶،۶ میلیون وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي.
مارتین ګریفیتس وايي، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د حل لپاره یوازې بشري مرستې کافي ندي او د دې ننګونې د حل لپاره د افغانستان د اقتصاد، بانکي سیستم او بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.
مارتین ګریفیتس وایي: نولس میلیون وګړي، چې د افغانستان د نفوسو نیمایي برخه جوړوي؛ د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي، چې شپږ اعشاریه شپږ میلیون وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي. دا نن په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره ده، چې مونږ یې لرو. له دغو خلکو سره د مرستې لپاره بودجې ته اړتیا ده؛ نو مونږ له درې عمده ستونزو سره مخ یوو؛ د بودیجې نشتوالی، د ۷۰ سلنې ځوانانو او لویانو وزګارتیا او انفلاسیون، چې د خلکو نیمایي عاید پر خوراکي توکو لګیږي.
اسلامي امارت ویلي، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري ستونزې د غربي سیاستونو او نړیوالو بندیزونو پایله ده. د لویدیځ چلند د افغانانو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي: د بندیزونو او شتمنیو کنګل کېدو پر سوداګریزو بانکونو، د افغانستان بانک او خصوصي سکتور اغېزه کړې ده. د نننۍ ستونزې یوه لویه برخه د نړیوالې ټولنې په کړنو کې ریښه لري. بشري وضعیت ته له کتو سره، زمونږ لومړیتوب بشري بنسټونو ته د لاسرسي اجازه ورکول دي. خیریه موسسې د افغانستان هر ګوټ ته د خلکو د مرستې لپاره تلای شي. مونږ منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه لرو، چې افغانستان باثباته او پر ځان بسیا کړو.
بلخي د خپلو خبرو پر وخت په حکومت کې د اصلاحاتو يادونه هم وکړه او وایي، چې نوې څېرې او استعدادونه به په کې شامل شي.
عبدالقهار بلخي دا هم په ډاګه کړې: مونږ هېڅکله ندي ویلي، چې دا د حکومت وروستۍ بڼه ده او نه به نور اصلاحات او پرمختګونه په کې رامنځته شي؛ نوي استعدادونه به په کې ور اضافه شي او مونږ د داسې حل لارو په لټه کې یوو، چې افغانستان ته نورې ستونزې جوړې نکړي.
په افغانستان کې د یو شمېر بشري ټولنو او بنسټونو چارواکي هم د وضعیت له پېچلتیا او په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت په اړه اندېښمن دي.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتې استازی پیر کورنبویل وایي: په افغانستان کې د اوسنیو ژورو بشري ستونزو درې عمده لاملونه دي؛ د څلورو لسیزو جګړو میراث، له افغانستان سره د مرستو په اړه د نړیوالې اجماع نشتوالی، اقتصادي بندیزونه او د بانکي شتمنیو کنګل کېدل هغه مسایل دي، چې په افغانستان کې یې بشري ناورین نور هم پراخه کړی دی.
په افغانستان کې د سرې میاشتې د نړیوالې کمیتې مشر ایلوی فلین ویلي: د افغانستان د خلکو بشري ستونزې ورځ تر بلې پېچلې کیږي؛ په افغانستان کې بانکي سیستم سم کار نکوي، خصوصي سکتور د پانګونې او دندو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دی، په نړیوالو بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي. د اوکراین د کړکیچ په تړاو نړیوال وضعیت مخ پر خرابېدو دی او وضعیت یې د افغان کورنیو لپاره ستونزمن کړی دی.
په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشره ماری هیلین مکګورټي وایي؛ په افغانستان کې وضعیت خورا نازک دی. میلیونونه افغانان لږ تر لږه د ورځې یو ځل د ځان او خپلو کورنیو د خوراک لپاره کافي خواړه نلري. دا حقیقت، چې ښځې او نجونې کار نشي کولی بشري ناورین نور هم مخ پر ډېرېدو دی.
ویل کیږي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نلري، د ښځو لپاره د کاري فرصتونو او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی هغه لاملونه دي، چې د اقتصادي ودې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د نه لیوالتیا لاره یې اواره کړې ده.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه18 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ23 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
