لوبی
افغانستان به د ریاض ۲۰۲۵ اسلامي پیوستون هېوادونو لوبو ته ۶۹ لوبغاړي واستوي
دا لوبې د اسلامي پیوستون سپورټ ټولنې تنظیم کړي او د اسلامي همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو لوبغاړي سره راټولوي.
افغانستان د ۲۰۲۵ سعودي عربستان ریاض اسلامي پیوستون هېوادونو په لوبو کې ګډون کوي؛ ۶۹ لوبغاړي به یې ۱۳ لوبې ترسره کړي.
دا لوبې د اسلامي پیوستون سپورټ ټولنې تنظیم کړي او د اسلامي همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو لوبغاړي سره راټولوي.
د آریانا راډیو او ټلویزیون لهخوا د ترلاسه شويو توضیحاتو له مخې، چې د لوبو رسمي خپرونکی دی؛ د افغانستان په پلاوي کې د منډې وهلو (۲) بواکس(۲) فوټسال (۱۴) جوجیټسو (۷)، کراټې (۳) موی تای (۲) لامبو وهلو (۴) میز ټینس (۲) تکوانډو (۵)، والیبال (۱۲)، وزن پورته کولو (۴) غېږنیونې (۹) او ووشو (۳) لوبغاړي برخه لري.
دا تر دې دمه د اسلامي پیوستون هېوادونو په لوبو کې د افغانستان ترټولو لویه لوبډله ده، چې د سپورټ او نړیوالو سیالیو په پراختیا کې نوې ملي پانګونه منعکسوي.
د افغانستان المپیک ملي کمیټې ټینګار کړی، چې لوبغاړي په کابل او بهر کې پراخه کچه روزنه تر لاسه کوي. په دې هیله، چې د تکواندو او غېږې نیولو په څیر اړوند برخو کې د هېواد لپاره د سرو زرو لومړني مډالونه وګټي. دا هغه څانګې دي، چې لوبغاړو یې په وروستیو سیمهییزو سیالیو کې ښې هڅې ترسره کړې دي.
د لوبو ۲۰۲۵ پړاو به د اسلامي پیوستون سپورټ ټولنې پېنځهویشتمه کلیزه هم ولمانځي او د مسلمانو هېوادونو ترمنځ به د یووالي، کلتوري تبادلې او سولې په وده کې د دې پېښې رول روښانه کړي.
آریانا راډیو ټلویزیون، چې په افغانستان کې د لوبو رسمي خپرونکی دی؛ څرګندوي، چې د افغان لوبغاړو د فعالیتونو بشپړ پوښښ به وړاندې کړي.
د ۲۰۲۵ اسلامي پیوستون هېوادونو لوبې به د لړم له شپاړلسمې څخه تر دېرشمې / د نومبر له اوومې څخه تر یوویشتمې پورې په ریاض کې ترسره شي، چې د دې پېښې شپږم پړاو دی.
دا لوبې به د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د ۵۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۳۵۰۰ لوبغاړي په ۲۱ سپورتي څانګو او دوه پارا سپورټي برخو کې سیالي وکړي. دا سیالۍ له ۲۰ کلونو وروسته سعودي عربستان ته پر برخه شوي دي. د دې لوبو لومړی پړاو پر ۲۰۰۵ کال په دې هېواد کې ترسره شوی و.
لوبی
د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
نن(چارشنبه د غویي دوهیمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.
دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.
دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.
دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.
په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.
د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.
د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون لهخوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.
سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.
تنظیم کوونکي وايي، چې دوهیم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ
دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛ په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.
آریانا تلویزیون د افغانستان دغېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو د تولید او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي، چې په هېواد کې د سپورټ د ودې او پراختیا پر لوري یو اغېزمن ګام دی.
دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛ په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.
د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ پرانیستونکی پړاو به د روان ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې په کابل کې ترسره شي.
سیالي هره ورځ د ماښام له ۶ څخه د شپې تر ۹ بجو په کابل بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست جمنازیم کې ترسره کیږي.
تنظیموونکي وايي، چې دا سیالۍ به د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰ لوبډلې ولري، چې شاوخوا ۳۵۰ لوبغاړي به په ۱۰ وزني ډلو کې سیالي وکړي.
تمه ده، چې په دې لیګ د غېږنیونې بېلابېلې بڼې او نوي راټوکېدونکي استعدادونه نندارې ته وړاندې شي او د لوبغاړو لپاره به پر لوړه کچه د سیالیو زمینه چمتو کړي.
آریانا ټلویزیون د دغو لوبو پراخ پوښښ پر ژوندۍ او تحلیلي بڼه وړاندې کوي.
غېږنیونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري او یو کلتوري اړین سپورټ پېژندل شوی؛ په بېلابېلو سیمهییزو دودونو کې ژورې ریښې لري او پر شوقي او مسلکي کچه ترسره کیږي.
د دې سیالیو منظم پیل د سپورټ په عصري کولو او ډېرو لوبغاړو ته د ډېرو سیاليو د فرصتونو په چمتو کولو کې د لوبېدا ښه زمینه ګڼل کیږي.
چارواکي وايي؛ د سیالیو دا نوښت نه یوازې د غېږنیونې هڅول رانغاړي، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په یوه منظم مسلکي ټورنمنټ کې سیالان راټولوي، چې ملي یووالي او ویاړ ته هم وده ورکړي.
تمه ده، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ به د لیدونکو د پام وړ شمېر راخپل کړي؛ ځکه، نو ټلویزیون دا زړهراکښونکی سپورتي پېښه د پروګرامونو په مهالوېش کې ځای کړې ده.
-
سوداگري4 days agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
نړۍ4 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې
-
تازه خبرونه2 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
