Connect with us

سوداگري

افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول

د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې ويلي، د لمریز لېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې دې هېواد ته د ایران غیرنفتي صادرات د ۲۵۴ میلیون ډالرو پر زیاتېدو ۱ میلیارډ او ۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.

ایلنا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې په دې موده کې د اوسپنې، فولادو، سمنټو، هګیو او کچالو په ګډون شاوخوا ۵۶۰ زره ټنه ایراني توکي افغانستان ته صادر شوي دي.

د ایران د سوداګرۍ د پراختیا ادارې مشر حسین روستایي په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو ارزښت ۲۵۴ میلیون ډالره او او وزن ۵۵۹ زره ټنه ډېر شوی دی. د ټولو صادراتو وزن  ۲ میلیون او ۵۲۳ زره ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال پر پرتله یې ۲۸ سلنه وده کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان څخه د ايران د وارداتو ارزښت هم څه باندې ٣٣ ميليون ډالرو ته رسېدلى، چې ١٩٢ سلنه زياتوالى يې موندلى او پر ټولیزه توګه په وارداتي توکو کې وربشي، جوار، ممپلي او مرچ راغلي دي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!