لوبی
افغانستان د هندوستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبډلې نوملړ اعلان کړ
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن د هندوستان پر وړاندې راتلونکیو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې خپله لوبډله وټاکله.
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې په هندوستان کې به افغان ملي لوبډله له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر یوولسمه (راتلونکې پنجشنبې پر ورځ) پیل او له مهالوېش سره سم به دوهیمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه او درېیمه لوبه پر اووه لسمه نېټه ترسره کړي.
د غوراوي کمیټې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ یادو لوبو ته یې د لومړي ځل لپاره ۱۹ لوبغاړي ټاکلي او موخه ترې نړیوال جام سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
د ابراهیم ځدراڼ تر لوبډلمشرۍ لاندې د لوبډلې نوملړ:
لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان.
کرکټ بورډ زیاته کړې: که څه هم راشدخان د لوبډلې په نوملړ کې شتون لري؛ خو دا، چې په دې وروستیو کې یې عملیات شوی، شاید د کومې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ونه دانګي.
دا، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي؛ نو په اړه یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وایي: مونږ خوشاله یوو، چې د لومړي ځل لپاره افغان اتلان د دوه اړخیزې لوبلړۍ لپاره هند ته سفر کوي. له شک پرته، چې هند د کرکټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی او افغان اتلان اوس هغه حد ته رسېدلي، چې له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي او د تل په څېر د خپلې پیاوړتیا ثبوت نندارې ته وړاندې کړې.
افغان او هند لوبډلې به لومړۍ لوبه د هند په موهالي، دوهیمه په انډور او درېیمه هغه د هند په بنګلور لوبغالو کې ترسره کړي.
د یادولو وړ ده، چې دا سیالۍ د آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه16 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ22 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
