Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له یمن وروسته بشري مرستو ته اړ دوه یم هېواد دی ـ راپور

خپور شوی

د

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، افغانستان د احتمالي بشري فاجعو او د دوه سوه زیان لیدونکیو انسانانو په نوملړکې دوه یم هېواد دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې(آی آر سي) د راپور له مخې، جګړه، کرونا او اقلیمي بدلونونه به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان، یمن، سوریه، کانګو او د ایتوپیا ډیموکراټیک جمهوریت په ګډون په نږدې ۲۰ هېوادونو کې څه باندې دوه سوه میلیون خلک له بېوزلۍ او لوږې سره مخ کړي.

په راپور کې راغلي، چې  کرونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي ګامونو هم پر میرمنو فشار راوړی، چې دوی زدکړو او روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي فرصتونو له لاسه ورکړي.

کمیټې دا هم ویلي، چې د اقلیم بدلون په ټوله نړۍ کې بېړنی حالت ډېر کړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډیویډ ملیبنډ ویلي؛ د ۲۰۲۰ کال به په تاریخ کې یو ناکرار کال په توګه پای ته ورسیږي، خو راتلونکی کال به مونږ اړ کړي، چې څرنګه له زیان لیدونکیو سره مرسته کولی شو.

ملیبنډ زیاته کړې؛ په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه پالیسي جوړونکي او حکومتونه باید نه یوازې د زیان منونکيو وګړيو په اړه بې پروایي ونکړي، بلکې د بشري بحرانونو مخنیوي ته هم پام راواړوي.

هغه زیاته کړې: مونږ همدا اوس په تاوتریخوالي کې زیاتوالي، جبري ودونو، د عاید له لاسه ورکولو او له زدکړو د میرمنو بې برخې کېدو اندېښمن کړي یو.

د راپور له مخې؛ په جګړه ځپلو هېوادونو کې بې ځایه کیدنه هم یوه جدي ننګونه ده او د کمیټې کار یې کمزوری کړی دی.

د دې کمېټې په راپور کې راغلي چې اوږدې جګړې به په افغانستان کې بشرپاله مرستو ته اړتیاوې ډېرې لوړې کړي.

د دې راپور د څرګندونو له مخې؛ نادولتي وسلوالو ډلو، ملیشو او جانیانو بحران نور هم ژور کړی دی.

د ژغورنې کمیټې ویلي؛ له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو خلکو شمېر۳۸۵ سلنې ته رسیدلی دی.

د ژغورنې کمیټې دا هم ویلي، چې په نوملړ کې راغلي هېوادونه د بشري مرستو کارمندانو ته هم خورا خطرناک هېوادونه دي.

دوی زیاته کړې، چې له ۲۰۱۶ کال را وروسته  په دې هېوادونو کې ۹۴ سلنه د بشري مرستو کارمندان وژل شوي، ۸۴ سلنه ټپیان او ۹۸ سلنه تښتول شوي دي.

راپور زیاته کړې، په جګړو کې پرته له دې، چې نړیوال قانون په پام کې ونیول شي؛ روانې ساتل شوې دي، چې په  کې ملکي وګړیو او بېخبناوو ته زیان اوړي.

د ژغورنې کمیټې د لاندې ۱۰ هېوادونو نوم لړ جوړ کړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې به بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري:  یمن، افغانستان، سوریه، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ایټوپیا، بورکینا فاسو، سویلي سوډان، نایجیریا، وینزویلا او موزمبیک.

له دې مخکې د نړۍ له ولږې ځپلیو سره د مرستې نادولتي ټولنې ویلي وه، چې په افغانستان کې خوراکي توکو ته د اړو خلکو شمېر ډېر لوړ شوی او نږدې دېرش سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

Published

on

چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرله‌پسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.

هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.

هغه زیاته کړې؛ چین د سیمه‌ییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.

دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرله‌پسې ګواښ دی.

هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!