تازه خبرونه
افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هره ورځ ۵۰ کسان له لاسه ورکوي- داکتر محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۸) له غرمې مخکې د روسیې د اوفا ښار په کوربتوب د اوفا په لسمه امنیتي ناسته کې گأون وکئ او د وینا پر مهال یي ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس کسان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي!
د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار داکتر حمد الله محب دا هم ویلي، چې افغانستان له تروریزم سره په مبارزه کې د لومړي سنګر حیثیت خپل کړی او په وړاندې، یې مبارزه باید زمونږ د کارونو په لومړیتوب کې وي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: داکتر محب دغه راز څرګنده کړی، چې ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبران د یوې سیکې دوه مخه دي. تاریاک د ترهګرو د عوایدو اصلي سرچینه ده، چې هر کال ورته میلیاردونه دالر پیدا کوي او له دې پدیېدې سره د مبارزې لپاره عمل، همغږي او یووالي ته اړتیا ده.
هغه دا هم ویلي، چې له مالي جرایمو سره مبارزه زمونږ د هېوادونو د ملي امنیت لپاره خورا کلیدي ارزښت لري. د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو له غیر راجسترشويو سیستمونو څخه د پیسو تر لاسه کیدو او له نظارت پرته د خیرات په نوم په سیمه کې د ترهګرو لپاره د مالي سپما ټولولو پر ضد کلکه مبارزه اړینه ده.
ملي امنیت سلاکار دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې د پام وړ یو بل ټکی سرحدي همکاري ده. زمونږ په سیمه کې هره ورځ زرګونه کسان په ناقانونه توګه له پولو اوړي او رااوړي، چې له تروریستانو سره یو ځای، روزنه تر لاسه او زمونږ خلک یې موخه ده. له دې ترکیبي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په همهاله توګه د معالوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه پر لازمه تکنالوژۍ سمبالول او زمونږ د سیمې د سرحدونو د نظم لپاره ګډې همکارۍ ژوند بښونکې دي.
نوموړي دا هم ویلي؛ سایبري جرمونه د دې جګړې بل مهم عنصر دی، چې زمونږ هېوادونو ته خطر پېښوي. افغانستان چمتو دی، چې په دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه ییز شراکتونه ولري او د هغو مخربو کړیو مخنیوی وکړي، چې له انترنت څخه ناسمه ګټه اخلي او زمونږ په ټولنو کې وېره خپروي او زمونږ د پرمختګ مخه نیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې سیمه اونړۍ یو ځل بیا له امنیتي او سیاسي ګواښونو سره مخ شوې ده.
تازه خبرونه
حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سېشنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
تازه خبرونه
پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
