تازه خبرونه
اقتصاد وزیر او د ناروې د کډوالو شورا سرپرست د بېځایه شویو پر ستونزو وغږېدل
د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.
د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ناروې د کډوالو شورا له ملاتړي مشر او سرپرست رابرټ انزیکوا سره په کتنه کې د کورنیو بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، د روانو پروګرامونو د وضعیت، اړمنو کسانو ته د بېړنیو او عاجلو مرستو او شته ننګونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه پروګرامونه حقوقي مرستې، ښوونه او روزنه، د ژوند د معیشت ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو ته د عاجلو او بېړنیو مرستو رسول، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول او راستنېدونکو ته د سرپناه چمتو کول رانغاړي.
هغه زیاته کړې، سره له دې، چې د روان کال بودجه کمه شوې؛ خو دغه بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او د عاجلو بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې لري او اوس هم د زیانمنو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د مرستندویو بنسټونو او تمویلوونکو د زیاتې پاملرنې د جلبولو هڅې به روانې وي.
د اقتصاد وزیر هم د ناروې د کډوالو شورا د بشري مرستو د دوام له کبله مننه کړې او ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید پراختیايي پروژو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو آزادولو ته نوره ډېره پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې؛ د کاري فرصتونو له برابرېدو، مسلکي زدهکړو، له زیانمنو قشرونو ملاتړ او د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځانبسیاینې زمینه برابره شي او د اړمنو خلکو پر بهرنیو مرستو تکیه به هم کمه شي.
تازه خبرونه
درې ایټالیا میشتي افغانان په اور کې وسوځېدل؛ دوه پاکستانیان نیول شوي
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د ایټالیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په سویل کې پر لوی لاس د یوه موټر د سوځولو له کبله د څلورو کرنیزو کارګرانو د مړینې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د ایټالیا دولتي ټلویزیون RAI راپور ورکړی، چې قربانیان یو پاکستانی او درې افغانان دي.
د راپور له مخې، نیول شوي دوه کسان هم د پاکستان وګړي دي.
دا پېښه د ایټالیا د سویلي کالابریا ولایت د آمنډولارا سیمې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې ده.
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د راپور له مخې، یو شکمن هڅه کوله د موټر دروازې تړلې وساتي. په داسې حال کې، چې اور غړانده شوی و. د موټر یوه بله سپرلۍ، چې افغان و؛ پر تېښته بریالی شوی او د سوځېدو د ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کاستروویلیاري ښار څارنوال السانډرو ډالسیو تائید کړې، چې د څلورو کسانو جسدونه د دوشنبې پر ورځ د موټر دننه موندل شوي او د دې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي.
تازه خبرونه
د بودجې کموالی په افغانستان کې بشري مرستې ګواښي- اوچا
اوچا د سېشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د می تر پایه بشري مرستندویه بنسټونو د افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د بشري غبرګون د طرحې لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) خبرداری ورکړی، چې د بودجې کموالی په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کوي.
اوچا د سېشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د می تر پایه بشري مرستندویه بنسټونو د افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د بشري غبرګون د طرحې لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه ترلاسه کړې ده.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې، مرستهکوونکو هېوادونو او بنسټونو تر اوسه د روان کال په اوږدو کې د ټول افغانستان لپاره د بشري فعالیتونو د اړتیا وړ له ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو څخه نږدې ۲۶۹ میلیون ډالر برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی، که بېړنۍ زیاته بودجه برابره نهشي؛ ښايي میلیونونه زیانمن افغانان له اړینو مرستو بېبرخې پاتې شي.
افغانستان اوس هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي او میلیونونه خلک د پرلهپسې اقتصادي ستونزو، اقلیمي ننګونو او پراخې بېوزلۍ سره مخ پاتې دي او پر بهرنیو مرستو تکیه لري.
تازه خبرونه
د افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
د حبیبولین د څرګندونو له مخې، د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په پام کې له نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر آسانتیا یو منطقي وړاندیز دی.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیبولین د افغانستان او روسیې ترمنځ د ویزو د لغوه کېدو وړاندیز کړی او څرګندوي، چې دا اقدام به سوداګري، پانګونه او ګرځندوی پیاوړی کړي.
د حبیبولین د څرګندونو له مخې، د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په پام کې له نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر آسانتیا یو منطقي وړاندیز دی.
هغه د روسیې او افغانستان په اړیکو کې وروستیو پرمختګونو ته هم نغوته کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د افغانستان د سفیر له لوري د باورلیک وړاندې کول، د روسیې او اسلامي نړۍ په غونډه کې د دواړو هېوادونو د ګډ دولتي کمیسیون لومړنۍ غونډه او د پوځي ـ تخنیکي همکاریو د هوکړهلیک لاسلیکول؛ په کې دي. دغه هوکړهلیک د یوه نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شو، چې د روسیې د امنیت شورا تر څارنې لاندې جوړ شوی و.
حبیبولین ویلي، چې د پوځي ـ تخنیکي همکاریو دا هوکړهلیک په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو د ترمیم او بیارغونې پروګرامونه رانغاړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له روسي وسایطو او الوتکو، د «ام آی ـ ۱۷» چورلکو او کاماز موټرو په ګډون؛ کار اخلي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر همدارنګه د افغانستان د انرژۍ او کانونو په سکټورونو کې د روسي شرکتونو د مخ پر زیاتېدونکي حضور یادونه کړې او څرګندوي، چې دغه شرکتونه اوسمهال د تېلو د تولید، چاڼ او د کاني زېرمو د استخراج په پروژو کې ونډه لري.
-
لوبی3 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی3 days agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
لوبی19 hours agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
سوداگري3 days agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
تازه خبرونه4 days agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
نړۍ2 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
