نړۍ
امریکایي ځواکونو د القاعده یو لوړپوړی غړی وژلی دی
د پاکستان پوځ رسنیو ته په ډاگه کړې، چې د القاعدې یو لوړ پوړی غړی، چې په نیویارک او لندن کې پر بمي چاودنو تورن پېژندل کیږي؛ د امریکا له لوري په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ په وینا: عدنان الشکري جمعه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان پولې ته نږدې وژل شوی دی.
د امریکا فدرالي پولیس اف بي آی نوموړي د القاعده د نړیوالو اړیکو د مشر پهتوگه یاد کړی دی.
له ده مخکي خالد محمد نومي، چې د سپتمبر د حملو طرح کوونکی گڼل شوی، دغه دنده تر سره کوله.
د عدنان الشکري جمعه زوکړه په سعودي عربستان کې شوې؛ خو ډېر وخت په امریکا کې تېر شوی دی.
نړۍ
د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسلهوال په ډزو کې ووژل شو
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسلهوال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووهلسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.
په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نهدي.
د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.
ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
نړۍ
له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.
ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نهشوې.
د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.
دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نهکړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.
د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.
کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده
نړۍ
د اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیتشمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoله ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان سفارت فرهنګي اتشې د مسکو په درې ورځني« د نړۍ رنګونه» نندارتون کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې
-
څار3 days agoڅار: د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

