تازه خبرونه
امریکایي ځواکونو په کندهار کې پر طالبانو ځوابي برید ترسره کړی
امریکایي ځواکونو ویلي؛ د شنبې پر شپه د کندهار په هوایي ډګر کې بهرني ځواکونه تر توغندیز برید لاندې راغلل، چې سمدستي بهرنيو ځواکونو هم پر وسلوالو هوایي بریدونه وکړل.
د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګټ زیاته کړې: امریکایي ځواکونو نن شپه پرهغو توغندیو ویجاړونکی برید ترسره کړ، چې پرهوایي ډګر د توغولو لپاره ځای پر ځای شوي وه.
هغه ویلي، چې د کندهار هواي ډګر نن له غرمې وروسته له نامستقیمې اورلګیدنې سره مخ شو؛ خو پرسونل ته کوم زیان ندی رسیدلی او تجهیزات هم زیانمن شوي ندي.
هغه دا هم ویلي، چې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر موخه د ځواکونو ساتنه ده او د ائتلاف د ارادې ښکارندویي کوي.
هغه د وسلوالو مخالفانو د بریدونو په اړه ویلي؛ تاوتریخوالي ته ستنیدل به بې معنا او خواشینوونکې وي؛ خو تېروتنه مه کوئ، مونږ پخپلو پوځي تجهیزاتو د ائتلاف پروړاندې هر ډول بریدونو ته په کلکه ځواب وایو او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پوځي تجهیزات هم په واک کې لرو. پدې لوري تګ به تېروتنه وي.
د شنبه پر ورځ د می پر لومړۍ نېټه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ ورځ وه؛ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتوالي له کبله د طالبانو د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ښارونو کې امنیتي هڅې پراخه شوې وې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ له افغانستان څخه د می تر لومړۍ نېټې د بهرنيوځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې له هوکړې سرغړونه ده او طالبانو ته یې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هر ډول مناسب اقدام د ترسره کولو لار خلاصه کړې؛ خو په دې اړه د مشرتابه سپارښتنې ته سترګې پر لاره دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت دې وضعیت ته له پاملرنې وروسته اعلان وکړ، چې ځواکونه به یې د می په میاشت کې وتل پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.
دغه راز واشنګټن خبرداری ورکړ، چې که د وتلو پرمهال پر بهرنیو ځواکونو برید وشي؛ نو دوی به له ځانه دفاع وکړي.
کارپوهانو ويلي، چې د طالبانو ګواښونه باید جدي ونیول شي؛ خو د بهرنیو اهدافو پروړاندې د برید مخه باید ونیول شي؛ ځکه، چې طالبان باید خبرې اترې روانې وساتي.
د واشنګټن په ووډرو ویلسون مرکز کې د آسیا برنامې مرستیال مایکل کوګلمن رویټرز ته ویلي، مونږ د بریدونو مخه نشو نیولی.
دې په ډاګه کوي، چې طالبان به اوس پر بهرنیو ځواکونو ډېر بریدونه ونکړي؛ ځکه دوی پوهیږي، چې وتلو ته نېټه ټاکل شوې ده.
د یادونې ده، چې د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د نړیوالو په منځګړیتوب د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو تړون لاسلیک شوی، چې پر بنسټ یې باید د می پر لومړۍ نېټه بهرني ځواکونه له دې هېواده وتلي وای او طالبانو هم د بهرنیو ځواکونو پر اډو برید نه وای کړی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه4 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه11 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی12 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
