تازه خبرونه
امریکا دوه پخواني افغان چارواکي د مالي فساد پر تور تحریم کړل
د امریکا مالیې وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۰ ) د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میر رحمان رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او د دوی د کورنۍ پر غړو (جمیله جوشان، حاجي محمد حسین، تمنا میر رحمان، یلدا میر رحمان، لینا میر رحمان او تهمینه تجلي) بندیزونه ولګول.
دغه وزارت د دغه بندیز لامل په ( انتقالي فساد ) کې د دغو پخوانیو افغان چارواکو ونډه ښودلې ده.
د دغو کسانو تر څنګ د امریکا مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څارنې دفتر د دوی پر ۴۴ اړوند بنسټونو هم بندیزونه لګولي دي.
د امریکا مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو د خپلو شرکتونو ( رحماني کورنۍ ) له لارې د مالي فساد یوه پېچلې طرحه پر لاره اچولې وه، چې په پایله کې یې له هغو قراردادونو څخه میلیونونه ډالر غلا او اختلاس کړي، چې د امریکا لهخوا د پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ورکړ شوي وه.
یاد وزارت ويلي؛ پر دغو اشخاصو او شرکتونو بندیزونه د هغو کسانو پر وړاندې د دې وزارت ژمنتیا پر ګوته کوي، چې له دندو څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي.
د امریکا د مالیې وزارت دا هم ویلي، چې د رحماني کورنۍ د فساد د پلانونو د وړاندې کولو په هر پړاو کې د نورو پر تاوان د ځان بډاینې فرصتونه رامنځته کړي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ رحماني له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د تېلو په قراردادونو کې د بیو پر لوړولو تورن دي. دوی پر درغلۍ تېل واردول او له مالیې پرته یې پلورل.
د امریکا د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې میررحمان رحماني او اجمل رحماني د افغانستان ولسي جرګې ته د رشوت پر ورکولو لار وموندله او د خپل فاسد سیستم د ملاتړ لپاره یې له خپل رسمي موقف څخه ګټه پورته کوله.
میررحمان رحماني او اجمل رحماني څو شرکتونه لرل، چې د قراردادونو په داوطلبۍ کې برخه واخلي او په دې توګه د درغلۍ له لارې سیالان ماتېدل او دوی به د امریکا قراردادونه ترلاسه کول.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۴ کال کې د رحماني کورنۍ په ګډون څو کورنيو د تېلو په سوداګرۍ کې د يو بل پر همکارۍ د تېلو بيه له ۲۰۰ ميليونو ډالرو څخه لوړه کړه، چې د امريکا لهخوا تمويلېدل. په دې توګه يې سيالي له منځه وړله او د تړون په ګټلو کې به بریالي شول.
د امريکا ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان ګمرک د ناټو، امريکايي او افغان ځواکونو لپاره د تېلو په ګډون د ځينو توکو معافيتپاڼې وېشلي، چې دغه توکي له ماليې پرته هېواد ته داخل شي؛ خو اندازه يې ټاکل شوې وه. د رحماني د نفتو شرکتونو استازو د ګمرک چارواکو ته د دغې معافیتپاڼې د ترلاسه کولو او د وارداتي توکو د کچې ډېرولو لپاره نغدې پیسې ورکولې.
په ورته یوه پېښه کې اجمل رحماني په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې داسې معافیتپاڼه ترلاسه کړه، چې پر بنسټ یې رحماني شرکت یو میلیارد لیټره تېل وارد کړل. په داسې حال کې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېلو یوکلن لګښت ۴۰۰ میلیون لیټره و.
د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې له هغې وروسته، چې د رحماني شرکت دالوتکو د تېلو تړون لغو شو؛ دې شرکت ۲۵۰۰ ټنه تېل له مالیې پرته وارد کړل. رحمانيکورنۍ د مغافیتپاڼې پر کارولو له افغان حکومت څخه میليونونه ډالر ماليات غلا کړي دي.
اجمل رحماني په ولسي جرګه کې د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر چارواکو ته ۱.۶ میلیون ډالر وېشلي وه، چې پایلې یې د ده پر ګټه اعلان کړي. اجمل رحماني ولسي جرګې ته د کابل د خلکو د استازي په توګه لار موندلې وه.
دغه راز میر رحمان رحماني په ۲۰۱۸ ز. کال کې د ولسي جرګې د رییس د څوکۍ د خوندي کولو لپاره د ولسي جرګې غړو ته میلیونونه ډالر ورکړي دي.
دې کورنۍ په افغانستان کې له دغو هڅو سره – سره، اوس هم د نړیوالو شرکتونو له شبکو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
د امریکا د مالیې وزارت د سپارښتنې له مخې؛ په امریکا کې د هغو اشخاصو او بنسټونو ټولې شتمنۍ او پانګه ضبط کیږي، چې پر فساد تورن وي. هر هغه مالي شرکت یا فرد، چې له دې خلکو یا شرکتونو سره سوداګري کوي؛ د بندیزونو د پلي کولو له خطر سره مخ کېدی شي.
میر رحمان رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه د ۲۰۱۹ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال د افغان حکومت تر نسکوریدو پورې کار کړی دی.
میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني تر اوسه د امریکا د خزانې وزارت د دې اقدام په اړه څه ویلي نهدي.
تازه خبرونه
د افغانستان او قرغزستان وزیرانو د اقتصادي پراختیا غوښتنه وکړه
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.
په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف پر اقتصادي او سوداګریزې پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.
د ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د شته ظرفیتونو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریز حجم زیاتولو، ځانګړو صادراتي توکو نښه کولو، ټرانزیټي پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسولو، بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبولو، نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو جوړولو او د ګډ کاري ګروپ منظم غونډو ترسره کولو بحث وکړ او خپل اندونه یې تبادله کړل.
د دواړو هېوادونو وزیرانو د پخوانیو هوکړهلیکونو پر پلي کولو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان اسلامي امارت او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د لارې نقشه، چې افغان پلاوي د قرغزستان د سفر په لړ کې لاسلیک کړي؛ ټینګار وکړ.
دا غونډه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.
تازه خبرونه
د افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
د بشري حقونو بنسټ د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د اندېښنو له مخې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې سمدستي دې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنېدا مخه ونیسي او د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې خپلې ژمنې ترسره کړي.
د بشري حقونو بنسټ د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا جبري ستنېدا په داسې حال کې تر سره شوې، چې په افغانستان کې وضعیت د دوی پر ګټه ندی.
د راپور له مخې؛ د ښځو محدودیتونه، له ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو سره د دوی پر کار بندیز او محرومیت په افغانستان کې له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده.
د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون ۳۳ ماده ښیي او ډاډ ورکوي، چې هیڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل شي، چې دوی د شکنجې، غیر انساني چلند یا نه جبرانیدونکي زیان سره مخ وي.
د بښنې نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ افغان کډوال د بېرته ستنېدا په وخت کې له دوه اصلي ګواښونو سره مخ دي: د پخوانیو حکومتي چارواکو څارنه او ځورونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه. له جبري ایستل شویو کډوالو سره د مرکو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو ډېری پخواني غړي او حکومتي چارواکي د غچ اخیستنې له وېرې نشي کولی خپلو ولایتونو یا پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو یوه پخواني راپور هم تائید کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده؛ ښځې او نجونې، د مدني ټولنې فعالان او پخواني دولتي کارمندان د تر ټولو زیان منونکو ډلو په توګه پېژندل شوي دي. سربېره پردې د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدا په هېواد کې روان بشري ناورین نور هم خراب کړی دی.
اسلامي امارت تل دا ډول راپورونه رد کړي او څرګندوي، چې د افغانانو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نهتګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي.
تازه خبرونه
د افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نهتګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نهتګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نهتګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”
د خبرپاڼې د ټینګار له مخې؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض د افغانستان په ګټه ندی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په بشري فعالیتونو کې د ښځو ګډون د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین دی.
ویل کیږي، چې د دغو محدودیتونو له غځېدا سره به د زیان منونکو ډلو لپاره د بشري مرستو او ژغورنې بهیر بشپړ زیانمن شي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
