سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران پر باريکښتیو نوي بندیزونه ولګول
بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنهیي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باريکښتیو ګټې ګواښي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا خزانې وزارت د چارشنبې پر ورځ د ایران پر ۱۱۵ ملګرو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه ولګول، چې په تېر جون کې د تهران پر اړینو اټومي سیمو له بمبارډ وروسته؛ پر ایران د امریکا د ” بشپړ فشار” ښکارندویي کوي.
بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنهیي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باريکښتیو ګټې ګواښي.
د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومتولۍ د لومړي پېر د ۲۰۱۸ کال راپدېخوا له ایران سره د تړاو تر ټولو مهم بندیزونه دي.
د خزانې وزارت د څرګندونو له مخې؛ شمخاني د یوه پېچلي جال له لارې د کانټینري کښتیو او ټانکرونو یوه پراخه شبکه څاري، چې په ټوله نړۍ کې د ایران او روسیې تېل او نور توکي پلوري.
د امریکا دې وزارت پر شمخاني تور لګولی؛ په تهران کې د شخصي اړیکو او فساد له لارې لسګونه میلیارډ ډالر ګټه ترلاسه کوي، چې ډېری یې د ایران د حکومت د ملاتړ لپاره کارول کیږي.
په ټوله کې دا نوي بندیزونه د باريکښتیو پر ۱۵شرکتونو، ۵۲ کښتیو، ۱۲ کسانو او ۵۳ بنسټونو لګول شوي، چې په ۱۷ هېوادونو کې له پاناما څخه تر ایټالیا او هانګ کانګ پورې یې له بندیزونو څخه سرغړونې کړې دي.
د امریکا یوه چارواکي ویلي، چې نوي بندیزونه به د ایران لپاره د خپلو تېلو پلورل “ډېر ستونزمن” کړي؛ زیاتوي، چې دولت د تېلو په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ وړاندویېنه نهکوي.
دې امریکایي زیاته کړې؛ د ایران د تېلو صادرات له دې مخکې د کوچنیو بندیزونو له کبله د کال په لومړیو کې د ورځې شاوخوا ۱.۸ میلیون بېرل ول، چې ۱.۲ ته راټیټ شوي دي.
له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د هېواد د زدهکوونکو شبکې ته ویلي وه، چې دا بندیزونه د ایراني ملت پر وړاندې د امریکا د دښمنۍ یوه روښانه بیلګه ده.
اسماعیل بقایي دا هم ویلي؛ د تېلو بندیزونه “یو ناوړه عمل دی، چې هدف یې د ایران اقتصادي پرمختګ او د خلکو هوساینې ته زیان رسول دي.”
چین د ایران د تېلو ترټولو لوی پېرودونکی دی.
اروپايي اتحادیې د جولای په لومړیو کې پر شمخاني بندیز ولګاوه، چې د روسیې د تېلو په سوداګرۍ کې لوی لاس لري.
یو امریکایی چارواکي ویلي، چې د چارشنبې د ورځې اقدام به پر روسیه او ایران دواړو اغېزه وکړي؛ خو ډېر پر ایران راڅرخي.
د محمد حسین شمخاني پلار علي شمخاني هم په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلی و.
د بندیزونو وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې تېره میاشت د ایران پر اټومي تاسیساتو له بمبارډ وروسته د امریکا او ایران د ډیپلوماسۍ د نوې کولو امکانات تیاره پاتې شول.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ؛ که تهران د اټومي ځایونو له بمبارډ وروسته د غني کولو بهیر بیا پیل کړي؛ نو امریکا به پرې د برید سپارښتنه وکړي.
هغه خبریالانو ته دا هم ویلي، چې ایران “ښې نښې” نلري او د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو لپاره هر ډول هڅې به سمدلاسه ودرول شي.
رویټرز راپور ورکړ، چې امریکا په تېر جون له خپلو هوایي بریدونو مخکې له ایران سره پېنځه پړاوه خبرې لرلي.
ټرمپ ویلي؛ هغه پروګرام یې “له منځه وړی” چې واشنګټن او متحد یې اسرائیل د اټومي بم جوړول بولي.
ځینو کارپوهانو د زیان کچه تر پوښتنې لاندې راوستې او ایران د اټومي وسلود لرلو غوښتنه رد کړې ده.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لار ډېره تنګه ګنلې او ویلي یې دي، چې امریکا باید د خبرو له بیا پیلېدا مخکې ایران ته د غرامت ورکول ومني.
سیمه ییز خبرونه
مونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې پزشکیان محمد بن سلمان ته ویلي؛ تهران له هر هغه بهیر هرکلی کوي، چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي او د جګړې مخه ونیسي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته ویلي، چې ریاض به د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د سعودي هوايي حریم یا خاورې کارولو اجازه هیڅکله ورنکړي.
محمد بن سلمان ویلي؛ هېواد یې له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي« چې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې پزشکیان محمد بن سلمان ته ویلي؛ تهران له هر هغه بهیر هرکلی کوي، چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي او د جګړې مخه ونیسي.
د سعودي ولیعهد دا څرګندونې له هغې وروسته وړاندې کړي، چې متحده عربي اماراتو هم ورته دریځ ونیو او اعلان یې وکړ؛ د ایران پر ضد به د هيڅ پوځي هڅې لپاره خپل هوايي حریم او یا هم خپلې سمندري اوبه په واک کې ورنکړي.
دغه راز دوه امریکایي چارواکو رویټرز خبري سرچینې ته ویلي؛ یوه امریکايي الوتکهوړونکې بېړۍ او څو جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې له پراخو اعتراضونو سره مخ و، چې په کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
اروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول
دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنه او هند غواړي د دفاعي برخې همکاري پراخه او په اروپايي دفاعي نوښتونو کې د هند د ګډون شونتیا ارزول هم راونغاړي.
دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
د هند لپاره له اروپايي ټولنې سره ژوره همکاري دا فرصت برابروي، چې پر خپلو دودیزو دفاعي شریکانو سربېره همکاري وغځوي او لکه یوه ستر امنیتي لوبغاړی خپل رول نور هم پراخ کړي.
د دې مسودې له مخې، چې تمه ده د سېشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه منظمې سلا مشورې کوي، چې په کې د دفاعي صنعتونو اړوند معلوماتو او تجربو تبادله هم رانغاړي.
په سند یا مسوده کې راغلي:«اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه سلا مشورې روانې ساتي او دا به د دفاعي صنعت پورې اړوند تبادلې هم راونغاړي.»
دې سند زیاته کړې؛ دواړه لوري به د هغو فرصتونو څېړنه وکړي، چې هند وکولی شي د اروپايي ټولنې په اړوند دفاعي نوښتونو کې برخه واخلي؛ ګډې ګټې او همغږي شوي امنیتي لومړیتوبونه موجود وي او دا به د دواړو لورو د حقوقي چوکاټونو له مخې ترسره کېږي.
په دې مشارکت کې همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د کلني امنیتي او دفاعي خبرو اترو د جوړولو وړاندیز شوی او ورسره به په سمندري امنیت، سایبري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخو کې هم ژوره همکاري وشي. دا هغه برخې دي، چې د جیوپولیټیک تاوتریخوالي د زیاتېدا، په اروپا او منځني ختیځ کې د شخړو او د مهمو سمندري سوداګریزو لارو د بېثباتۍ له کبله ډېرې مهمې شوې دي.
په مسوده کې راغلي:« د نړیوالو امنیتي ګواښونو مخ پر زیاتېدونکې پېچلتیا، جیوپولیټیک تاوتریخوالی او چټک ټکنالوژیک بدلون، د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د امنیت او دفاع په برخه کې د نږدې خبرو او همکارۍ اړتیا نوره هم زیاتوي.»
دا اعلان په داسې ورځ شوی، چې د هند لپاره ځانګړی سمبولیک ارزښت لري؛ ځکه هند په نوي ډیلي کې د جمهوریت د ورځې د پوځي نندارتون پر مهال د برهموس توغندیز سیستم هم نندارې ته وړاندې کړی دی.
تمه ده دا دفاعي ګډون هممهاله د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د آزادې سوداګرۍ د اوږدو خبرو اترو له پای ته رسېدا سره اعلان شي؛ ځکه، چې دا د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سټراټیژیکو اړیکو د نورې ژورېدا نښه ښیي.
سیمه ییز خبرونه
په کراچۍ کې د سوداګریز مارکیټ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر نږدې ۵۰ ته ورسېد
دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ په کراچۍ کې د یوه سوداګریز مارکیټ د پراخې اورلګېدنې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰ ته هغه مهال لوړ شو، چې اوروژونکو د نړېدلو ودانیو له ویجاړیو ۲۵ نور مړي راوویستل.
دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.
په دې مارکیټ کې شاوخوا د کورنیو ۱۲۰۰ دوکانونه ول، چې د واده جامې، لوبتوکي، لوښي او نور د اړتیا وړ توکي یې پلورل.
د کراچۍ مرستیال والي (ډپټي کمېشنر) جاوید نبي کوسو خبریالانو ته ویلي: «مونږ له ۲۰ تر ۲۵ پورې مړي یا د مړو پاتې شوني را ایستلي دي».
هغه زیاته کړې، چې دا پاتې شوني د ډياناې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړی وایي؛ د مړو د خراب حالت له کبله د دقیق شمېر تثبیت کول ستونزمن دي.
له دې مخکې د سېشنبې پر ورځ رسمي شمېر ۲۹ کسان ښودل شوی و.
اوروژونکو څو ورځې د اور له لمبو سره مبارزه وکړه او د سېشنبې پر ورځ یې پرې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. تر هغه وخته ګل پلازا بشپړه ویجاړه او هر څه اېره شول.
د دولتي ژغورنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له اورلګېدنې وروسته د ۸۴ کسانو د ورکېدا راپور ورکړ شوی دی.
پولیسو ویلي؛ شونې ده، چې ډېر ورک کسان مړه شوي وي او د قربانیانو د شمې ر د لوړېدا اندېښنه هم شته دی.
د ویجاړ شوي سوداګریز مرکز مخې ته د قربانیانو خپلوان او خواخوږي د هغوی پر یاد شمعې بلولي او ځینو د هغو کسانو انځورونه هم له ځان سره لرل، چې ګومان کېږي په پېښه کې مړه شوي دي.
دوکاندار رحمت خان دغه پېښه ناورین وباله او څرګندوي؛ اور د هغه په دوکان کې ولګېد له ۱۸ څخه تر ۲۰ پورې پر کسان سربېره زمونږ شپږ کارکوونکي هم موجود ول، چې پر وینا یې ټول اوس ورک دي.
دا اورلګېدنه له ۲۰۱۲ کال وروسته د کراچۍ تر ټولو خونړۍ پېښه ده؛ هغه مهال په یوه صنعتي کارخونه کې د اورلګېدنې له کبله له ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoمونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو
-
سوداگري4 days agoد ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدا غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoاروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
-
تحول3 days agoتحول: له کابل سره د پوځي همکارۍ پراخولو ته د تاشکند لېوالتیا
