سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران پر باريکښتیو نوي بندیزونه ولګول
بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنهیي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باريکښتیو ګټې ګواښي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا خزانې وزارت د چارشنبې پر ورځ د ایران پر ۱۱۵ ملګرو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه ولګول، چې په تېر جون کې د تهران پر اړینو اټومي سیمو له بمبارډ وروسته؛ پر ایران د امریکا د ” بشپړ فشار” ښکارندویي کوي.
بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنهیي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باريکښتیو ګټې ګواښي.
د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومتولۍ د لومړي پېر د ۲۰۱۸ کال راپدېخوا له ایران سره د تړاو تر ټولو مهم بندیزونه دي.
د خزانې وزارت د څرګندونو له مخې؛ شمخاني د یوه پېچلي جال له لارې د کانټینري کښتیو او ټانکرونو یوه پراخه شبکه څاري، چې په ټوله نړۍ کې د ایران او روسیې تېل او نور توکي پلوري.
د امریکا دې وزارت پر شمخاني تور لګولی؛ په تهران کې د شخصي اړیکو او فساد له لارې لسګونه میلیارډ ډالر ګټه ترلاسه کوي، چې ډېری یې د ایران د حکومت د ملاتړ لپاره کارول کیږي.
په ټوله کې دا نوي بندیزونه د باريکښتیو پر ۱۵شرکتونو، ۵۲ کښتیو، ۱۲ کسانو او ۵۳ بنسټونو لګول شوي، چې په ۱۷ هېوادونو کې له پاناما څخه تر ایټالیا او هانګ کانګ پورې یې له بندیزونو څخه سرغړونې کړې دي.
د امریکا یوه چارواکي ویلي، چې نوي بندیزونه به د ایران لپاره د خپلو تېلو پلورل “ډېر ستونزمن” کړي؛ زیاتوي، چې دولت د تېلو په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ وړاندویېنه نهکوي.
دې امریکایي زیاته کړې؛ د ایران د تېلو صادرات له دې مخکې د کوچنیو بندیزونو له کبله د کال په لومړیو کې د ورځې شاوخوا ۱.۸ میلیون بېرل ول، چې ۱.۲ ته راټیټ شوي دي.
له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د هېواد د زدهکوونکو شبکې ته ویلي وه، چې دا بندیزونه د ایراني ملت پر وړاندې د امریکا د دښمنۍ یوه روښانه بیلګه ده.
اسماعیل بقایي دا هم ویلي؛ د تېلو بندیزونه “یو ناوړه عمل دی، چې هدف یې د ایران اقتصادي پرمختګ او د خلکو هوساینې ته زیان رسول دي.”
چین د ایران د تېلو ترټولو لوی پېرودونکی دی.
اروپايي اتحادیې د جولای په لومړیو کې پر شمخاني بندیز ولګاوه، چې د روسیې د تېلو په سوداګرۍ کې لوی لاس لري.
یو امریکایی چارواکي ویلي، چې د چارشنبې د ورځې اقدام به پر روسیه او ایران دواړو اغېزه وکړي؛ خو ډېر پر ایران راڅرخي.
د محمد حسین شمخاني پلار علي شمخاني هم په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلی و.
د بندیزونو وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې تېره میاشت د ایران پر اټومي تاسیساتو له بمبارډ وروسته د امریکا او ایران د ډیپلوماسۍ د نوې کولو امکانات تیاره پاتې شول.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ؛ که تهران د اټومي ځایونو له بمبارډ وروسته د غني کولو بهیر بیا پیل کړي؛ نو امریکا به پرې د برید سپارښتنه وکړي.
هغه خبریالانو ته دا هم ویلي، چې ایران “ښې نښې” نلري او د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو لپاره هر ډول هڅې به سمدلاسه ودرول شي.
رویټرز راپور ورکړ، چې امریکا په تېر جون له خپلو هوایي بریدونو مخکې له ایران سره پېنځه پړاوه خبرې لرلي.
ټرمپ ویلي؛ هغه پروګرام یې “له منځه وړی” چې واشنګټن او متحد یې اسرائیل د اټومي بم جوړول بولي.
ځینو کارپوهانو د زیان کچه تر پوښتنې لاندې راوستې او ایران د اټومي وسلود لرلو غوښتنه رد کړې ده.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لار ډېره تنګه ګنلې او ویلي یې دي، چې امریکا باید د خبرو له بیا پیلېدا مخکې ایران ته د غرامت ورکول ومني.
سیمه ییز خبرونه
ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمهییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ
د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آیآرآیبي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمهییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.
د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آیآرآیبي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمهییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.
که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نهده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.
دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمهییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.
سیمه ییز خبرونه
د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سېشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې منل شوې نهوي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونهکړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلامآباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.
د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.
قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نهشي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نهوي پوره کړي.
دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونهشي.
رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیتالله مجتبی خامنهیي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونهلېږدول شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.
اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران لهخوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.
سیمه ییز خبرونه
په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زدهکوونکي مړه شوي دي.
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.
په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بېکیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.
د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زدهکوونکي مړه شوي وه.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځهپوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ5 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoتحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
څار4 days agoڅار: د ژمې د رارسېدو په درشل کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو چمتووالی
-
تازه خبرونه5 days agoد سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
